1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د درسدن د انساني ناورين ۶۷ کاليزه

د ۱۹۴۵ کال د فيبرورۍ د مياشتي پر ۱۳ نېټه د شپې پر لسو بخو د آلمان د درسدن پر ښار باندي داسي بمبارد وسو چي په درو دقيقو کښي ئې د ښار درې پر څلورمه برخه له خاورو سره خاوره کړه.

په دغه شپه څو ساعته وروسته بیا د بریدونو یوه بله لړۍ پیل سوه چي پکښي شاوخوا ۲۰ زره انسانان له منځه ولاړل.

تاریخ پوهان اوس په دې اړه بحثونه سره کوي چي آیا دغه پوځي بریدونه ضروري ول چي د درسدن تاریخي ځایونه دي له منځه یوسي.

دغه ښارته د ښکلو تاريخي آبداتو د درلودلو له کبله د البې د فلورینس لقب ورکړل سوی وو. ددغه ښار خرابېدلو د آلمان ناسیونال سوسیالیزم ته یوه سخته ضربه ورکړه.

په آلمان کي هر کال دغه ورځ په درسدن کي د کلیسا د زنګونو په وهلو سره لمانځل کیږي. خو د ۱۹۹۸ کال راهیسي له دغي غمیزي څخه یادونه تر سيوري لاندي راغلې ده. دا ځکه چی ښی اړخه افراطیون له هغه راهيسي په همدې مناسبت غونډي جوړوی، تر څو د هولوکاوست په پېښه کي د آلمان پر مسئولیت سترګي پټي کړي.

د ښی اړخه افراطیونو پر ضد د کاتوليکي او پروتستانتي کلیساوو راهبانو هم خپل مخالفت ښودلی دئ. دوی اعلان وکړ چي د تېرکال په نووامبر کي د نوو نازیانو له خوا پر خارجیانو باندي د وژنو هدفي بریدونه د دې سبب سوې چي سږکال باید له دغه ښار څخه د باندي هم خلک د ښی اړخه ترهګرۍ پر ضد ښکاره دریځ ونیسي.

پر درسدن باندي د بمباریو له کالیزي پنځه ورځي وروسته یعني د فبرورۍ پر اتلسمه نېټه هم یوه بله مظاهره پر لاره اچول کیږي چي په هغې کي سیاستوالو، صنفي اتحادیو او کلیساګانو ته د ګډون بلنه ورکړل سوې ده.

خو د هغو په مقابل کی به د نازیانو له خوا کومه مظاهره تر سره نه سي. د کارپوهانو په نظر د دوی په منځ کي هم اوس دونه يووالی نه دئ موجود. دوی باید د ورستیو قتلونو تر افشاکېدلو وروسته له ځانونو څخه دفاع وکړي.

اوس په جرمني کي د ان پې ډې په نامه د ښی اړخه افراطیونو د ګوند د منع کېدلو په اړه تاوده بحثونه روان دي.

مرسيل/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل