1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د سپتمبر۱۱ د سياسي او مذهبي هيجاناتو سره مخامخ وه

خصوصأ په نيويارک کښي ددغي ورځي د تجليل په مناسبت رامنځته سوی افراطيت ډير ښکاره ؤ .

د امريکا مسلمانان د څه وخته راهيسي شکايت کوي ، چي په امريکا کښي هيڅ وخت د مسلمانو پر ضد داسي دښمنانه روحيه موجوده نه وه، لکه اوس

د امريکا مسلمانان د څه وخته راهيسي شکايت کوي ، چي په امريکا کښي هيڅ وخت د مسلمانو پر ضد داسي دښمنانه روحيه موجوده نه وه، لکه اوس

خو يو شي امريکايانو ته د ۱۱ د سپټامبر د ۹ کاليزي د لمانځلو په ورځ وروسپميدی ، يعني داچي په دغه ورځ په فلوريدا کښي د قرآن شريفو ۲۰۰ نسخو ته اور وانه چول سو ، او تصاوير يې خپاره نه سول .

د سپټامبرپر ۱۱ د شنبې په ورځ تندلاري عيسوي کشش تيري جُنس اعلان وکی ، چي قرآن شريفان به هيڅ وخت نه سوځي، هغه خبره چي د امريکاد متحده ايالاتو نفس يې په ورځو ورځ ورتنګ کړی ؤ . ده د NBC ټلويزون ته وويل ،

«موږ به نه اوس او نه راتلونکي کښي قرآن شريفو ته اور واچوو . »

امريکايي کشش تيري جُنس د قرآن شريفو د نه سوځلو دليل داروړی ،چي دی خپل هدف ته ورسيدی ، او دې ته يې اشاره وکړه ، چي په اسلام کښي خطرناکه تندلاري عناصر سته ، او خدای ده ته وويل ،چي اوس بايد ددغه کار څخه تير سي .

د تيري جُنس راپارونکي پلان يو څه اثر هم وکی :

په انټرنيټ کښي داسي فلمونه ښکاره سول ، چي په هغه کښي د قرآن شريفو ځيني نسخو ته اور واچول سو، او يا په واشنګټن کښي د سپيني ماڼۍ مخته دوو کسانو د قرآن شريف څو ورقي څيري ، او په چټل دانۍ کښي واچولې .

خو دا کار د کمرو په مخکي تر سره نسو، او ځکه يې هم ډير احساسات او هيجانات رامنځته نکړه .

خو بيله هغه هم دا پلا د سپټامبر ۱۱ د سياسي او مذهبي هيجاناتو سره مخامخ وه ، چي پخوا يې هيڅ وخت دا ډول شکل نه درلودی . او ځکه نو جمهوررييس بارک اوباماد امريکايانو څخه په ټينګار سره وغوښتل ، چي يو دبل تر څنګ سره ودريږي او د خپلو ارزښتو ، لکه آزادی او مذهبي زغم او تحمل څخه دفاع وکي .

«د ۱۱ د سپټامبر ترهګرانو غوښتل چي مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي ، ليکن امريکا هيڅ وخت د اسلام سره په جنګ کښي نه وه ، او نه به هيڅ وخت اخته سي .

دا کم مذهب نه ؤ ، چي پر موږ باندي يې په سپټامبر کښي حمله وکړه ، بلکه هغه القاعده وه ، د ګوتو په شمار يو څو کسان چي مذهب يې غلط تعبير کړی دی . »

خصوصأ په نيويارک کښي ددغي ورځي د تجليل په مناسبت رامنځته سوی افراطيت ډير ښکاره ؤ .

د نيويارک په ګرانډ زېرو کښي د قربانيانو د يادوني په مراسمو کښي د ځينو قربانيانو خپلوانو په ژړا سره ددې غوښتنه کوله ، چي په دغه ورځ يوازي بايد د وژل سوو کسان يادونه وسي ، او نه سياسي بحثونه او مشاجرې .

نورو فاميلو بيا برعکس مستقيمأ سياست کاوه ، اود ګرانډ زېرويا کنډوالې سره يې د پلان سوي مسجد د جوړيدو پر ضد اعتراضونه کول .

څو ساعته وروسته په نيويارک کښي ۱۱ د سپټامبر کاملأ د سياسي اعتراضو تر اغيزي لاندي راغلل : دوې مظاهرې جوړي سوې، چي يوه يې د مسجد دجوړولود طرفدارانو او بله يې په مخالفت کښي وه .

د امريکا مسلمانان د څه وخته راهيسي شکايت کوي ، چي په امريکا کښي هيڅ وخت د مسلمانو پر ضد داسي دښمنانه روحيه موجوده نه وه، لکه اوس . حتی د ۱۱ د سپټامبر تر بريدونو مستقيماً وروسته د پخواني جمهوررييس بوش په دوره کښي .

د ۱۱ د سپټامبر د ۹ کليزي پر لمانځلو باندي پر پخواني زخم يو بل هم ور اضافه سو ، يعني د يووالي او وحدت د نه درلودلو غم او درد ، چي د ۲۰۰۱ کال راهيسي يې هميشه د هغه تجليل تر خپلي سايې لاندي راوستلی دی .

Sabine/ قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل