1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د دارالامان د ماڼۍ بیارغیدل او نوې هیلې

د دارالامان ماڼۍ چې په ۱۹۲۰م کال کې د امان الله خان په دوره کې جوړه شوې، د کورنۍ جګړې په اوږدو کې په کنډواله بدله شوې وه. اوس د افغانستان حکومت غواړي چې د پارلمان نوې ودانۍ ته څیرمه دغه تاریخي ودانۍ بیا ورغوي.

په کابل کې د دارالامان شاهي ماڼۍ چې د کورنیو جګړو یو له خورا پیژندلو شوو نښو څخه ده او د کلونو راهیسې ورته پاملرنه نه وه شوې، اوس یو ځل بیا رغول کیږي. په داسې حال کې چې افغان ځواکونه له وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې ښکیل دي، د هیواد پایتخت وخت نا وخته د بمي چاودنو شاهد وي، او اقتصادي وضعیت هم د دغې ماڼۍ په شان خراب دی، د دغې تاریخې ماڼۍ رغول خلکو ته هیلې ورکوي.

د دغې ماڼۍ د بیارغونې چارې د ولسمشر اشرف غني لخوا په مې میاشت کې پیل شوې. د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر سادات منصور نادري په دې هکله وویل چې دولت هیله مند دی چې دغه تاریخې ماڼۍ به چې د هندوستان لخوا د افغانستان د نوي پارلمان ودانۍ په خوا کې پرته ده، د سیلانیانو د راتګ او د حکومتي ادارو په مرکز بدل شي.

د اوس لپاره دغه هدف ډیر ناشونی ښکاري. د بیارغونې د چارو ښه بیلګه اوسمهال د بشپړې رغونې لپاره د دې سیمې چمتو کول دي. په روانه اونۍ کې ناردي چې له ماڼۍ یې لیدنه کوله، د رویترز خبري اژانس ته وویل: «دغه ډله کارکونکي چې په دې ماڼۍ کار کوي، دوی شاوخوا ۱۰۰ تازه فارغ شوي زده کونکي دي.»

۲۰ سلنه مېرمني

هغه وویل: «د تخینکي انجنیرانو له ډلې څخه چې تاسې یې دلته وینئ ۲۰ سلنه یې میرمنې دي.» په داسې هیواد کې چې د ښځو لپاره مناسب کاري فرصتونه ډیر محدود وي، د بیارغونې دغه چارې چې د بهرنیو هیوادونو په مالي تمویل ترسره کیږي، د بیارغونې دغه چارې د ځوانو فارغانو لپاره یوه ښه بیلګه ده.

Afghanistan Wiederaufbau Darul-Aman-Palast (Reuters/M. Ismail )

ساختماني انجينراني


ساختماني انجینرې، ۲۴ کلنه صوفیه چې په دې وروستیو کې د کابل له یوه خصوصي پوهنتون څخه فارغه شوې ده او په ځای کې د څلورو میاشتو راهیسې کار کوي وویل: «دا یوه تاریخې ماڼۍ ده او زما لپاره دا یوه نوې تجربه ده.»

هغه همدا راز وايي چې د بیا رغونې دغه لړۍ زما لپاره ډیره په زړه پورې ده، ځکه چې د ځوانو انجنیرانو او په ځانګړې توګه د میرمنو لپاره د یوې عادي ساختماني پروژې په پرتله دلته ډیر توپیر او د کار خپلواکي شتون لري.

هغې وویل: «د یوې نوې ودانۍ په پرتله د دې تاریخې ماڼۍ د بیارغونې چارې ډیر توپیر لري او د ټولو لپاره دغه کار یوه نوې تجربه ده.» هغه زیاتوي چې موږ دله نوې تجربه ترلاسه کوو او همدا راز خپلو زده کړو ته عملي بڼه ورکوو.

د هغې په وینا په افغانستان کې خلک میرمنو ډیر ارزښت نه ورکوي، خو موږ په دې کار سره خلکو ته خپله وړتیا او ځواک ښیو ترڅو خلک ووینې چې موږ هر کار کولای شو.

د جګړې پایلې

دغه شاهي ماڼۍ چې د شاه امان الله خان په شاهي دوره کې په ۱۹۲۰م کال کې په اروپايي بڼه د کابل په یوه څنډه پر یوه غونډۍ رغول شوې او بیا وروسته د جګړې په کلونو کې د بمونو له امله ډیر ویجاړ شوی دی. د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته د بهرنیو هیوادونو د مالي مرستو ترڅنګ دغه په مرمیو لګیدلې ودانې ته هیڅ پاملرنه ونه شوه. د دې ودانۍ پر دیوال یوه لیکنه داسې وایي: «دا د جګړې پایلې دي. په دې هکله فکر وکړئ.» نادري وايي چې د دې ماڼۍ د رغونې لپاره له بهرنیو شرکتونو لخوا وړاندیز ته انتظار یو چې کیدای شي کابو ۲۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راشي.

هغه وايي چې موږ د نورو جنګ ځپلو هیوادونو له تجربو زده کړه کوو او د دې کار د پای ته رسیدو وخت تر اوسه نه دی معلوم. هغه زیاتوی چې په دې هکله انجنیران خپله لومړی سروې کوي ترڅو د دې ودانۍ د زیان کچه معلومه شي ترڅو موږ و پوهیږو چې څومره کار او بسپنې ته اړتیا لري.

سونیا علی زاده د دې پروژې یوه له ځوانو انجنیرانو څخه ده، هغه په دې هکله وايی: «دلته د انجونو یوه ډله په ډیره لیوالتیا او علاقه مندي سره کار کوي. موږ هیله مند یو چې په هیواد کې سوله، سوکالي او پرمخت راشي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.06.2015):

DW.COM