1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د سپتمبر۱۱ د پیښي یوولسمه کلیزه لمانځل کیږي

متحده ایالات د ۲۰۰۱م کال د سپمتر د میاشتې پر یوولسمه نیټه په ترهگریزو بریدونو کې د وژل شوو قربانیانو یادون کوي. په پام کې ده چې په نیویارک کې د نوي نړیوال تجارتي مرکز په لاندینۍ برخه کې به د شاوخوا ۳۰۰۰ وژل شوو کسانو نومونه ولیکل شي. سږ کال د دغه ترهگریز برید یوولسم کال لمانځل کیږي. د رپوټونو په حواله د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما به په واشنگټن کي د دفاع په وزرات کي د وژل شوو کسان د یادون په یوه غونډه کي گډون وکړي.