1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د سپتمبر د یوولسمي پیښي په هکله نوي انځورونه

کله چي د سپتمبر پر یوولسمه له نړیوال سوداگريز مرکز او پنتاگون سره الوتکي وجنگیدې، نو ټوله دنیا وارخطا سوه. خو نوي انځورونه بیا ښيي چي د بوش د دفتر کارکوونکو هم هغه څه چي یې ولیدل باور يې نه کاوه.

د امریکا متحدو ایالاتو ملی آرشیف اوس د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د یوولسمی پیښې پر وخت د جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د دفتر داسي عکسونه خپاره کړي چی تر اوسه پوري چا نه ول لیدلي.

په واشنگټن کی وارخطا څېرې

په واشنگټن کی وارخطا څېرې

د "Boston Globe" په نامه ورځپاڼي په حواله څه د پاسه ۳۵۰ دغه ډول نوي عکسونه خپاره سوي دي. په دغو عکسونو کی د مثال په ډول ښودل کیږي چی څرنگه ولسمشر بوش د خپل مرستیال دیک چینی او د ملي امنیت سلاکاري کوندولیزا رایس سره څنگ پر څنگ ولاړ دی او د وارخطایی او غم نخښي یې په مخونو کي له ورایه ښکاري.

د ولسمشر مرستیال دیک چیني په واشنگتن کي د خپل دفتر په تلویزیون کي د برید صحنې گوري

د ولسمشر مرستیال دیک چیني په واشنگتن کي د خپل دفتر په تلویزیون کي د برید صحنې گوري

اسلامی ترهگرو هغه وخت د دوو تښتولو سوو الوتکو په وسیله د نړیوال تجارت هسکو ودانيو او د یوې بلي الوتکي په وسیله د پنتاگون پر ماڼۍ برید تر سره کوي. څلورمه الوتکه بیا د متحدو ایالاتو د پنسلوانیا ایالت په شنکسویلي کي را وغورځول سوه.

په واشنگتن کي د متحدو ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر پاول او استخباراتي مشاوره رایس

په واشنگتن کي د متحدو ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر پاول او استخباراتي مشاوره رایس

د "Boston Globe" ورځپاڼه لیکي چي مستند جوړونکي د دغو عکسونو د خپرولو غوښتونکي سوي او ادعا یې کوله چي آزادو معلوماتو ته د لاس رسي قانون پر اساس یې باید دغو عکسونو ته لاس رسی موندلی وای. فلم جوړونکې کولیت نایروز هانا، ویلي چي دا په دې خبره پوه وه چي دیک چیني په پر له پسې ډول د یوه عکاس له خوا عکاسي کیږي. دا زیاتوي چي اوس مو تر ۱۴ کاله ځنډ وروسته دغه عکسونه بلاخره تر لاسه کړل او امریکایان په خپله دا قضاوت کولای سي چی هغه وخت د سپتمبر د یوولسمي یښي په اولو ۲۴ ساعتونو کی څه پیښ سول.