1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د خوست زندان بندیان پر عدلي ارګانونو نیوکه کوي

د خوست د مرکزي محبس يو شمېر بندیان وايي چې د زندان چارواکي ورسره ښه چلند کوي، خو د عدلي ارګانونو مسوولین یې دوسیې په سمه توګه نه څیړي. په همدې حال کې د دې ولایت د استیناف محکمې مشر دغه نیوکه په کلکه ردوي.

یادښت: انځور د بګرام د زندان دی.

د خوست ولایت مرکزي محبس د خواجه متون تپې په شمالي څنډه کې پروت دی. په دغه زندان کې ټول ټال ٥١١ بنديان ساتل کيږي، چې په کې ٢٩٨ سياسي او ٢١٣ جنايي بنديان شامل دي.

د دغه محبس یو شمیر زندانیانو له دویچه ویله سره په خبرو کې د محبس د مسوولينو له چلند څخه رضایت څرګند کړ. خو ډیر شمیر زندانیانو له عدلي او قضايي ادارو څخه سر وټکاوه او ادعا یې وکړه چې له دوى سره د دوسيو د څیړنې پر مهال بې انصافي شوې ده.

دیرش کلن قاري عزت خان، د دغه محبس یو تن سیاسي بندي دی. محکمې هغه ته د اتو کلونو بند سزا اورولې ده. عزت خان وایي: «پر ما باندې د بمونو ښخولو تور لګول شوى دی او دوه کاله کيږي چې په زندان کې یم.» عزت الله خان باید شپږ نور کلونه هم په زندان کې تیر کړي چې د خپل بند موده بشپړه کړي.

د عزت خان په خبره لومړنۍ محکمې ورته د يوه کال بند جزا ټاکلي وه، خو د استيناف محکمې بیا د هغه سزا اتو کلونو ته لوړه کړه.

يو بل سياسي بندي چې نه يې غوښتل نوم يې په رسنیو کې خپور شي وویل چې په څلورو کلونو بند محکوم شوی او یو کال وروسته یې د بند موده بشپړیدونکې ده. هغه ادعا وکړه چې ديني عالم دى او د خوست د علي شيرو په ديني مدرسه کې يې د حفظ درس ورکاوه. دغه وګړی وایي چې يوه ورځ بهرنيو او افغان ځواکونو پر هغې مدرسې باندې عمليات وکړل چې ده په کې درس ورکاوه او بیا یې دې زندان ته واستوه.

دی له بهرنیو څخه خوښ دی او وایي چې ورسره یې ښه چلند کړی دی خو په عین حال کې ادعا کوي چې افغان چارواکو ورسره په څارنواليو او محکمو کې زیاتی کړی دی. د ده په خبره دی پرته له کوم ثبوته په څلور کلونو بند محکوم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خوست د استيناف محکمې مشر قضاوت پوه مولوي عبدالتواب، پر محاکمو باندې د خوست محبس د بنديانو ټولې نيوکې په کلکه رد کړې او ویې ویل چې حاضر دی د ټولو هغو کسانو دوسيې چې دغه شان ادعاګانې یې کړې دي رسنيو ته وړاندې کړي. هغه ویلي دي چې په دوسیو کې د هغوی د جرمونو ټول جزيیات راغلي دي او دا خبره ښيي چې له دغو کسانو سره هیڅ ډول زیاتی نه دی شوی.

ويل کيږي چې د خوست په محبس کې د افغانستان د سويل ختيځ زون په کچه تر ټولو ډېر بنديان ساتل کیږي. د دغه محبس عمومي مدير ډګروال روح الله کريمي، دویچه ویله ته وویل چې په دغه زندان کې د بندیانو له پاره د ژوند ډېرې اسانتايوې په پام کې نیولې شوې دي. د خوست په زندان کې سپورتي ميدانونه او د درس نهه ټولګي هم جوړ شوې دي.