1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

«د رسنیو آزادي له گواښ سره مخامخ ده»

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په افغانستان کې خبریالانو د شته گواښونو په اړه یو نوی رپوټ خپور کړ. په دې رپوټ کې راغلي دي چې افغان خبریالان د حکومت او یاغیانو له پټکو سره مخامخ دي.

یوه افغان خبریال د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي دي: «والي راته د ټولو په مخ کې وویل چې ولي دې دغه رپوټ خپور کړی دی. زه به دې په زندان کې واچوم. ستا ژوند زما له پاره هیڅ نه دی؟»

دغه خبریال پر یوې افغاني پوځي اډې باندي د يرغل په اړه رپوټ جوړ کړی وو، چې دوه کسان پکښې وژل شوي ول. خبریال زیاته کړې ده: «له دغي پیښي دوولس یا دیارلس میاشتي تیري شوي دي، خو زه اوس هم کور ته د تگ پر مهال بيریږم.»

دغه خبریال د هغو ۳۰ نورو خبریالانو په ډله کې دی چې د بشري حقونو د څار سازمان د خپل وروستي رپوټ په اړه ورسره خبري کړي دي. دغه رپوټ د «راپور ورکول بند کړئ، که نه نو موږ به مو کورنۍ ووژنو» تر عنوان لاندي خپور شوی دی. په افغانستان کې د رسنیو د حقوقو مدافع سازمان «نی» هم د بشري حقونو د څار سازمان موندني تائید کړي دي.

د شمیرو له مخې په ۲۰۱۴م کال کې د ۲۰۱۳م کال په پرتله پر افغان خبریالانو باندي بریدونو ۶۴ سلنه ډېر شوي دي. په دې کال کې پر خبریالانو باندي د بریدونو ۱۲۵ پیښي ثبت شوي دي. پر دې سربیره په همدې کال کې په افغانستان کې اته افغان او دوه بهرني خبریالان وژل شوي دي.

په افغانستان کې پر خبریالانو باندي په ډیرو بریدونو کي ياغيان پړ بلل شوي دي. په واشنگټن کې له ویدرو ویلسن څیړنیز مرکز څخه د افغانستان د چارو کارپوه مایکل کوگیلمن، وايي: «طالبان غواړي چې خلکو ته د پاکستاني طالبانو په پرتله پرمختللي او منځلاري معرفي کړي. له دې کبله خبریالان هغوی ته یو گواښ دي.»

«پر موږ یوازي طالبان بریدونه نه کوي»

د بشري حقونو د څار سازمان په رپوټ کې پر افغان چارواکو باندي، ځکه نيوکه شوې ده، چې د خبریالانو په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

د نی سازمان مشر عبدال مجیب خلوتگر، له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي دي: «له ۲۰۱۱م کال راهیسي په افغانستان کې تر۴۰ زيات خبریالان وژل شوي دي، خو یوه پیښه هم د افغانستان د قضايي سیستم له خوا تعقیب شوې نه ده.»

په کونړ کې د دویچه ویله خبریال ځیرک زهین، هم د طالبانو او هم افغان حکومت له خوا له ستونزو سره مخامخ شوی دی. هغه تیر کال د طالب یاغیان له خوا له موټره د جاسوسۍ په تور کښته کړل شو، او څو ساعته دغي ډلي له ځانه سره وسات.

کله چې دغه افغان خبریال یاغیانو آزاد کړ، نو په سبا یې افغان استخباراتي کارکوونکو له هغه څخه په ساعتونو دا پوښتنه کوله چې ولې طالبانو آزاد کړی دی.

زهین وایي: «پر خبریالانو باندي هر اړخ شک کوي.» بل افغان خبریال سید عبدالله نظامي وایي: «پر موږ باندي د دې په خاطر چې خبريالانو يو، د جاسوسۍ شک کیږي. یوازي د طالبان له خوا نه، بلکي د د دولت له خوا هم خبريالان تر فشار لاندي دي.»

له ۲۰۰۲م کال راهیسي رسنیو په افغانستان کې د پام وړ پرمختگ کړی دی. خو افغان چارواکي اوس هم له دې حقیقت سره نه دي اشنا شوي چې افغانانو ته باید د خپلو کړنو ځواب ورکړي او د رسنیو له پوښتنو سره به مخامخیږي.

د دغه شان پټکو له کبله ډیر وخت افغان خبریان په خپله ځان سانسوروي. په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې خبریالان ډیر وخت د پټکو له کبله د حساسو موضوعاتو لکله اداري فساد، له ښځو او ماشومانو سره تاوتریخوالي په اړه رپوټونه نه جوړوي.

نوی افغان ولسمشر محمد اشرف غني، ژمنه کړې ده چې هغه به د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي. په رپوټ کې پر ولسمشر غني باندي غږ شوی دی چې پر خبریالانو باندي بریدونه وغندي، د مخنیوي له پاره یې اقدام وکړي، مسئول کسان وبیژني او محکمې ته یې معرفي کړي.