″د خليج هيوادونو مرستو په پاکستان کي يوه جهادي شبکه چلوله″ | آلمان او نړۍ | DW | 22.05.2011
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

"د خليج هيوادونو مرستو په پاکستان کي يوه جهادي شبکه چلوله"

يوې پاکستانۍ ورځپاني د ويکيليکس په حواله ليکلي چي د سعودي عرب او متحد عربي هيوادونو څخه خيريه مرستي ، په پاکستان کي يوه داسي شبکه چلوي چي کوچني ماشومان د جهاد په موخه راجلبوي.

دغه سند د ۲۰۰۸ کال په نومبرکي په لاهور کي د امريکا د متحده ايالتونو د قونسلګرۍ پوځي اتشې براين هنټ ورکړی وو

دغه سند د ۲۰۰۸ کال په نومبرکي په لاهور کي د امريکا د متحده ايالتونو د قونسلګرۍ پوځي اتشې براين هنټ ورکړی وو

د پاکستان د ډاون ورځپاڼه ليکلي« ويکيليکس د امريکي ډيپلوماتيکو اسنادو په اساس وايي ، چي د خليج هيوادونو لخوا د پاکستان په پنجاب ايالت کي د جهاد له پاره د جلبونکي شبکې سره تقريباً هرکال کابو سل مليونه ډالره مرستي کېدې.

د ويکيليکس په خبره دغه سند د ۲۰۰۸ کال په نومبرکي په لاهور کي د امريکا د متحده ايالتونو د قونسلګرۍ پوځي اتشې براين هنټ ورکړی وو. سند د سيمه ييزو حکومتي چارواکو او غيري حکومتي کړيو سره په خبرو اترو ولاړ دی.

په دې سند کي راغلي چي دغو سرچينو ادعا کوله چي د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو د خيريه ټولنو څخه راتلونکي مرستي په قوي احتمال سره د دغو هيوادونو د حکومتونو په مستقيم ملاتړ سره ترسره کيدلې.

کله چي د دې راپور په اړه د سعودي عرب د بهرنيو چارو د وزارت وياند اسامه نوغالي وپوښتل سو، هغه وويل:« د سعودي عرب حکومت د لومړي سره په يوه اعلاميه کي ويلي ول چي موږ د ويکيليکس پر راپورونو تبصرې نه کوو. ځکه سعودي عرب د دې راپورونو مسوول نه دی او موږ ددې پر اصليت شک لرو.»

سعودي عرب، د امريکا د متحده ايالتو او پاکستان سره په گډه په اتيايمو کلونو کي د شوروي اتحاد پر ضد د افغان مجاهدينو په کلکه ملاتړ وکړ او ددوی سره يې هر ډول مرستي وکړي.

د هغه وخت راهيسي جګړه ماري او سخت دريځي کرار کرار په ټوله سيمه کي خپره سوه او وسله والو د پاکستان شمال لويديځو قبايلي سيمو ته چي د افغانستان سره شريکه پوله لري، حرکت وکړ.

وروسته تر هغه چي د القاعدې د ترهګري شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان پلازمېني ته نژدې پيدا او ووژل سو د پاکستان او امريکا اړيکي ډيري خرابي سوي دي.

افرطيت په پاکستان کي ژوري ريښي لري.

کارپوهان وايي ، په دې موخه چي په پاکستان کي د افراطيت مخه ونيوله سي بايد حکومت د خلکو اقتصادي وضعي ته پاملرنه وکړي. د ويکيليکس په خپرونو کي راغلي چي د پنجاب شبکه د بې وزلۍ څخه په ګټه پورته کولو سره هڅه کوي ماشومان راجلب او بيا يې د روزني له پاره کمپونو ته استوي.

په بربنډو سوو اسنادو کي زياته سوې، چي سعودي عرب په پاکستان کي د سخت دريځو ديني مدرسو سره مرستي کوي تر څو دوی بيا ماشومانو ته د مذهبي افراطيت، د غيري مسلمانانو سره د نفرت او د لويديځ او پاکستاني حکومت ضد فلسفه ور زده کړي.

ډاون ورځپاڼه د راپورونو په اساس زياتوي چي هغه ماشومان چي عمرونه يي د ۸ او ۱۲ کلونو تر منځ وي، د دي کار له پاره مناسب ګڼل کيږي.

آژانسونه/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM

اړوند مطالب