1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د روستوک په پيښه کي څوک ملامت ول؟

د۱۹۹۲م کال د اګست په مياشت کښي د روستوک د اوسيدونکو او ښی اړخو افراطيانو يوې ډلي د دغه ښار د ليشتن هاګن يو بلاک محاصره کړ.

دغو افراطيانو د خارجيانو ضد شعارونه ئې ورکول، ډبري او اور اچونکي مواد ئې ورغورځول.

کله چي به د بلاک ښيښې ماتي سولې ، نو دوی به چکچکي پرکولې. د پناه غوښتونکو ددغه مرکزي ودانۍ يو پوړ په بل پسې اورونه واخيستل.

د دغه ښار د هغه وخت د بهرنيانو مسئول ولفگنگ ريشتر هم په دغه ورځ په دغه ودانۍ کښي وو.هغه وايي:

«کله چي به موږ له ودانۍ څخه دباندي کتل، چي هلته به په زرونو کسانو د تشدد ډک او دښمنانه احساسات څرګندول، او پر موږ ئې حملې کولې، نو څوک ويلای سي، چي دا ډیر يو خراب حالت وو. دوی نور نسوای کولای له فکر او تعقل څخه کار واخلي، او دا ورته بې تفاوته وه چي په دغه تعمير کښي تر ۱۰۰ ډير کسان سته، او کيدای سي، چي هغوی ټوله ووژل سي.»

د ليليې ودانۍ

د ليليې ودانۍ

خو د حيرانتيا خبره دا وه چي پر دغو ټولو خبرو سربيره څوک زخمي نسو. دوی دوې ورځي او شپې د پناه غوښتونکو د ليليې مخته اله ګوله جوړه کړه، او بيا وروسته حکومت عکس العمل ښکاره کړ، چي پنا غوښتونکي ئې د بسانو په واسطه له دغه ځای څخه بل ځای ته انتقال کړل.

تر دې وروسته په تعمير کي د پاته ويټنامي کارګرانو او پوليسو په مقابل کي کينه او دښمني نوره هم زياته سوه او کله کله به د پوليسو او اله ګوله کوونکو تر منځ سخت اخوډب پېښېدی. داسي هم پيښ سوي دي چي ۳۰ پوليس د ۳۰۰ اله ګوله کوونکو سره مخامخ سوي دي. د اله ګوله کوونکو د ملاتړ له پاره د ټول جرمني څخه نوي نازيان او نشنليسټان راغلي ول.

له نوو نازيانو سره عادي خلګو په دې وجه ملګرتيا وکړه، چي تر دې دمخه لا په سره دوبي کښي په سوو پناه غوښتونکي چي پکښي د رومانيا د جتانو کورنۍ هم وې، د ليليې د ودانۍ مخته په چمنانو کښي پراته وه.

دروغتيايي خدمتونو، کموډ او تشناب نه سته والي، چټلي او بد بويي رامنځته کړه. غلاوي ډيري سوې او دا ټوله کارونه د پخواني ختيځ المان په داسي يوه ښار، لکه روستوک کي رامنځته سول چي هر پنځم تن ئې بېکاره، او پر دولت باندي په قهر وو.

په ليليه کي اوسېدونکي پناه غوښتونکي

په ليليه کي اوسېدونکي پناه غوښتونکي

هغه وخت هم لکه نن دا پوښتنه موجوده وه، چي غه ډول يو عمل څرنګه رامنځته کيدلای سوای. د برلين د آزاد پوهنتون د راسيسټي تحقيقاتو د څانګي، پروفيسرهايو فونکه له پاره د هغه وخت تشدد د حکومت د بې کفايتۍ نتيجه وه:

«زما په نظر ښار، ولايت او تر يوه حده پوري دولت هم د روستوک د تشدد ډکو حالاتو ته اجازه ورکړه، او د اوضاع سره سم ئې عمل نه دئ کړی. په حقيقت کښي ددې اراده نه وه، چي تشدد دي پای ته ورسول سي. يوې يا بلي ادارې قصداً دغه حالت ته اجازه ورکړه.»

تر پيښي وروسته سياسي اقدامات هم کمزوري ول. ۴۴ اله ګوله کوونکو ته تر درو کالو پوري د حبس جزا ورکړل سوه. د روستوک ښاروال او د اړوند ايالت د کورنيو چارو وزير استعفا ورکړه.

خو دا تر اوسه پوري لا معلومه نه ده، چي څوک د پوليسو د خرابو او بې نظمو اعمالو مسؤل دي. د بلي خوا بيا ډيری په دې معتقد دي چي روستوک اوس له هغه څخه عبرت اخيستی دئ او هيڅ وخت به بيا داسي يوه پيښه پکښې رامنځته نسي.

ريچارد/محمد قاسم نوري
کتونکی: نجيب الله زيارمل