1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

د روسيې او ايران تسليحاتي معاملې او پر نيابتي جگړې ئې اغېز

د روسیې خبري آژانس ریا نووستي د ایران او روسیې تر منځ د ستري تسلیحاتي معاملې خبر ورکړی دی. آيا کیدای شي د دوو هیوادونو د نظامي تړون په هکله خبره وشي؟

د ایران او روسیې تر منځ د وسلو د معاملو خبر په نړیوالو آژانسونو کې انعکاس موندلی. دلته موضوع په نظامي توگه د ایران د تقویه کیدو ده. او هغه هم په داسې شرایطو کې چې په سیمه کې نیابتي جگړه شیبه په شیبه خطرناکه کیږي.

سعودي عربستان او د فارس خلیج د څنډي هیوادونو په ښکاره ډول خپله پوځي بوديجه ډېره کړې ده او د خپل پوځي توان په زیاتولو یې پيل کړی دی. آیت الله خامنه ای، هم د خپل هیواد د نظامي بوديجې د زیاتیدو او هوایي ځواک د پیاوړتيا غوښتنه کړې ده.

ایران او روسیه د سیمي له مهمو متحدینو څخه شمیرل کیږي. مسکو او تهران د سیمي په ډيرو موضوعاتو، کړکیچنو او لانجو کې سره نزدي دریځونه لري، د هغو په جمله کې د سوریی کړکیچ د یادونې وړ دی، چې دواړه د بشارلاسد د رژ ملاتړ کوي. دغه ملاتړ په خاصه توگه په امینتې ساحه کې د مسکو او تهران ترمنځ درازوه پرانیستې ده.

د روسیی د خبري آژانس د ریا نووستي، د یو رپوټ له مخې روسيه پر ایران د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو تصمیم لري. د «تي۹۰» نومې ټانکونو، جنگي الوتکو او پوځي هیلکوپترو او د توپخانې د معاملې په هکله یادونه کیږي.

د روسیې په فیدرالي شورا کې د دفاع او امنیت کمېټې رئیس ویکتور اوزروف، د ریا نووستي خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو وسلو د خرڅلاو تړون، ښایي ایران ته د روسیې د پارلماني استازي د سفر په اوږدو کې لاسلیک شي.

نیابتي جگړه

د ایران او سعودي عربستان تر منځ تسلیحاتي رقابت د نیابتي جگړو په جریان کې زور اخیستی. هغه یوه جگړه چې لمن یې له یمن، عراق او بحرین څخه تر سوریې او لبنان پورې رسیږي او د مقابل لوري دواړه هیوادونه پر یو او بل په خپلو داخلي چارو کې د لاسوهنې او د اپوزیسیون د قوتونو د پیاوړي کولو تورونه لگوي.

د روسیې د RT په نوم خبري شبکې د بیلا بیلو هیوادونو د نظامي بوديجې په هکله په خپل رپوټ کې د سعودي عربستان، نظامي بودجه کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی دی. د سولي د څیړنیز انستیتوت یا سیپري، د ارقامو له مخې سعودي عربستان په تیر کال کې تر ۸۷ میلیارده زیات ډالر د خپل نظامي توان په پیاوړي کولو لگولي دي.

په دې ترتیب په تیر کال کې سعودي عربستان له امریکا متحدو ایالاتو او چین وروسته لوړه نظامي بوديجه درلوده.

باید وویل شي چې د روسیې په څیر د یوه هیواد پوځي بودجه په همدغه کال کې ۶۶ میلیارده ډالره وه او له عربستان څخه وروسته په څلورم ځای کې وو. متحده عربي امارات په همدغه کال کې د ۲۳ میلیارده ډالرو معادل په نظامي بوديجې درلودلو سره ۱۴ مقام درلود، په داسې حال کې چې د ایران نوم د لومړیو پنځلسو هیوادونو په ردیف کې چې زیاته تسلیحاتي بودجه یې مصرف کړې ده،  شامل نه دی.

لا تر اوسه د سیمې د هیوادونو د پوځي بوديجې په هکله دقیق ارقام نه دي خپاره شوي. خو له دغو شواهدو څخه انگیرل کیږي چې د سیمي د هیوادونو تر منځ تسلیحاتي سیالي په ۲۰۱۶م میلادي کال کې په شدت سره تعقیب شوی ده.

 له روسیې سره د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د پلورلو تړون سره البته که چیرې لاسلیک شي،  سعودي عربستان او د فارس خلیج نورو هیوادونو ته عملاً د ایران د ځواب په معنی ده.

خو د عصري جنگي وسایلو له پاره د ایران هڅې په دغه تړون پوری نه محدودیږي. په دې اړه کیدای شي له روسیې څخه د S-300 ډوله توغندیو رانیول او یا هم د ایران او چین تر منځ نظامي او تسلیحاتي معاملو ته اشاره وشي.

د روسیې له لوري ایران ته د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو د احتمالي خرڅلاو د خبر د خپریدو پر وخت، د ایران او چین تر منځ د نظامي همکاریو تړون د لاسلیکیدو خبر ورکړل شوی دي. په دې ترتیب ایران په دې هڅه کې دی چې د لویدیځ له خوا د جنگي وسایلو د رانیولو په برخه کې محدودیتونه له روسیې او چین څخه د وسلو په رانیولو سره جبران کړي.

د روسیې او ایران تر منځ د سیاسي نزدیوالي بهیر د سوریې د کړکیچ په ترڅ کې ډیر گړندی شوی دی. روسیې د اوکراین د کړکیچ د ترینگلي کیدو او له غربي هیوادونو سره د اړیکو د خړ پړ کیدو ترمخه د ایران له ښکاره ملاتړ څخه ډډه کوله او دې ته مایل نه وو چې له امریکا او اروپا سره د اقتصادي اړیکو گټې له ایران سره د معاملو او روابطو له کبله زیانمنې کړي. په همدې دلیل د روسیې ډېرو شرکتونو چې د هغې له جملې څخه لوک آیل دی، په ایران کې خپل فعالیتونه ختم کړل.

خو پر دغو احتیاطونو سربیره د دواړو هیوادونو یعنې ایران او روسیې تر منځ د اقتصادي او سیاسي مناسباتو لمن د پراخیدو شاهدان یوو. په ځانگړې توگه پر ایران باندې د اقتصادي بندیزونو پر مهال روسیې هڅه کوله چې په ایران او سیمه کې د خپل نفوذ لمن پراخه کړي.

DW.COM