1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د سوريې په جگړه کي ۷۰۰۰۰ انسانان وژل سوي دي

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمیشنري ناوي پیلي، ویلي دي چې اوس د سوریې د جګړې د قربانیانو شمیر ۷۰۰۰۰ تنو ته د رسیدو په حال کې دی. هغې په دې برخه کې د امنیت شورا د اقدام په نه کولو کې ګرمه بللې ده.

A Free Syrian Army fighter carries his weapon as he walks past damaged buildings in the Arabeen neigbourhood of Damascus, February 12, 2013. REUTERS/Mohammed Abdullah (SYRIA - Tags: POLITICS CIVIL UNREST CONFLICT)

Syrien Bürgerkrieg Mehr als 70.000 Tote

اغلې پیلې چې د سه شنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خبري کولې وویل چې دغه شورا هغه وخت تر ټولو ښه تأثیر لرلای شي چې په متحد ډول عمل وکړي.

هغې وویل چې په امنیت شورا کې د سوریې د کړکیچ پر سر د توافق نه شتون مصیبت رامنځته کړی دی چې له کبله یې ملکي کسانو ته ډیر تاوان رسیدلی دی.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره ناوي پيلي

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره ناوي پيلي



میرمن پیلي له دې کبله هم پر امنیت شورا باندي سختې نیوکې وکړې چې د مالي هيواد د کړکیچ په اړه یوه توافق ته رسیدلې ده خو لا تر اوسه هم د سوریې په اړه یو واحد نظر نه لري. هغې ټینګار وکړ چې د امنیت شورا باید د سوریې موضوع نړیوالې جنایي محکمې ته راجع کړي چې د جنګي جنایتونو او عام وژنو په اړه څیړنې کوي.

میرمن پیلې وویل چې د امنیت شورا باید د سوریې په شخړه کې ښکیلو دواړو اړخونو ته داسي پیغام واستوي چې د هغوی اعمال به عواقب ولري. په سوريه کې له تیرو دوو کلونو راهیسې حالات کړکیچن دي. د دغه هیواد کړکیچ هغه وخت پیل شو چې پاڅون کوونکو د بشارالاسد د رژیم پر وړاندې اعتراضونه وکړل او د هغه د کوښه کیدو غوښتنه یې وکړه. خو بشارالاسد له کوښه کیدو څخه ډډه وکړه او د پاڅون کوونکو پر وړاندې یې ټانکونه وکارول.

تیره میاشت له ۵۰ څخه ډیرو هیوادونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د سوریې موضوع نړیوالې محکمې ته راجع کړي. د قانون له مخې د دې له پاره چې دغه محکمه د سوریې کړکیچ وڅیړي، باید هغه ورته د امنیت شورا له خوا راجع کړل شي.

پاڅون کوونکو دوې جټ الوتکي هم نيولي دي

پاڅون کوونکو دوې جټ الوتکي هم نيولي دي

د امنیت شورا دایمې غړو روسیې او چین څو وارې د سوریې ضد اعلامیو مخه نیولې ده. د سوریې په کړکیچ کې پر ښکیلو دواړو اړخونو باندې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو تورونه لګول کیږي خو ملګري ملتونه وایي چې د بشارالاسد رژیم د نورو په پرتله ډیر بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د روان کال په جنوري میاشت کې اغلې پیلې خبریالانو ته ویلي وو چې د سوریې په دوه کلن کړکیچ کې له ۶۰۰۰۰ څخه ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي. خو د دغې چارواکې د وروستیو څرګندونو له مخې اوس دغه شمیر ۷۰۰۰۰ ته د رسیدو په حال کې دی. د هغې په خبره په تيرو شپږو اوونيو کي نزدې ۱۰۰۰۰ انسانان په سوريه کي وژل سوي دي.

هوايي اډه نیول شوې ده

په همدې حال کې د سوریې د رژیم مخالفینو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ یې د الجراح پوځي هوایي اډه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. دغه پوځي هوایي اډه د حلب ښار په ۴۶ کیلومتري کې پرته ده.

په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د دغې پوځي اډې په نیولو سره اوس د سوریې د رژیم مخالفینو د هغو جنګي جټ الوتکو کنترول هم ترلاسه کړی دی چې تر دې مخکې به پر دوی باندې د بمباریو کولو په موخه کارول کیدې.