د سولې د جرگې افغاني او پاکستاني پلاوي نن په اسلام آباد کښې سره گوري | افغانستان | DW | 12.03.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د سولې د جرگې افغاني او پاکستاني پلاوي نن په اسلام آباد کښې سره گوري

د افغاني کميسيون مشري سيد احمد گيلانی او د پاکستان کميسيون مشري د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير افتاب شير پاو په غاړه لري.

default

دوی به د خپلو غړو په شمول سره په دې باندی خبرې کوي چې جرګې کله او کومو سيمو کې جوړې شي او دا چې څوک پکې ګډون وکړي. د دی امکان هم شته دی، چې په جرگه کښې به د دواړو هېوادونو ولسمشران يعنی ښاغلی کرزی او ښاغلی مشرف هم گدون او خبرې وکړي.