1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د سرپل د ولایت زندانیانو په پاڅون لاس پوري کړ

په سر پل کي له يو کور څخه د زندان په توګه کار اخيستل کيږي. زندانيان له اوسني وضعيت څخه سرټکوي.هغوي وغوښتل چي وتښتي خو د سرپل ولايت امنيتي ځواکونو د هغوي د تيښتي مخنيوي وکړ

آرشیف انځور

آرشیف انځور

د سرپل د ولایت محلي چارواکو المان غږ ته ویلي چي د سرپل د ولایت د زندان ځینو زندانیانو د چهار شنپی په شبه د نهو او لسو بجو تر منځ پاڅون وکړ ترڅو د زندان څخه وتښتي.

د دغو چارواکو په حواله زندانیانو د زندان پر ساتونکو تیږی وارې کړي او د هغوی دفتر ته یی اور ,واچاوه .

چارواکي وایي چي زندانیانو حتی د زندان ځیني ساتونکي د یو څه وخت لپاره یرغمل ونيول. هغوی زیاتوي چي شاوخوا 60 زندانیانو چي پر سختو سزاګانو محکوم شوي ول کوښښ وکړ چي د زندان څخه وتښتي. چارواکي وايي چي زندانیانو د تيښتي د کوښښ په وخت د بیرون سره هم ارتباط درلود.

که څه هم د دغو زندانیانو د تیښتی څخه مخنیوی شوی دی خو زندانیانو د ډیر وخت لپاره خپلو اعتراضاتو ته دوام ورکړ او غوښتل یي چي د دوی دوسیي باید تر کره کتني لاندي ونیول شي ځکه چي د دوي په حق کي د محکمي فیصلي عادلانه نه دي.

د پیښی په اړه د سرپل د محبس مدیر، جنرال افندی رباطي، وايي: «تر دي وړاندي چي زندانیان پاڅون وکړي د یو بل سره یي هم شخړي کړي وي.»

د چهارشنبي په ورځ د سرپل د ولایت والي د پیښي په اړوند يوه غوڼډه وکړه او د زندانیانو د غوښتنو او د پیښي د ارزونی لپاره یي پلاوي وګماره.

د سرپل د ولایت زندان معیاري ودانۍ نه لري. په دغه ولایت کي زندانیان په یوه زاړه کور کي ساتل کیږي. چارواکي د زندان لپاره د معیاري ودانۍ نه شتون د ورستۍ پیښي د رامنځ ته کیدو اصلي لامل بولي.

دویچه ویله/ کریم جاوید
کتونکی: مسعود جهش

DW.COM