1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د سرينا په هوټل کي د سولي خبري ندي سوي

د کابل په سرينا هوټل کي يو شمير افغان چارواکو او د طالبانو د ډلي پخوانيو استازو هغه رپوټونه بې اساسه وبلل چي ګواکي دوی له وسله والو طالبانو سره د روغي جوړي خبري پيل کړي دي.

کابل سرينا هوټل

کابل سرينا هوټل

واشنګټن پوست امريکايي ورځپاڼي او عربي ژبي الجزيره ټلويزيون داسي رپوټونه خپاره کړي چي ګواکي په دغه ناسته کي د وسله والو طالبانو استازو هم برخه لرله او دوی يوه جوړجاړي ته د رسيدو په باب خبري کړي دي.

په دغه غونډه کي ګڼ شمير پاکستاني او افغان سياست والو، د متحده عربي اماراتو د حکومت استازو او يو شمير افغان خبريالانو او آزادو شخصيتونو برخه لرله.

د پاکستان له اړخه د کورنيو چارو پخواني وزير آفتاب احمد خان شيرپاو، په کابل کي د پاکستان سفير محمد صادق خان، د عوامي نشنيل ګوند مشر افراسياب خټک، اسفنديار ولي خان او د جيو ټوليزيون سياسي مبصر سليم صافي برخه لرله.

د افغانستان له اړخه د حامد کرزي وراره حشمت کرزي، د هغه تره محمود جان کرزي، د شکايتونو د اوريدو د کميسيون مشر اسدالله وفا په ګډون يو شمير افغان سياست والو برخه لرله.

دويچه ويله ته په خبرو کي د طالبانو د پخواني حکومت د پاکستان سفير عبدالسلام ضعيف وويل چي د پخوانيو طالبانو له ډلي دي، د بهرنيو چارو پخواني وزير وکيل احمد متوکل او په امريکا کي د طالبانو د هغه وخت استازي عبدالحکيم مجاهد برخه لرله.

واشنګټن پوست ويلي وو چي په دغه غونډه کي رسنيو ته د ګډون اجازه نده ورکړل سوې او اصلي موخه يي د طالبانو سره د خبرو وه.

خو ضعيف وايي چي غربي رسنيو د غونډي په باب غلط راپورونه خپاره کړي دي.

Mullah Abdul Salam Saeef

«دغه دري ورځنۍ غونډه يو سيمينار وو چي د يوه غربي انستيتيوت ويسټ انډايسټ له لوري جوړ سوی وه او د دغي غونډي لومړۍ ناسته په عربي متحده اماراتو کي وه ، دوهمه يي دلته وه، دريمه به يي په پاکستان کي وي اوڅلورمه به يي بيا د اماراتو په ابوظبۍ ښار کي وي».

د غونډي يوه بل ګډون وال او د جيو ټلويزيون سياسي مبصر سليم صافي دويچه ويله ته وويل چي دوی ټولي هغه لاري چاري تر بحثونو لاندي ونيولې چي له مخه يي په سيمه کي د نا کراريو جرړي ايستل کيدای سي.

د سليم صافي په خبره، په دغه غونډه کي د طالبانواستازو برخه نه لرله او دا يوه داسي غونډه وه چي پکښي آزاد بحثونه تر سره سول.

«موږ له ولسمشر کرزي سره هم وکتل، او همدا راز مو د افغان سياست والو او د ملګرو ملتونو له استازو سره پر دې خبري وکړي چي څنګه کولای سو د سيمي کړکيچ ته يوه د حل لاره پيدا کړو.»

د هغه په خبره ګڼ شمېر ګډون والو خپل نظريات يو له بل سره شريک کړل، خو دا ځکه د سولي خبري نه وې چي پکښي د مخالفو وسله والو استازو برخه نه لرله او که چيري د سولي خبري وای نو بيا دوو خبريالانو ته د ګډون بلنه نه ورکول کيده.

ددې غونډي يو تن سمبال کونکي تيره شپه د سرينا په هوټل کي د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط دويچه ويلي ته وويل چي په دغه څېړن غونډه کي د هرات پخواني والي يوسف نورستاني، د افغانستان د مطالعاتو د فورم مشر ډاکټر فاروق اعظم، د ولسي جرګي غړي شينکۍ کړوخيل، په افغانستان کي د سولي او جنګ د انستيتيوت مشر حکمت کرزي، د پوهني وزير ډاکټر فاروق وردګ، د کورنيو چا رو پخواني وزير علي احمد جلالي، د افغانستان د سيميزو مطالعاتو د مرکز مشرعبدالغفور ليوال او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ مشر سټيفن دي مستورا برخه درلوده.

د مهال ويشل له مخي به د دغو ناستو دريمه غونډه د راتلونکي ۲۰۱۱ کال په جنورۍ مياشت کي په اسلام آباد کي جوړه سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل