1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې نوبل جایزه د اتومي وسلو ضد سازمان ته ورکړل شوه

۱۳۹۶ مهر ۱۴, جمعه

«د اتومي وسلو د له منځه وړلو نړیوال کمپاین» یا ICAN د سږ کال د سولې نوبل جایزه وګټله. دغه سازمان له ۳۰۰ څخه ډیرو نوماندانو له ډلې څخه انتخاب شوی دی.

https://p.dw.com/p/2lLsW
Friedensnobelpreis 2017 ICAN  Beatrice Fihn (M)  Direktorin
انځور: Reuters/D. Balibouse

د ناروې د نوبل جایزې کمیټې د جمعې په ورځ «د اتومي وسلو د له منځه وړلو نړیوال سازمان» یا ICAN د ۲۰۱۷ کال د سولې نوبل جایزې د ګټونکي په توګه اعلان کړ.

کمیټې ویلي دي چې ICAN دغه جایزه «د اتومي وسلو د هر ډول استعمال فاجعه راوړونکو بشري پایلو ته د پام اړولو او همدا راز د تړونونو له مخې د دغې وسلې د بندولو له پاره د مهمو هڅو» له کبله ترلاسه کړې ده.

د نوبل جایزې کمیټې زیاته کړې: «موږ اوس په داسې یوې نړۍ کې ژوند کو چې په کې د اتومي وسلو د کارونې ګواښ دومره لوړ دی چې په یوې اوږدې مودې که نه وو. ځینې هیوادونه خپل اتومي مهمات عصري کوي او د دې ریښتنی ګواښ هم موجود دی چې نور هیوادونه به هم د اتومي وسلو د تولیدولو هڅې وکړي، کله څرنګه چې شمالي کوریا دا کار کوي. اتومي وسلې د بشریت او د ځمکې پر سر ژوند له پاره یو دوامداره ګواښ رامنځ ته کوي.»

دغې کمیټې زیاته کړې: «د ناروې د نوبل جایزې کمیټه کلک باور لري چې ICAN تر بل هر وخت ډیر، تیر کال یوې بې اتومي وسلې نړۍ ته نوی دریځ او توان ورکړی دی.»

نور مطالب:

د نوبل جایزې چینایي ګټونکی شیاوبو ومړ

د نوبل د سولي سږنۍ جایزه د کولمبیا ولسشمر وگټله

د ښځو د بايسکل ځغلوني افغان لوبډله د نوبل جازې ته کانديد سوې

د نوبل جایزې کمیټې همداراز ویلي دي چې ICAN ته د سولې نوبل جایزې ورکول، د اتومي وسلو لرونکو هیوادونو ته دا پیغام هم رسوي چې د اتومي بې وسلې کیدو په برخه کې خپل مسوولیتونه په پام کې ونیسي.

د آلمان د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې دغه هیواد د یوې بې اتومي وسلې نړۍ هدف ملاتړ کوي او ICAN ته د دغې جایزې د ترلاسه کولو له پاره مبارکي وايي.

د جایزې ګټونکی سازمان

په جینیوا کې میشت ICAN سازمان له سلو هیوادونو څخه د غیر دولتي سازمانونو یو ایتلاف رامنځ ته کړي دی. دغه سازمان خپل کار په اتریش کې پیل کړ او په رسمې توګه بیا په ۲۰۰۷ کال کې په ویانا کې اعلان شو.

د جایزې تر ګټلو وروسته ICAN یوه بیانیه خپره کړه او د دې جایزې ترلاسه کول یې د ځان له پاره یو «لوی ویاړ» وباله.

په بیانیه کې راغلي دي چې دغه جایزه نه یوازې د میلیونونو کمپاین کوونکو او اندیښمنو وګړو د هڅو ستاینه ده بلکه په هیروشیما او نګاساکي کې د اتومي وسلو د استعمال د قربانیانو یادون هم دی.

د ICAN سازمان مشرې بیتریک فین، په روانه اوونۍ کې د فرانسې خبرې آژانس سره په یوه مرکه کې وویل چې د اتومي وسلو د له منځه وړلو له پاره ډیره لوړه اړتیا موجوده ده. هغې ویلي وو: «اتومی وسلې د نړۍ د ختمولو وړتیا لري.»

د سولې نوبل جایزه ۱،۱ میلیونه ډالر ارزښت لري. تیر کال دغه جایزه د کولمبیا ولسمشر ته ورکړل شوې وه. سږ کال د دې جایزې د ترلاسه کولو له پاره ۲۱۵ وګړي او ۱۰۳ سازمانونه کاندید شوي ول. دغه جایزه یوازې لاس ته راوړنو ته نه ورکول کیږي بلکې د سولې د راتلو له پاره نیت او اهداف هم په پام کې نیسي.