1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د خوست ماشومان د بې وزلۍ له امله شاقه کارونه کوي

که څه هم د تيرو لسو کالونو راهيسي افغانستان ته د بيارغوني او د خلکو د ژوند د کچي د لوړوالو په موخه په ملياردو ډالره نړيوالي مرستي رسېدلی. ولي بيا هم خلک په سختو اقتصادي ستوونزو کي ژوند کوي.

«په افغانستان کښي ډيری ماشومانو ته د کور سرپرستي ور پاته ده»

«په افغانستان کښي ډيری ماشومانو ته د کور سرپرستي ور پاته ده»

خوست يو له هغو ولايتونوڅخه دى ، چي د مرکز په ګډون يې په لرو پرتو ولسواليو، کليو او بانډو کي زيات شمېر اوسيدونکي او په ځانګړې توګه تنکي ماشومان د کورنيو د حلالې روزۍ د لاسته راوړلو په موخه ، بېلابيل درانه او شاقه کارونو کوي.

نږدې هره ورځ د خوست ښار پر واټونو ګڼ شمېر ماشومان ترسترګو کيږي، چي په بېلابېلو درنو کارونو اخته وي.

نوراغا د خوست په ښار کي هغه ماشوم دى، چي د خپلي لس کسيزي کورنۍ د سرپرستۍ چارې يې په غاړه لري، او په ښار کي د لاسي ګاډۍ په مزدورۍ ، د خپلي کورنۍ اړتياوې پوره کوي.

نوموړي المان ږغ را ډيو ته وويل، د ښار په يوه کرايي کور کي ژوند کوي او د څښاک د اوبو نه نيولې د کورنۍ د اړتيا وړ ټول توکي په پيسو اخلي.

دې ته ورته ګڼ شمېر نور کوچني ماشومان هم د ښار په بېلابېلو برخو کي درانه کارونه کوي. پدې کي ډېر هغه ماشومان دي، چي يو شمېر د ښونځی د دويم او دريم ټولګۍ زده کونکي دي او ځيني يې بيا داسې دي ، چي د کورنيو ستونزو له امله د زده کړو پريښودلو ته اړ شوي.

په همدې حال کي د خوست ولايت د کار او ټولنيزو چارو ريئس کمال الدين ځدراڼ هم په دغه ولايت کي د ماشومانو په وړاندي شته ستونزه پرځاى بولي.

نوموړي المان غږ راډيو ته وويل، چي د اوس وخت لپاره پوره امکانات په لاس کې نه لري، خو په وينا يې په راتلونکي کي به پر يو داسي پلان کار وکړي،چي له مخه يې د ماشومانو ستونزې تر يو بريده هواري سي.

کمال الدين ځدراڼ د معلولينو،معيوبينو او په تيره بيا د ماشومانو د روزلو لپاره د پوهني وزارت او د مرستندويه موسيساتو څخه غوښتنه وکړه،چي د ماشومانو لپاره دي داسي لاري چاري برابري کړي،چي له يوې خوا ماشومان د درانو او شاقه کارونو څخه حلاص شي او له بلي خوا ماشومان د زده کړو له حق څخه بې برخي پاته نه سي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل