1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د سپتمبر د یولسمې تر پېښې دولس کاله وروسته افغانان له ناامني سر ټکوي

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې د سپتمبر د یوولسمې له پېښې دولس کاله وروسته دغه هیواد د نړیوالې ټولنې په مرستې سترې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزي لاس ته راوړنې لرلي، خو د راتلونکې په اړه لا هم انديښنې موجودې دي.

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې نیټه پېښه د دې سبب شوه چې طالبان د متحده ایالاتو په مشري د ایتلافي ځواکونو د بریدونو په پایله کې سقوط وکړي او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام چې د دموکراسي پر اصولو ولاړ وي په جوړیدو کې مرسته وکړي.

خو د سپتمبر د یوولسمې تر پېښې دولس کاله وروسته هم افغانان په اندیښنه کې دي. د سیاسي چارو کارپوهان وایي، امنیت چې د افغانستان د خلکو مهمه هیله وه لا تر اوسه پورې تأمین شوی نه دی.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش وایي: «هغه ګام چې پریکړنده او مصمم وي او وکولای شي د اداري فساد، ترهگرۍ پر ضد مبارزه او په بن کې د شوو ژمنو له مخې دموکراسۍ ته عمومیت ورکړي، نه دی اخیستل شوی.»

د افغانستان خلک د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته په لومړیو کلونو کې په دغه هیواد کې له یوه نسبي امنیت څخه برخمن ول. خو ورځ تر بلې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه پراخه شوي او د افغانستان خلک اوس د خپلې راتلونکې په اړه انديښمن دي.

میرمن دانش وایي چې د ولسي جرګې د یوې ښځینه غړې په توګه د امنیت احساس نه کوي: «زه د یوې ښځینه وکیلې په صفت ډیره انديښنه لرم. هره ورځ له ګواښ سره مخامخه یم. اولادونو ته مې ګواښ کیږي چې وبه تښتول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې دولس کاله تر مخه افغانستان مجهزه اردو او پولیس نه لرل، خو اوس د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو شمیر شاوخوا ۳۵۰ زرو تنو ته رسیږي چې د ټول هیواد امنیتي چارې پر مخ بیایي.

په ولسي جرګه کې د میدان وردک ولایت د خلکو استازی شیر ولي، وایي چې د افغانستان خلکو هیله درلوده چې په هیواد کې به یې د نړیوالې ټولنې د حضور په ترڅ کې امنیت تأمین شي. د هغه په وینا داخلي ځواکونه دومره پیاوړي شوي دي چې کولای شي د خپل هیواد له پولو څخه دفاع وکړي، خو د دولسو کلونو په تیریدو سره دغه هیلې ریښتنې نه شوې.

ښاغلی وردک وایي چې له اوسني کړکیچ او جګړې څخه د افغانستان د وتلو مناسبه لار، د سیاسي مشرانو ګد عمل دی. هغه زیاته کړه: «زما په فکر یوازینۍ لار چې په افغانستان کې سولې راوستی شي، دا ده چې سیاسي مشران له خپلو شخصي ګټو واوړي او نور باید د جبهې، زور او وسلې په لټه کې نه شي.»

په عین وخت کې افغان ځوانان وایي چې د افغانستان د بیا رغاونې له پاره ښه فرصت برابر شوی وو، خو له بده مرغه له دغو امکاناتو څخه ګټه پورته نه کړای شوه.

لیکوال او خبریال قیام نوري وایي چې تر ټولو لویه ننګونه نا امني ده: «کله چې بازار ته د یو څه رانیولو له پاره ځم، لاسونه او پښې مې ریږدي. هره لحظه مې په فکر کې راګرځي چې اوس به په کوم ځای کې کومه چاودنه رامنځ ته کیږي او زه به د هغې قرباني کیږم.»

د ښاغلي نوري په وینا افغانستان په تیره یوه لسیزه کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه وکړل، خو اوس یو ځل بیا دغه هیواد له ستونزو سره د مخامخیدو له گواښ سره مخامخ دی.

DW.COM