1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د سعودي ولي عهد په حق ورسېدی

شهزاده سلطان بن عبدالعزيز د اوسني سعودي پاچا ،عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود، ورور ؤ. هغه د روان مېلادي کال د جون د مياشتي راهيسي په امریکا کي تر درملنې لاندي ؤ. د مړینې پر وخت د هغه عمر ۸۳ کاله ؤ.

شهزاده سلطان بن عبدالعزيز

شهزاده سلطان بن عبدالعزيز

شهزاده سلطان بن عبدالعزیز په ۲۰۰۵م مېلادي کال د سعودي ولي عهد وټاکل سو. د هغه څخه تر مخه نوموړي تقريبا نيمه پېړۍ د سعودي د دفاعي چارو د وزير دنده تر سره کړه.

نوموړی د سعودي د پخواني پاچا عبدالعزيز بن عبدالرحمن آل سعود ۱۵م زوی ؤ. شهزاده سلطان د خپل پلار د گرانې مېرمني عايله السوديري د اوو زامنو څخه يو او د السوديري د ډلې څخه ؤ.

السوديري ډله د سعودي پاچا په کورنۍ کي هغو کسانو ته ويل کيږي چي د پخوانۍ ملکې عايله السوديري د زامنو او يا لمسيانو څخه وي. دغه ډله د سعودي په واکمنۍ کي د پخواني پاچا عبدالعزيز د نورو ټولو اولادونو په پرتله زيات اثر لري. د السوديري ورونو تر ټولو مشر ورو شاه فهد ؤ چي په ۱۹۸۲ بیا تر ۲۰۰۵ کال پورې د سعودي پاچا ؤ. د فهد د مړيني وروسته و پاتې شپږو ورونو ته د السوديري شپږو خطاب هم کيږي.

د شلمې پېړۍ په شلمه لسيزه کي پاچا عبدالعزيز د نجد څخه خپل واک ته پراختيا ورکړه او په ۱۹۳۲م مېلادي کال يې د سعودي عربستان د پاچاهۍ بنسټ کښېښودی.

په سعودي کي د خپلې واکمنۍ د ټينگولو لپاره شاه عبدالعزیز د يو شمېر سترو او واکمنو نجدي کورنيو څخه ښځي په نکاح کړې. د يوه اټکل له مخي پاچا عبدالعزيز په ټوليزه توگه ۲۲ مېرمني درلودې چي پکښي گرانه مېرمنه يې عايله السوديري وه. السوديري د نجد تر ټوله اثر لرونکې کورنۍ وه، چي پاچا عبدالعزيز ورسره دوستي کړې وه.

د عايله السوديري څخه خدای بخښلی شاه فهد، خدای بخښلی شهزاده سلطان ، شهزاده عبدالرحمن، شهزاده نايف ، شهزاده ترکي الثاني، شهزاده سلمان او شهزاده احمد ږېږېدلي دي. دغو شهزاده ګانو د سعودي عربستان ډیرې مهمې حکومتي دندې پر مخ بیولي دي. د نوموړو شهزادگانو تر څنگ د عايله السوديري څخه څلور شهزاده گيانې هم ږېږېدلي دي.

شهزاده سلطان بن عبدالعزيز سعودي عربستان د نړۍ یو ستر وسله رانیوونکې هیواد وګرځوی.

شهزاده سلطان بن عبدالعزيز سعودي عربستان د نړۍ یو ستر وسله رانیوونکې هیواد وګرځوی.

د سلطان د مړيني وروسته اوس د هغه ۷۹ کلن سکه ورور شهزاده نايف ولي عهد سوی دی. نوی ولي عهد چي په ۱۹۳۳ کي په طايف کي ږېږېدلی دی، د هيواد د لومړي وزير معين او د زیات وخت راهيسي د سعودي د کورنيو چارو وزير پاتې شوی دی.

د سلطان بن عبدالعزير د ناروغۍ پر وخت د هغه دندې نورو شهزادگانو په غاړه اخيستي وې. د هغه زوی شهزاده خالد په ۱۹۹۱ کال کې د کوېټ څخه د عراقي پوځونو په ايستنه کي د سعودي عسکرو مشري کوله. نوموړي د خپل پلار د ناروغۍ پر وخت د هغه زیاتري دندې په غاړه اخيستي وې. شهزاده خالد د الحيات د ورځپاڼې څښتن هم دی.

په حق رسېدلی ولی عهد شهزاده سلطان هغه څوک ؤ چي د دفاعي چارو د وزير په توگه يې د سعودي د عسکرو شمېر يو لکو ته جگ کړی. نوموړي په بلينونو ډالره د وسلو په رانيولو خرڅي کړي او پدې توگه يې په نړۍ واله توگه سعودي عربستان د وسلو رانيولو تر ټولو مهمه هيواد گرځولی ؤ.

د ۲۰۱۰ مېلادي کال په سپتمبر کي امريکایي چارواکو وويل چي دوی د سعودي عربستان سره د شپیتو بليونو ډالرو د وسلو د پلور د تړونونو اټکل کوي.

شهزاده سلطان به همېشه د سعودي عسکري قراگاوو ته سفرونه کول او سرتیرو ته به يې وعدې ورکولې چي د سعودي پاچا کورنۍ به د قرآن او شريعت وفاداره پاته کيږي. نوموړی د لوېديځ او په زیاته بیا د متحده ایالتونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی ؤ. خو هغه د خپلې کورنۍ د نورو غړو په څېر په ۲۰۰۳ کال کې د امريکا لخوا پر عراق د حملې څخه ځان ليري کړی ؤ.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM