1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د خليج په هيوادونو کي نوي مينځي

د افريقا، هند او ختيځي آسيا د هيوادونو ډيری اوسيدونکي د ښه ژوند موندلو لپاره بهر ته تللي دي...

د کورنيو خدمتګارو ستونزه يوازي په سعودي عربستان کي نه، بلکي په نورو هيوادونو کي هم سته

د کورنيو خدمتګارو ستونزه يوازي په سعودي عربستان کي نه، بلکي په نورو هيوادونو کي هم سته

يوه له هغو سيمو څخه چي د کار پيدا کولو موخه ده او په زرهاوو ښځي او نارينه يې په ځان پسي کش کړي دي، منځنی ختيځ په تيره بيا سعودي عربستان او د خليج نور هيوادونه دي، چي ډيری کسان د کار د موندلو او له بېوزليتوب څخه د تيښتې د يواځيني امکان په توګه هلته ورځي.

د خليج په هيوادونو کي ټول1,5مليونه تنه د خدمتګارو په توګه کار کوي. ناوړه چلند د دوی د ډيرو لپاره ورځنۍ چاري ګرځېدلي دي.په ځينو حالاتو کي دوی حتي وژل کيږي.

يوه کينيايي چې له مرګ څخه ژغورل سوې ده وايي، «زه نوې د کار لپاره دلته راغلې وم. زه نه پوهيدم چ ي د کور م ې رمن ي زه تر څلورم پوړه څارلې وم. ما غوښتل هلته مينځل س وي کالي هوار کړم. ما دا نه وه ليدلې او نه پوهيدم ، چ ي څوک په پټه راپس ې دي او غواړ ي، چ ي ما له برنډې څخه لاند ي وغورځو ي . پوهيږۍ څ ه وايم؟ ناببره م ي احساس وکړ ی، چ ي ټيل وهل س وم او څو ثانيې وروسته لاند ي پرته وم. تر دې بيا ناوړه د ا ، ول وروسته له هغه چي زه يې له برنډې څخه لاندې وغورځولم، چيغ ي يې کړې ... مړه س ه... مړه س ه... يوا زي د خدای له مهربانۍ نه زه ژوندۍ پات ه س وم، ځکه زه د اوبو په ډنډ کې لويدلې وم.»

فاطمه عثمان چې 26 کاله عمر لري، او کينيايي ده، دغه شيبه هيڅ هم نسي هيرولای. د دغې پيښې له کبله دا د ټول عمر لپاره معيوبه سوه او د نورو مرستي ته اړتيا لري. اوس دا د خپلي کورنۍ د غړو په مرسته ژوندکوي. دې يو کال مخکي په کينيا کي خپله کورنۍ د کار په لټه پرې ايښې او سعودي عربستان ته تللې وه. دې غوښتل، چي له دې لارې په کينيا کي له خپلي کورنۍ سره مالي مرسته وکړي. د دې پر ځای چې دا وکړای سي له خپلي کورنۍ سره مرسته وکړي، د درملني پيټی دوی پر خاورو کښېنولي دي.

د حقونو د نړيوالي ساتونکي ټولني د څېړني له مخه په سعودي عربستان کي يو نيم مليون نجوني په کورونو کي په کار بوختي دي. د دوی له ډلي څه نا څه 900 زره تنې د فاطمې عثمان په برخليک اخته دي. له دې امله د بشري حقونو ساتونکي ټولني د رياض له حکومت څخه غوښتنه کړې، چي د کار نوی قانون تصويب کړي.

د دې ټولني د المانۍ څانګي څخه کريستوف وايي، د کورنيو خدمتګارو ستونزه يواز ي په سعود ي عربستان ک ي نه، بلک ي د نړۍ په نورو هيوادونو او تر ټولو مخک ي په کويټ ک ي هم س ته. سعود ي عربستان د سيم ي يوازن ی هيواد نه دی ، چ ي ډير ي کورنۍ خدمتګار ي پک ښي س ته، بلک ي سعودی عربستان د هغو هيوادونو له ډل ي څخه دی ، چ ي له انسان ي حقونو څخه دفاع پک ښي لږ وده کړ ې ده.»

په سعودي عربستان کي ډيرو خدمتګارو ښځو کومه ځانګړې روزنه او زده کړه نه ده کړې او نه په عربي ژبه پوهيږي. د بشري حقونو مدافعانو ته دا په دې معنا ده چي لا هم بايد ډير کارونه وسي.

نينسی ويوا/ سهيلا حسرت نظيميکتونکی. زيارمل