1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانگړي استازي استعفا وکړه

په سوریې کې مخ په زیاتېدونکو زورزیاتیو ته په کتو سره د دغه هیواد له پاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانگړي استازي کوفي عنان، له خپلې دندې څخه استعفا وکړه. ده د خپلې د استعفا لامل د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کې د سوریې په اړه د نظر اختلاف په گوته کړی دئ.

سوریې او چین تر اوسه پورې درې وارې د سوریې په اړه د پریکړه لیک له مسودې سره مخالفت ښودلی دئ.