1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«د سولي خبري لږ خو جگړه زياته شوې ده»

افغان دولتي چارواکو او د سولي عالي شورا د (عامه افکارو د پراخوالي او سولي پروسې) په نوم په کابل کې کنفرانس جوړ کړ. د دې کنفرانس موخه د خلکو په منځ کې د سولي د فکر خپرول دي.

ولسمشر غني اوه میاشتې وړاندې په هیواد کې د سولي له پاره هلي ځلې پیل کړې. کار پوهان هم د ولسمشر غني دغه وروستۍ هلي ځلي د سولي له‌ پاره د مخکني ولسمشر حامد کرزي تر ۱۳ کلنو هڅو غوره بولي. خو لا تر اوسه هم د سولې په برخه کې عملي لاسته راوړنه نه ترسترګو کیږي.

د افغان حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي ول چې له طالبانو سره به د خبرو اترو لړۍ په مارچ میاشت کې پیل شي خو لا یې هم درک نشته او د سولې هېڅ خبري نه دي شوي.

د دې تر څنګ چې حکومت او د سولي عالي شورا له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هڅه کې دي ورسره جوخت دا هڅې هم پیل شوي دي چې د سولې غوښتونکو فکر په ټولنه کې خپور شي.

د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د اپرېل پر ۱۳مه) د سولې د فکر خپرولو په موخه د عامه فکر د پراخوالي او سولي پروسې په نوم په کابل کې کنفرانس جوړ سو.

د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د ادارې مشر فرامرز تمنا وویل چې د نا امنۍ یو لوی دلیل دا دی چې ګاونډي هیوادونه خپلې ستونزې په افغانستان کې هواروي.

هغه وویل: «افغانستان په نړۍ کې یوازنی هیواد دی چې له هیڅ کوم امنیتي سیسټم سره د ځان له پاره غړیتوب نه لري. پر دې سربېره ځیني نور امنیتي سیسټمونه زموږ په هیواد کې خپلې ستونزې هواروي.»

فرامز تمنا زیاته کړه چې ایران او پاکستان خپلې ستونزي د تهران، او اسلام اباد پر ځای په هرات، جلال اباد،‌ کندهار او کابل کې هواروي. هغه زیاته کړه چې د دې تر څنګ پاکستان او هند او برېتانیا او روسیه هم په افغانستان کې ډغرۍ سره وهي.

تمنا وویل د افغانستان ستونزه دا ده چې په نورو امنیتي سيسټمونو پوری نه دی تړلی او دا سیسټمونه په افغانستان کې خپلې سیالۍ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د سټراتېژیکو مطالعاتو مشر وايي افغانستان هغه مهال امن کېدای شي چې په یوه سیمه ییز یا نړیوال امنیتي سیسټم پوري وتړل شي.

هغه وویل:«زموږ په شان هیواد د امنیت له پاره دوې لاري لري؛ یا باید د سیمي په امنیتي سیسټم پوري وتړل شي چې ناشونی دی، او یا هم باید د ناټو تر سیوري لاندي امنیتي سیسټم پوري وتړل شي، چې په دې برخه کې له امریکا متحدو ایالاتو سره امنیتي تړون او ۱۱ هوکړه لیکونه له اروپايي هیوادونو سره لاسلیک شوي دي.»

د ولسمشر غني لمړنیو هڅو او پاکستان،‌ چین او عربستان ته سفرونو خلک سولي ته هیله من کړل،‌ ټاکل شوې وه چې په مارچ میاشت کې د سولي خبري اتري هم پیل شي خو تر اوسه هېڅ خبري اترې نه دي شوي.

د پارلمان ځینې غړي بیا وايي‌ چې په هیواد کې د امنیتي حالت له خرابېدو سره د حکومت ډېر تمرکز د سولي پر ځای امنیتي حالت ته راګرځېدلی دی.

د پارلمان استازې فاطمه عزیز په دې اړه وايي: «ولسمشر د سولي له پاره نوي هلي ځلي پیل کړې او خلکو هم د سولي تمه پیدا کړه خو په خواشینۍ سره چې جګړه لا هم زور اخلي.»

د علماو رول

د نا امنیو یوه برخه د کارپوهانو په باور له افراطیت او سخت دریځۍ څخه رامنځته شوې ده. په تېرو ۱۳ کالو کې ډېرو ملا امامانو په مسجدونو کې د دې پر ځای چې سولي ته خلک راوبولي لا یې د حکومت پر ضد جګړې ته هڅوي، چې په وار وار د ملا امامانو دا کړه تر نیوکو لاندې هم راغلي دي.

خو د سولې عالي شوار، په ننني کنفرانس کې څرګنده کړه چې علما چمتو دي څو د سولي له پاره هلي ځلي وکړي.

د دغې شورا یو تن غړي قاضي محمد امین وقاد په دې اړه وویل: «زه ډاډ درکوم چې علما خپل کار کوي. هغوی خپله شورا لري یووار هلته ورشی او یا هم دوی را وبولي، دا علما آزاد دي او د دولت له جیب څخه نه څه خوري او نه یې هم ترې غواړي.»

د حج او اقافو وزارت د مالوماتو پر بنسټ په هیواد کې په زرونو مسجدونه شته چې د سولې پر ځای د جهاد تبلیغ کوي او خلک د خپل حکومت پر وړاندي راپاروي.