1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د خارجي عسکرو وتل ۱۹۸۹ او ۲۰۱۴

د افغانستان څخه د شوروي عسکرو د وتلو وروسته پدغه هيواد کي تاوتريخوالي د کورنۍ جگړې په بڼه ادامه پيدا کړه. د شورويانو د وتلو څخه ۲۵ کاله وروسته افغانان د ناټو د وتلو وروسته وخت ته فکرمند دي.

د افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ۲۵ کاله پوره سول. کله چي وروستی شوروي عسکر د افغانستان د خاوري څخه ووت نو په افغانانو کي خوښۍ او هيلي ډيري زياتي وې. لکه د کابل ۶۱کلن ښوونکی احمد چي وايي: «کله چي روسان د افغانستان څخه ووتل نو خلک ډېر خوشاله ول. موږ فکر کاوه چي د اوس څخه به موږ په کال کي دوه اختره نه بلکه درې اختره لرو، چي موږ به يې ولمانځلای سو. موږ خو داسي تصور نه کاوه چي موږ ته بدبختۍ په انتظار دي. کله چي افغانانو يو د بل د سرونو په وهلو پېل وکړ نو بيا موضوع بدله سوه.»

د شوريانو په وتلو سره چي افغانان څومره خوشاله ول، هغه د دې څرگندويي کول چي د شورويانو په وړاندي د هغوی کرکه څومره زياته وه. شوروي د ۱۹۷۹م په کرسمس کي و افغانستان ته د خپلو عسکرو لېږد پېل کړ. دغو ځواکونو د افغانستان د هغه وخت د کمونست پلوه رژيم د ملاتړ دنده درلوده. د هغه وروسته د رامنځ ته کېدونکي جگړې له کبله افغانستان په خرابو بدل سو او د يو نيم (۱،۵) مليون افغانانو د وژل کېدو تر څنگ تقريبا پنځه نيم (۵،۵) مليونه هجرت ته مجبوره سول.

« د ملگرۍ د پل» د لاري

د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ د مياشتي په ۱۵ مه نېټه د افغانستان څخه د وتونکو وروستيو شوروي عسکرو انځورونه په ټوله نړۍ کي خپاره سول. دغه انځورونه « د ملگرۍ د پل» ول چي ورباندي وروستي شوروي عسکرو د ازبکستان د ترمذ پر لور افغانستان خوشي کړ. گيونتر کنابه د آلمان ږغ لپاره تر مخه د جنيوا د خبرو اترو راپورونه ورکړي ول. کنابه د شوروي عسکرو د وتلو په هکله وايي: « دا د خوښۍ يوه خبره وه او هر چا داسي هيله درلوده چي اوس به افغانان خپل سرنوشت پخپله وټاکلای سي.»

خو د افغانو هيلي بې بنسټه وې. د جنيوا د تړون امضا کوونکو هيوادونو امريکا او پاکستان دا خبره واضحه کړه چي هغوی به بيا هم د مجاهدينوسره مرستو ته دوام ورکړي. د جنیوا پر تړون افغانستان او شوروي اتحاد هم لاسليک کړی ؤ. له بل اړخه ماسکو هم تر ۱۹۹۲م کال پوري د محمد نجيب الله افغان رژيم سره خپلي مالي او تسليحاتي مرستي جاري وساتلې. د نجيب الله رژيم هغه وخت راوپرځېدی کله چي ماسکو ورسره خپلي مرستي بندي کړې.

محتاج کابل ـ پخوا او نن

د شوروي عسکرو د وتلو څخه ۲۵ کاله وروسته اوس د ناټو عسکر هم د افغانستان څخه د وتلو په درشل کي دي. په افغانستان کي د شوروي او ناټو ځواکونو تر منځ د زياتو فرقونو باوجوده گډ ټکي او گډ عبرتونه موجوده دي. دا د هغه برسېره چي په افغانستان کي د شوروي عسکرو شتون په نړيواله توگه غندل کېدی او ناټو قواوي د نړيوال ماموريت په ترڅ کي افغانستان ته تللي دي.

د شوروي عسکرو د وتلو وروسته حالاتو په ډول اوس به هم د ناټو ځواکونو د وتلو وروسته د کابل حکومت بهرنيو مرستو ته اړ وي. يوه لويه او مهمه پوښتنه دا ده چي ايا د کابل حکومت بېله بهرني پوځونو بقا درلودلای سي که نه. که هو نو به يې دغه بقا څومره ميعاد ولري؟

گيونتر کنابه هم د افغانستان د چارو د هغو صاحب نظر کسانو څخه دی چي د کابل د حکومت د راتلونکي په هکله زيات خوشبينه ندی. کنابه وايي: « کله چي د ايساف په څېر د تاوتريخوالي د کمولو قوتونه نور موجوده نه وي، نو بيا به د افغانستان آزاد خياله او ترقي غوښتونکي يوازي پر خپل ځان متکي وي. دا چي دوی به د توندلارو په وړاندي د لاس ته راوړنو څخه دفاع وکولای سي، پدې هکله زه شک لرم.»

د افغانانو زياته سوې مرگ ژوبله

ايساف د ځان په هکله وايي چي په ټوليزه توگه يې ۳۵۰ زره افغان پوليس او عسکر د امنيتي دندو د په غاړه اخيستلو لپاره روزلي دي. په دغو کي يو څو مېرمني هم شاملي دي. خو دغه موضوع يو تاريک اړخ هم لري. د آلمان د پارلمان د يو راپور په اساس په ۲۰۱۳م د وژل سوو افغانو امنيتي کسانو شمېر ۴۶۰۰ او پدې توگه د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات ؤ.

د ملگرو ملتونو په راپور کي بيا راغلي چي په ۲۰۱۳م کال د وژل سوو ولسي افغانانو شمېر ۳۰۰۰ ؤ چي پدې توگه پکښي د ۲۰۱۲م کال په پرتله د ۷ فيصدو زياتوالی راغلی دی. په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د دفتر د اټکل له مخي د وژنو د زياتېدو يو لامل و افغان ځواکونو ته د افغانستان د بعضو سيمو سپارل کېدل دي ولي چي پدغو سيمو کي د قدرت تشه رامنځ ته سوې ده.

د افغان ملي اردو کمزورياني

د افغان کارپوهانو د نېټ ورک سره تړاو درلودونکی، توماس روټيگ هم د افغان ملي اردو څخه د امنيت ساتنې په تړاو زیاتي هيلي نه لري. د افغانستان د چارو دغه آلمانی کارپوه وايي: « د افغان ملي اردو تر ټولو لوی پرابلم په هغه کي دنني اختلافات دي. له يوه اړخه دغه پوځ په قومي لحاظ توازن او انډول نه لري. له همدې کبله زيات وخت داسي پيښيږي چي افغان عسکر د خپلو کورنيو سيمو څخه دباندي داسي منطقو ته ولېږدول سي چيري چي خلک هغوی ته د پرديانو په سترگه گوري.»

توماس روټيگ د داسي يوې پيښي په هکله خبره کوي چي وای د باور وړ عيني شاهد څخه يې اورېدلې ده. د نوموړي په وينا په نژدې وخت کي په هلمند کي په يوه پيښه کي زياته ولسي مرگ ژوبله رامنځ ته سوه کله چي « افغان امنيتي چارواکو په پټو سترگو شاوخوا ډزي پېل کړې.»

روټيگ وايي چي د افغان اردو يوه بله ستونزه د عسکرو تر منځ د مجاهدينو د وختو پخوانۍ وفادارۍ دي چي د شک په وختونو کي ښايي د دولت سره تر وفادارۍ ډيري قوي وي. روټيگ يوه بله ستونزه دا په گوته کوي چي اجيره افغان اردو په دوامداره توگه د نوو عسکرو جلبولو ته اړ وي ولي چي زیات عسکر خپل قراردادونو نه تمديدوي. د افغانستان د چارو دغه آلمانی کارپوه وايي چي په عسکرو کي غېرحاضري او تېښته د افغان اردو يوه بله ستونزه ده.

په افغانستان کي د اداري فساد او اختلاس زياتوالی هم د افغان حکومت لپاره يو لوی پرابلم بلل کيږي. روټيگ او کنابه دواړه پدې نظر دي چي اختلاس په افغانستان کي د يو پياوړي دولت د رامنځ ته کېدو په لاره کي يو لوی خنډ دی.