1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د رسنيو پرمختگ له گواښ سره مخامخ دی

په افغانستان کې د طالبانو رژیم تر ړنگیدو وروسته رسنیو ډیره وده کړې ده. خو اوس هم په دې برخه کې ډيري ستونزي موجودي دي. خبریالان وخت نا وخت وهل او گواښل کیږي. اوس د رسنیو په پرمختگ کي د خنډ په اړه اندیښنې را پورته شوي دي.

رسنې د یوه عصري ملت یو ستون وي. د دیموکراسي د یوه نه جلا کیدونکي ستون په توگه، رسنې باید د دولت پر فعالیتونو باندې څارنه وکړي. کله چې نړيوالو ځواکونو پر افغانستان باندي يرغل وکړ، رسني په ډیر خراب حالت کې وې.

په افغانستان کې ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، پر ټولو رسنیو بندیز لگول شوی وو. په دې موده کې په افغانستان یوازې د دغه رژیم راډیو چې «د شریعت ږغ» نومیده او د گوټو په شمار څو نورو رسنیو خپروني لرلې. طالبانو د میوزیک پر اوریدو او د تلویزیون پر خپرونو باندې بندیز لگولی وو. د هیواد د ارتباطاتو سکتور په بشپړه توگه ویجاړ شوی وو.

کله چې امریکایي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې طالبان له واکه گوښه کړل، په افغانستان کې رسنیو یو ځل بیا د پرمختگ پر لور حرکت پیل کړ. نړیوالې ټولنې د رسنیو بیا ژوندي کولو له پاره ډیرې پیسې مصرف کړې او په دې ترتیب سره د افغانستان د رسنیو له پاره د کار یوه نوې فضا رامنځ ته شوه.

نن چې په افغانستان کې د نړیوالي ټولني له حضور څخه ۱۲ کاله تیریږي، په دغه هیواد کې ۶۵ تلویزیونونه، ۱۷۴ راډیوگانې او په سوونو چاپې رسنې فعالیت کوي. په عین حال کې ۸۶ سلنه افغانان مواصلاتو ته لاسرسي لري. په عین حال کې افغان حکومت ادعا کوي چې اوس شاوخوا اته سلنه افغانان انترنت ته هم لاسرسي لري.

ډیر شمیر کسان په دې اند دي چې د افغانستان د رسنیو وده، د طالبانو رژیم تر ړنگیدو وروسته یوه ستره بريا ده. عادی افغانان هم اوس پر خپلو رسنیو باندې ډیر اعتماد لري. دا په داسې حال کې ده چې پر دولت او قضايي سیستم باندې د عادي افغانانو د اعتماد کچه دومره لوړه نه ده.

په ۲۰۱۳ کال کې د اسیا بنسټ له خوا تر سره شوي سروي پایلې ښي چې ۶۸ سلنه افغانان پر خپلو الکترونیکي رسنیو باندې اعتماد لري. دا په داسې حال کې ده چې په همدې سروې کې راغلي ول چې پر پارلمان او قضايي سیستم باندې د افغانانو د اعتماد سلنه ۴۷ او ۴۳ وه.

رسنۍ تر کليو په ښارونو کې ډیره اغېزه لري

که څه هم په وروستیو لسو کلونو کې رسنیو د پام وړ پر مختگ کړی دی، خو بیا هم په دې برخه کې ستونزي شته. د رسنیو اغېزه تر ډیره حده پورې ښارونو ته محدوده ده. د افغانستان په ښارونو کې ډیر شمیر خلک په اسانۍ سره کولای شي معلوماتو او بریښنا ته لاسرسي پیدا کړي.

خو په لیرو پرتو سیمو کې بیا وضعه په پشپړه توگه بل ډول ده. د اسیا بنسټ سروې ښيي چې په کلیو کې د رسنیو اغېزه ډیره نه ده او اوس هم په دې ځایونو کې سیمه ییزې شوراگانې تر بل هر ارگان ډیره اغېزه لري او همدغه شوراگاني د خلکو د معلوماتو اصلي سرچينې دي. دغه ستونزه تر ډیره حده پوري په دغو سیمو کې بنسټونو ته د خلکو د لږ لاسرسي او همداراز د سواد د کچې د کښته والي له کبله رامنځ ته شوې ده.

د اټکلونو له مخې په افغانستان کې نهه میلیون بې سواده وگړي ژوند کوي. په دې ترتیب سره افغانستان د نړۍ د هغو هیوادونو په قطار کې راځي چې د بېسوادۍ کچه پکښې ډیره لوړه ده. د رسنیو د نړیوالې ارزونې د مرکز د یوه رپوټ له مخې چې په ۲۰۱۲ کال کې خپور شوی دی په افغانستان کې چاپي رسنې ډیر لږ نقش لري.

افغانان خپل د معلوماتو ډیره برخه له راډیو گانو او تلویزیونو څخه ترلاسه کوي. اوس هم په افغانستان کې راډیو د معلوماتو اصلي سرچینه ده، ځکه د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایي ادارې د ۲۰۱۰ کال رپوټ له مخې ۶۰ سلنه افغانان په منظم ډول بیلابیلې راډیوگانې اوري. تر راډیو وروسته بیا په افغانستان کې تلویزیون ډیرو افغانانو ته معلومات رسوي. د همدې ادارې په رپوټ کې راغلي دي چې ۴۸ سلنه افغانان بیا په منظم ډول بیلابیل تلویزیوني چاینلونه ویني او له لارې یې د خپل هیواد په اړه معلومات تر لاسه کوي.

بهرنۍ مرستي

په افغانستان کې د رسنیو وده یو ستونزه هم لري، او هغه دا چې ډير شمیر رسنې تر ډیره حده پوري په بهرنیو مرستو پوري تړلي دي. په وروستیو لسو کلونو کې په میلیونو ډالر په دې موخه مصرف شوي دي چې په افغانستان کې خپلواکي رسنۍ رامنځ ته شي. یوازي د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالو پرمختیایي مرستو ادارې په دې برخه کې ۶۰ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.

یو شمیر کسان پر دغه وضعیت باندې نیوکه کوي او وایي چې له افغان رسنیو سره د ډیرو مرستو په پایله کې که څه هم ډیري راډیوگانې او تلویزیونونه جوړ شوي دي، خو بیا هم هغوی داسې یو پلان نه لري چې وشي کولای پر خپلو پښو باندې ودریږي او ډیر شمیر یې ښايي د نړیوالو مرستو تر بندیدو و نه شي کولای چې خپل فعالیتونه پر مخ یوسي.

د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستیتوت په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د رسنیو د ارزونې په اړه خپل رپوټ خپور کړ چې په راغلي وو چې د دې پر ځای چې مرستندویه هیوادونه د داسې رسنیو له رامنځ ته کیدو سره مرسته وکړي چې بیا وروسته یې د افغانستان اقتصاد له مالي لحاظه تمویل نه شي کړای باید مرستندویه هیوادونه د افغان رسنیو د تولید پر کیفیت او د داسې خپرونو پر جوړیدو تمرکز وکړي چې په پایله کې یې په ټولنه کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.

سیاسي منځگړیتوب

د افغانستان اساسي قانون په دې هیواد کې د بیان آزادي تضمینوي. د رسنیو د نړیوالې ارزونې مرکز په رپوټ کې راغلي دي چې افغان حکومت د اساسي قانون او رسنیو د آزادي قانون پر شتون سربیره هم په ځینو مواردو کې ځینې رسنې جریمه کوي.

د بیلگې په توگه په ۲۰۱۲ کال کې د ولسمشر کرزي ادارې هڅه وکړه چې پر رسنیو باندې ساحه تنگه کړي او هغه تر یوه حده پورې تر خپل کنترول لاندې راولي. دغې ادارې پر بهرنیو خپرونو باندې محدودیتونه وضعه کړل او د سرغړونو یو لوی نوملړ یې هم خپور کړ. پر دې سربیره د ولسمشر کرزي ادارې د رسنیزو شکایتونو یوه اداره هم رامنځ ته کړه چې د حکومت له خوا کنترولیږي. تر ډیرو نړیوالو او کورنیو نیوکو وروسته، بیا د کابل حکومت پریکړه وکړه چې په خپلو دغه اقداماتو کې یو څه بدلونونه راولي.

کارپوهان په دې اند دي چې په افغانستان کې د رسنیو د آزادی د کمولو هڅې د دې سبب شوي دي چې خبریالان او لیکوالان په خپله ځانونه سانسور کړي. د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه د بشري حقونو کارپوه ساري کووه، په دې اړه وایي: «اوس د پخوا په پرتله دا احساس ډیر دی چې حکومت غواړي رسنې کنترول کړي. له همدې کبله خبریالان ویره لري چې که پر حکومت باندې نیوکه وکړي نو هغوی به له ستونزو سره مخامخ شي.»

فزیکي گواښونه

په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې د ژورنالیستانو پر وړاندې د فزیکي گواښونو په اړه اندیښنې مخ په ډیریدو دي. اوس افغانستان د خبریالانو له پاره یو خطرناکه هیواد گڼل کیږي. د افغان ژونالیستانو د مصونیت کمیټې ویلي دي چې د ۲۰۱۳ کال په وروستۍ نیمایي کې لږ تر لږه ۳۵ خبریالان گواښل شوي دي.

له بلې خوا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو نېټې په را نژدې کېدو سره د خبریالانو د امنیت په اړه اندیښنې لا ډیرې شوې دي. دا یوازې طالبان او جنایت کاران نه دي چې ژورنالیستان گواښې، بلکې په ځینو مواردو کې دولت هم په ورته کار کوي.

د افغانستان رسنې د بیان د آزادۍ په برخه کې په نړیواله درجه بندي کې ډیر کښته مقام لري. په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان د بې سرحده خبریالانو له خوا په جوړ شوي نوملړ کې د ۱۷۹ هیوادونو په ډله کې ۱۲۸ وو.