1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د دويچه ويله نوی عمومي مشر وټاکل سو

د دويچه ويله نوی عمومي رئيس نن د جمعې ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۵) په برلين کي وټاکل سو. دغه خبره په برلين کي د راډيو تلويزيون شورا رئيس والنتين شميت وکړه.

Peter Limbourg, derzeitiger Informationsdirektor von ProSiebenSat.1 TV Deutschland, wird neuer Intendant der Deutschen Welle und Nachfolger von Erik Bettermann, dessen Amtszeit am 30. September endet.

Peter Limbourg wird neuer Intendant der Deutschen Welle

په برلين کي د راډيو تلويزيون د اوولس کسيزي شورا په راگيري کي د ProSiebenSat.1 تلويزيوني شبکې د معلوماتو اوسنی مدير ښاغلی پيتر ليمبورگ په ستر اکثريت سره د دويچه ويله د نوي عمومي رئيس په توگه وټاکه.

ليمبورگ په دغه رای اچونه کي ۱۴موافقي يوه منفي او دوې ممتنع رايي وگټلې او د ايريک بيترمن ځای ناستی به سي.

د ۶۸ کلن ايريک بيترمن دنده د روان کال د سپتمبر مياشتي پر ۳۰ نېټه پای ته رسيږي. هغه له ۲۰۰۱ کال راهيسي د آلمان د راډيو تلويزيون د نړيوالي شبکې مشري پرغاړه لرله.

د آلمان د راډيو تلويزيون د شورا رئيس والنتين شميت وويل: «د پيتر ليمبورگ په مشرۍ به دويچه ويله د څو رسنيز چوکاټ په سيستم کي نوره هم پياوړې او د نړيوالو رسنيو په برخه کي د آلمان حضور پياوړی کړي. هغه نه يوزاي په نړيواله کچه اوله درجه ژورناليست او په څو ژبو خبري کوي. بلکي د رسنيو د مديريت په برخه کي په ثبات رسېدلی مدير دی.»

نوی مشر غواړي د ژبو تنوع او رسنيو ته پراختيا ورکړي.

ايريک بيترمن ۱۲ کال د دويچه ويله عمومي مشر وو.

ايريک بيترمن ۱۲ کال د دويچه ويله عمومي مشر وو.

۵۲ کلن ليمبورگ د آلمان د راديو تلويزيون له شوار څخه مننه وکړه چي پر هغه باندي ئې دومره ستر اعتماد وکړ: «په راتلونکو کلونو کي موږ بايد په دې اړه چي نړۍ زموږ د هيواد په اړه څه نظر لري هغه چلينج دی چي زه به په خپل ټول قدرت سره ور وړاندي سم. د دويچه ويله خپروني زما د ځواني د وخت کله چي زه په خارج کي وم تجريبې راکړي. زه غواړم له خپلو همکارانو سره يو ځای د ژبو تنوع او څو رسنيزو خپرونو ته پراختيا ورکړم.»

پيتر ليمبورگ د عسکرۍ تر خدمت وروسته په ۱۹۸۷ کال کي د آلمان د بون ښار پوهنتون د حقوقو له پوهنځی څخه فارغ سو. هغه په ۱۹۸۸ او ۱۹۸۹ کلونو کي په بون او لندن کي د آلماني تلويزيوني خبري آژانس(DFA) سره ژورناليستي زده کړي وکړې.

تر ژورناليستي زده کړو وروسته هغه د آلمان د ديموکراتيک جموريت د لايپزيک په ښار کي د خبريال په توگه دنده پيل کړه. له ۱۹۹۰ کال څخه هغه د (DFA) خبري آژانس او SAT.1. ته له بروکسل څخه د اروپا او ناټو په اړه خبرونه ورکول.

په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ عيسوي کلونو کي هغه په برلین کي د Pool TV چي د خصوصي رسنيو يو شرکت دی د مدير په توگه کار پيل کړ. له ۲۰۰۸څخه تر ۲۰۱۰ عيسوي کاله پوري هغه د ۲۴ چينل د خپرونو عمومي مدير وو.

پيتر ليمبورگ دغه راز د آلمان په پارلمان کي د رسنيو د جايزې د هيئت رئيس دئ. په بون کي زېږېدلي پيترليمبورگ په روم، پاريس، آتن او بروکسل کي لوی سوی دئ. هغه واده کړی دئ او د درو اولادونو پلار دئ.