1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د جگړې قربانيان: هغوی هيڅ مجاهدين نه ول

د افغانستان حکومت، جهادي مشران او یو شمیر گوندونه هر کال د ثور اتمه د جشن په توگه لمانځي او دغه ورځ د مجاهدینو د بریا د پیل په توگه يادوي، خو د دغه ورځ پایلې د ټولو افغانانو له پاره یو شان نه دي.

This photo shows the members of an Afghan family who are still suffering from the 1990s Civil war among Mujahedin fighters in Kabul. Davoud (right) the older son of Nooria lost his leg in a mine explosion, while Rajab (left) the younger brother is the only child of eight who survived from a rocket hit. Afghan Mujahedin captured the capital Kabul on 28th April 1992 and ousted the communist regime. After that, the civil war began among rival Mujahedin groups; Copyright: DW/H. Sirat

Afghanistan Kriegsopfer

د کابل ښار اوسیدونکې نوریه (مستعار نوم) چې د نویمي لسیزي په کورنۍ جگړو کې یې خپل خاوند له لاسه ورکړی دی او د جهادي ډلو تر منځ جنگونو کې یې دوه زامن معیوب شوي دي، د ثور له اتمي څخه بل ډول تعبیر لري.

هغه چې ټول بدن یې ریږدي، د لکړي په واسطه د ونۍ تنې ته ډډه لگوي، تر څو د هغې په خپله وینا د ژوند د «بدبختیو» کيسې وکړي. نوریه اوږده ساه کاږي او د جگړې د مخه ورځو یاد تازه کوي.

هغه ورځي چې نوریې او کورنۍ یې په کابل کې آرام او هوسا ژوند درلود. «د ماشومانو پلار د اره کشۍ په ماشین کې کار کاوه. کوچنيان مې د څلورمې کارتې په ښوونځی کې شامل کړل. هغوی زده کړي کولې. هیلې مې لرلې، خو ټولې له خاورو سره خاوري شوې.»

دغه کورنۍ د کرایې په یوه زاړه کاله کې شپې او ورځې سبا کوي. نوریه وایي، دومره څوک نه لري چې کور يې ور گل کړي. دیوالونه یې د نړیدو په حال کې دي.

د مجاهدینو هر کلی

د نوریې هغه ورځ په یاد ده چې جهادي ډلي کابل ته ورننوتې، د دغه کورنۍ غړي د نورو کابلیانو په شان د مجاهدینو هرکلي ته ور وتلي ول، د بریا چغي یې وهلي او د مجاهدینو لاسونه یې ښکل کړل. نوریه وایي چې لږ موده نه وه تیره شوې چې وضعه گډوډه شوه. کوڅې په سنگرونو بدلي شوې او جگړې ځنې هر څه واخیستل.

اوس د دغي زیات عمر لرونکي میرمني، چې د کابل د جگړو د پیښو ژوندۍ شاهده ده، د جهاد او مجاهدینو په اړه نظر تغیر کړی دی: «موږ بهرنيان نه وو چې پر موږ یې برید وکړ. هغوی هیڅ مجاهدین نه ول. د څه شي مجاهدین ول؟ کوم پردی یې واواژه؟ موږ له کوم بهرني هیواد څخه راغلي وو؟ هغوی درواغ وایي.»

د افغانستان کورنۍ جگړه د په زرو وگړو د مرگ ژوبلي سبب سوه

د افغانستان کورنۍ جگړه د په زرو وگړو د مرگ ژوبلي سبب سوه

نوریه وایي چې د ثور اتمي هغې ته دوه معلولین، فقر او «در په دري» ور په برخه کړه. د نوریې مشر زوی داود، هغه وخت خپل یو لاس او پښه له لاسه ورکړل، چې پسونه يې د څر له پاره بېول.

دواد وایي: «کله چې پر سد شوم و مې لیدل چې په روغتون کې یم. ډاکټرانو راته وویل چې لاس دي زخمي دی او پښه دې پرې شوې ده. کله چې مي پښې ته وکتل په رښتیا چې پښه مې نه وه.»

دغه کورنۍ اوس له ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان ده. داود وایي چې اوس په یوه ورکشاپ کې د شاگرد په توگه کار کوي او د خپلو اولادونو له پاره یو څه روزي گټي. هغه وایي: «اوس رهبران حتی د تباه شوو خلکو احوال هم نه اخلي.»

«زما څخه یې ماشومتوب واخیست»

د دغه کورنۍ دوهم اولاد رجب، د جگړو په ورځو کې د ماشومتوب خوږ ژوند تیراوه. خو حتی جگړې له هغه څخه د بازيو فرصت هم واخیست.: «موږ ماشومان وو او څو تنو په یوه ځای کې ژوند کاوه. زموږ په منځ کې راکټ ولگید او د اتو تنو له ډلي څخه یوازې زه ژوندی پاته شوم.» رجب د تداوۍ له پاره آلمان ته یوړل شو. هغه وایي که درملنه یې نه وای شوی، نو بله پښه یې هم له لاسه ورکوله.

د معلولیت له کبله بېوزولۍ او لاس تنگۍ له رجب څخه هغه هیلې او ارزوگانې اخیستي دي چې ده په ماشومتوب کې لرلې. هغه اوس نشي کولای چي په یوه پښه کار وکړي.

رجب اوس هیڅ کومه بوختیا نه لري. هغه د ورځې له خوا کوټه سنگي ته ځي، چي د موبایلونو د خرڅلاو له لاري د خپل ژوندانه لگښتونه پوره کړي. دغه کورنۍ وایي، هر ځل چې کله په رسنیو کې د ثور د اتمې د لمانځنې خبر اوري، نو د جگړې، بدبخیتو او د وژنو ورځي ور یادیږي.

د نوریې کورنۍ یوه له هغه په زرونو کورنیو څخه ده چې اوس هم په نویمه لسیزه کې د مجاهدینو تر منځ د کورنۍ جگړې له تاثیراتو څخه کړیږي. په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د کمونیست پلوه دولت تر سقوط وروسته مجاهدین کابل ته ننوتل، خو لږه موده وروسته په کابل ښار کې د مجاهدینو د بېلو بېلو ډلو تر منځ جگړه پيل شوه، چې د کابل د ډېرو ښاریانو د مرگ او اجباري کډوالۍ سبب وگرځیده.