1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د سوريې د انتقالي حکومت په رسميت پيژندل شرط لري

د فرانسې ولسمشر ویلي دي، چي که په سوريه کي داسي یو مؤقت حکومت جوړ شي چې د ټولو اوسیدونکو استازیتوب وکړي هیواد ئې په رسمیت پیژندلو ته چمتو دئ.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو په خاطر گواښ کړی دئ. اولاند د دوشنبې په ورځ د سوریې د رژیم له مخالفینو څخه وغوښتل چي موقت حکومت جوړ کړي.

اولاند وویل چي که د سوریې ټولي سیاسي کړۍ په دې انتقالي حکومت کي غړیتوب ولري نو فرانسه به ئې په رسمیت وپیژني. تر دې مخکي هم فرانسې غوښتي ول، چي د سوریې پر فضا دي د «الوتني ممنوع» ساحه اعلان شي. امریکا او ترکیې د فرانسې له دې وړاندیز سره موافقه کړې وه.

له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستل په سوريه کې د پوځي مداخلې له پاره لاره هواروي.

د فرانسې جمهور رئیس چي د خپل هیواد د دیپلوماتانو پر وړاندي ئې خبري کولې، وویل چې که بشارالاسد د خپلو مخالفینو پر وړاندي له کیمیاوي وسلو څخه کار واخلي، نو له دې سره به په سوريه کي مستقیمي بهرنۍ مداخلې ته لاره هواره شي.

د دې دمخه د متحده ایالاتو او انگلستان ولسمشرانو هم دې ته ورته گواښونه کړي ول. دا په داسي حال کي ده چي د المان او فرانسې مشرانو پخپل وروستي ليده کاته کي د سوریې د انتقالي حکومت د په رسمیت پیژندلو خبره نه ده کړې.

خو په دیپلوماتیکو ناستو کې ویل کیږي چي د سوریې مخالفین د یوه انتقالي حکومت د جوړلو له پاره لازمه همغږي نه لري او نه شي کولای چې د سوریې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

تر دې دمخه متحده ایالاتو ویلي ول، چي د اسد د رژیم مخالفین باید د یوه انتقالي حکومت تر جوړولو دمخه په سوريه او له دې هیواد څخه دباندي له سوریایانو سره لازمه همغږي رامنځ ته کړي.

ویل کیږي چې د سوریې د رژیم مخالفین اوس د اسد تر راپرځېدو وروسته د دې هیواد د اداره کولو له پاره د یوه مهالویش پر جوړولو باندي کار کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل