1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د دريمي نړۍ د کړکېچ له پاره د المان کړنلاره

د المان حکومت غواړي چي له کړکېچ سره د مخامخ شوو دولتونو، لکه سوماليا، سوډان او افغانستان د سملاسي ستونزو په وړاندي د غبرګون له پاره يوه نوې کاري قوه وګوماري.

په برلين کي د المان کابينې نن پريکړه وکړه، چي په راتلونکې کي دي د نړۍ په هغو دولتونو کي چي له ستونزو سره مخامخ دي د المان د حکومت د اوسنيو اړوندو اجرايي چارو څخه دباندي «کاري قوې» وګومارل شي، چي اړوندو ستونزو ته د حل لاري چاري پيدا کړي.

ويل شوي دي چي حکومت به هڅه وکړي، چي له زور زياتيو سره جوخت د کړکېچونو مخه پخوا ترهغه چي رامنځ ته شي، ونيسي.

د المان کابينې په دې اړه د يوې کړنلاري پريکړه وکړه، چي په څپڅپاندو دولتونو کي څه ډول چلند وشي. د المان د دې پريکړي هدف هغه هيوادونه دي چي هلته مرکزي حکومتونه کمزوري دي او خپلي دولتي دندې سمي سرته نه شي رسولای.

د المان د خبري آژانس د رپوټ له مخي د حکومت په دغه کړنلاره کي چي د «بهرنۍ پاليسي» په نامه ياده شوې ده د څينو بې ثباتو هيوادونو نومونه پکښې اخيستل شوي دي.

دا هيوادونه چي پينځه افريقايي هيوادونه ئې په سر کي راځي. عبارت دي له سوماليا، کانګو، سوډان، چاد او زيمبابوې څخه. تر دوی وروسته افغانستان، هايتي، يمن او عراق راځي.

پر دې نوې کړنلاره باندي د المان د ائتلافي حکومت ګوندونو، مسيحي ديموکرات، سوسيال مسيحي او ليبرال ديموکرات موافقه وکړه.

د بهرنيو چارو وزير، گيدو وستر ويله د حکومت له دوو نورو وزيرانو سره په يوه گډه خبري غونډه کي وويل، چي د ايتلافي حکومت په تړون کي د « څپڅپاندو دولتونو» پر موضوع باندي دمخه لا اصولي موافقه شوې ده.

وستر ويله يادونه وکړه چي د «څپڅپاندو دولتونو ستونزه وار په وار پراخيږي او وخت په وخت بايد پر هغو باندي بحث او خبري وشي.» هغه زياته کړه چي په دغو دولتونو کي يوازي پوځي، ديپلوماتي او پرمختيايي مرستي کفايت نه کوي، چي د هغوی ستونزي حل کړي.»

پر دې نوې کړنلاره باندي د المان ائتلافي حکومت موافقه وکړي.

پر دې نوې کړنلاره باندي د المان ائتلافي حکومت موافقه وکړي.

د المان د دفاع وزير، توماس ديميزير د بهرنيو چارو د وزير خبرو ته په اشارې سره وويل:«البته ځيني حالات شته چي کيدای شي پوځي اقدام د امنيت په راوستلو کي مرسته وکړي. خو دا هم ښکاره ده چي بهرني سرتيري هيڅکله د ثبات په ټينگښت کي په يوازي سره مرسته نه شي کولاي.» د دفاع وزير يادونه وکړه:«له پرمختيايي مرستو پرته امنيت راتلای نه شي او پرته له امنيته پرمختيا نه شي راتلاي.»

د بهرنيو چارو وزير وستر ويله د برلين په خبري کنفرانس کي وويل، چي د نړۍ د هغو دولتونو چي بنسټ ئې له کمزورۍ سره مخامخ دئ او يا د ړنگيدو په حال کي دئ، د صنعتي او صادرونکو هيوادونو، لکه المان ته يوازي د بحث له پاره علمي موضوع نه ده، بلکي هغو ته د امنيت له پاره «سختي پايلي» لرلای شي.

وسترويله خبرداری ورکړ چي «په بې ثباتو دولتونو کي د حکومتونو د کمزورۍ له امله د تروريزم او نشه توکو او وسلو د قاچاق له پاره دراوزه پرانيستله کيږي.»

د المان د بهرنيو او د دفاع چارو وزيرانو دواړو دا خبره وکړه چي د يو بهرني ماموريت له پاره د اړوندو هيوادونو کلتور پسمنظر بايد په پام کي ونيول شي.

د المان د دفاع وزير، ديمزير په دغه مطبوعاتي کنفرانس کي دا هم وويل چي «ډيری وخت داسي گومان کيږي چي گواکي د دولتونو ثبات او د حکومتونو ثبات سره يو شي دي، حال دا چي داسي نه ده.» هغه د عربي نړۍ پاڅونونو ته اشاره وکړه او وئې ويل:«ټولنيز ثبات» د يوه دولتي ثبات له پاره پريکړنده اهميت لري.

Dpa/عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل