1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د روسيې د اپوزيسيون مخکښ، نيمڅوف ووژل سو

نيمڅوف د جمعې د ورځي په ماښام کرملين ته نژدې پر يوه پله باندي ويشتل سوی او وژل سوی دئ. د روسيې جمهور رئيس پوتين ويلي دي چي د نيمڅوف وژنه «قراردادي» بڼه لري.

د روسي پر حکومت نامتو نيوکه کوونکی بوريس نيمڅوف دوې ورځي تر هغه دمخه وژل کيږي چي په مسکو کي ئې يو ستر لاريون په پلان کي لاره.

نيمڅوف کرملين ته نژدې پر عام سړک باندي د شا له خو څو مرمۍ ويشتل سوی او وژل سوی دئ.

د روسيې د کورنيو چارو وزارت يوې وياندي ويلي دي چي نيمڅوف له خپل يوه اوکرايني ملگري سره روان وو، چي نامعلومو کسانو د شا له خوا څلور مرمۍ ويشتلی دئ.

کرملين ته نژدې پر يوه پل باندي نيمڅوف ووژل سو

کرملين ته نژدې پر يوه پل باندي نيمڅوف ووژل سو



۵۵ کلن نيمڅوف د درو کوچنيانو پلار او د روسيې حکومت يو له سرختو مخالفانو څخه وو. هغه د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين يو له سرسختو نيوکه کوونکو څخه هم وو.

د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين وياند ديميتري پيسکوف ويلي دي چي جمهور رئيس پوتين د دغه قتل په اړه خبر سوی دئ، او د پيښي د هر اړخيزي څېړني لارښوونه ئې کړې ده.

پيسکوف د پوتين په حواله ويلي دي چي دغه قتل قراردادي بڼه لري. جمهور رئيس پوتين د نيمڅوف له کورنۍ او خپلوانو سره خپله غمشريکي ښوولې ده.

جمهور رئيس پوتين د خپل هيواد د کورنيو چارو وزارت او د دغه هيواد د کورنيو استخباراتو ادارې ته لارښوونه کړې ده چي په دې اړه د هراړخيزي څېړني واگي په خپله ونيسي.

د پېښي پر ځای د گلانو گېډۍ

د پېښي پر ځای د گلانو گېډۍ



نيمڅوف په اوکراين کي د اروپايي پلوه غورڅنگ ملاتړی وو. هغه هر وخت ويل، چي گويا د اوکراين د انقلاف بڅرکي به روسيې ته هم ورورسيږي. هغه په اوکراين کي پر جنگ باندي سختي نيوکي کولې.