1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

د سريلانکا نن او پرون

پنځه کاله دمخه په سريلانکا کي کورنی جنگ پای ته ورسېد. دغه جنگ ۲۵ کاله دوام وکړ. د ملگرو ملتو د وينا له مخي ۱۰۰ زره انسانان ووژل شول. په دي هيواد کي دملي پخلايني وضعيت څه ډول دی او څرنگه خپله تير تاريخ ته کتنه کوي؟

د ۲۰۰۹ کال په می مياشت کي د سريلانکا پوځ د تاميلي ياغاينو چي د «تاميل الام آزادي غوښتونکي پړانگانو» په نامه ياديدل، وروستۍ سيمه ونيوله او تر هغه وروسته د سريلانکا ولسمشر ماهنيدا راجاپاکسه، د می مياشتي پر ۱۸ نېټه د کورنۍ جگړې د پای اعلان وکړ.

د دغه جنگ له پيل څخه تر پايه پوري نزدې سل زره انسانان ووژل شول. ويل کيږي چي يوازي د جگړې په ورستيو مياشتو کي ۴۰ زره خلک ووژل شول. نړيوال مرستنديوي سازمانونو رپوټ ورکړی دی چي کابو ۲۸۰ زره خلک د سريلانکا په دننه کي له خپلو ټاټوبو څخه کډه کيدو ته مجبوره شوي ول. د هغوی ډيری تاميلي لږه کي ول چي له شمال او ختيځ سيمو څخه وتښتيدل. دغو سيمو کي لوږه او ناروغي او د څښاک د اوبو کموالي رامنځ ته شو.

سره له دي هم د ۲۰۰۹ کال په دوبي کي د سولي او ملي پخلايني له پاره هيلي زياتي وي، په خاصه توگه د سينيگالي ډيرکيو په منځ کي. ولسمشر راجاپاکسه او د هغه په مشرتوب د «متحدو خلکو د آزادۍ اتحاد» تر نامه لاندي ائتلاف په پارلماني ټاکنو کي اکثريت وگاټه.

ولسمشر په هغه وخت کي ژمنه وکړه چي په شمال او ختيځ کي به د لږه کيو ستونزي حل کړي. د جنگ د جنايتونو په پام کي نيولو سره، په خاصه توگه د شخړي په وروستي پړاو کي، تامليان د ډيرو مرگ ژوبلو او له خپلو سيمو څخه د شړلو او د هغوی په سيمو کي د ويجاړتياو له کبله سخت انديښمن ول. هغوی د عدالت غوښتنه وکړه او شک يې درلود چي آيا ولسشمسر به رښتيا هم خپله اعلان شوي ژمنه عملي کړي که نه او که هو، څرنگه؟

پراختيايي پروژي او د سياسي حق غوښتنه

پنځه کاله وورسته چي ولسشمر راجاپاسکه لا تر اوسه د قدرت واگي په لاس کي لري، په سريلانکا کي د وعدو او ژمنو بيلانس هغه څه نه دی چي تمه يې کېده. د «سريلانکا د سولي له ملي شورا» څخه چي يو غير حکومتي سازمان دی، د سولي څيړوندوی، جهان پيريرا وايي: «په سريلانکا کې د ډيرو خلکو له پاره په ژوند کي ښه والی رامنځ ته شوي دی. په خاصه توگه هغه چي د جنگ له سيمو يعني له شمال او ختيځ څخه دباندي اوسيږي، يعني د دي هيواد د سينگالي ډيرکيو له پاره. هغوی نور له حملو او بريدونو څخه ويره نه لري.»

بالمقابل په شمال او ختيځ کي که څه هم حکومت پراختيايي پروژې پيل کړي او په اقتصادي پراختيا او پانگه اچولو يي تکيه وکړه، خو د خلکو په ژوند کي د بدلون نښانه نه ليدل کيږي: «دا ځکه چي پوځ ډير فعال دی او د شمال او ختيځ ولاياتو په اداري چارو کي لاس وهنه کوي. ډيري ځمکي د پوځ له خوا د ملي امنيت په پلمه اشغال شوي دي. معنی دا چي ډير خلک له خپلو مېنو څخه کډه کيدو ته مجبوره شوي دي.»

جهان پيريرا دويچه ويله ته په خبرو کي وويل چي په شمال او ختيځ کي قدرت د پوځ په لاس کي دی. د سيمي اصلي اوسيدونکي هيڅ اختيار نه لري: «د ټاکنو ترسره کېدل يوه ستره او مثبته لاس ته راوړنه وه. خو دغو ټاکنو خپل ثمر نه ورکړ. دا يوازي کفايت نه کوي چي ټاکني وشي اواختيار د نورو په لاس کي وي. د سريلانکا مرکزي حکومت بايد د تاميل د خلکو استازو ته قدرت وسپاري.»

د سولي دغه څېړوندی زياتوي چي ډير تاميليان په ډيرو سختو شرايطو کي ژوند کوي: «لوږه د هغوی په منځ کي ډيره پراخه ده. خلک نه سر پناه لري او نه هم عايد.» د تاميل خلک وايي چي ملي پخلايني هغه وخت د حقيقت جامه اغوندي چي هغوی ته په سياسي ډگر کي حق ورکړل شي.

پخلاينه ناکامه شوې ده

څارونکي وايي: د تاميل خلک د حکومت له دې نظر سره موافق نه دي چي پراختيايي پروژي خلک سره نژدې کوي. تامليان اکثره هندوان او سينيگالي بودايان دي چي اړيکي يې يو له بل سره د ناباورۍ پر بنسټ ولاړي دي.

د سريلانکا د سولي له ملي شورا څخه، جهان پيريرا وايي: «سريلانکا لا تراوسه د تر جنگ وروسته زمانه کي پاته ده، چي د شخړي پر اصلي ريښو باندي کار شوی نه دی او د دې هيواد د ولسونو ترمنځ او دغه راز د تاميلانو او دولت تر منځ د اړيکو ټپونه لا تراوسه درمل شوي نه دي.»