1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د جگړې افغان قرباني له نورو سره د مرستي په لټه کي

نصير احمد، لا ماشوم وو چې په افغانستان کې پر یوه ماین وخوت او خپله پښه یې له لاسه ورکړه. اوس هغه په آلمان کې د بدن مصنوعي غړي جوړول زده کوي څو په خپل هیواد کې له معیوبینو سره مرسته وکړي.

د نصيراحمد پر شونډو مسکا ده، که څه هم هغه په افغانستان کې خپله پښه له لاسه ورکړې ده، خو اوس په آلمان د دې چانس لري چې خپل آرمان پوره کړي او له نورو سره مرسته وکړای شي.

دغه ۲۵ کلن ځوان اوس په آلمان کې د اورتوپیدي انجینري په برخه کې زده کړي کوي، څو وکولای شي د خپل ځان په شان نورو افغان معیوبینو سره د بدن د مصنوعي غړو په جوړولو کې مرسته وکړي.

هغه د آلمان کسل ښار ته نژدې په یوه کالج کې وویل: «زه په جگړه کې لوی شوم.» نصير اته کلن وو چې په کابل کې خپل کور ته نژدې د لوبو پر مهال پر یوه ماین وخوت او خپله پښه یې له لاسه ورکړه. هغه وویل: «زما چپه پښه له ورانه څخه قطع شوه او د ښی پښې زنگون مې هم سخت ټپي شو. په هغه وخت کې په افغانستان کې ډېره سخته جگړه وه.»

دغه ځوان په ماشومتوب کې د یوې پښې نه لرل ډیره ستونزه نه گڼله خو هغه وايي چې د عمر په زیاتیدو سره یې ستونزي هم ډېري شوې: «کله چې سړی ۱۷ کلن او یا هم ۲۰ شي نو معیوبیت ورته ډیر ستونزمن کار وي. نور هلکان ډیر کارونه کوي چې ته یې نه شې کولای.»

رويتر د نذير احمد د زده کړو مسئول دئ

رويتر د نذير احمد د زده کړو مسئول دئ



نظیر وايي چې په ۲۰ کلنۍ کې یې یووار بیا دا حقیقت چې معیوب دی ومانه. شپږ کاله مخي آلمانۍ مرستندویه موسسې «ماشومان موږ ته اړتیا لري» هغه آلمان ته راوست څو خپله لومړۍ مناسبه مصنوعي پښه ترلاسه کړي.

هغه وايي: «همدا وخت ما پریکړه وکړه چې دغه مسلک زده کړم او له نورو سره مرسته وکړم. زه خپل هیواد، خپل خلک او د هغوی اړتیاوي پیژنم.»

خو هغه باید د یوې روزنیزي دورې د موندلو له پاره ډیر انتظار ایستلی وای. نصير وايي: «سړی چې معیوب وي نو کار موندل هم اسانه نه وي.»

هغه اورتوپیدیست چې د نصير پښه يې جوړه کړې وه، د هغه اړیکه له یوه بل همکار سره ټینگه کړه. الف روتر، د هغه شرکت مشر دی چې نصير اوس کار او زده کړې پکښې کوي.

هغه وايي: «کله چې سړی د نصير کیسه اوري نو بې تفاوته نه شي پاتیدای. کله چې ما د هغه د ژمنتیا په اړه واوریدل نو راته روښانه وه چې زه به هغه په کار گومارم.»

نصير وایي چې تر ټولو لویه ستونزه یې د کار اجازه ترلاسه کول ول، خو کله چې چارواکي په دې خبره پوه شول چې هغه به د خپلو زده کړو تر پوره کولو وروسته بیرته افغانستان ته ستون شي، نو ده ته یې د کار کولو اجازه ورکړه.

نصير د خپلو زده کړو په بدل کې پیسې نه ورکوي او د ژوند لکښتونه هم د اعانې پیسو په واسطه ورکول کیږي. هغه د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر میاشت کې خپلي زده کړې پیل کړي دي.

د سره صليب نړیواله کمیټه په افغانستان کې له معیوبینو سره مرستي کوي او په افغانستان کې د بدن مصنوعي غړو جوړولو اووه مرکزونه لري. یوازي تیر کال دغه سازمان ۱۳۰۰ نوي معیوبین په خپلو پروگرامونو کې شامل کړي دي.

نصير وایي چې اوس هم په افغانستان کې جگړه روانه ده او ډیرو معیوبینو ته مرستي نه رسيږي. هغه زیاتوي چې د بیلگې په توگه په افغانستان کې معیوبینو ته د بدن جوړیدونکي مصنوعي غړي ډیر وزن لري.

هغه وایي: «دا زما خوب دی چې له افغانانو سره مرسته وکړم. هغه کسان چې ښه پښه هم لري د چکسونو په مرسته پر لار روان وي. هغوی مرستي ته اړتیا لري چې وکولای شي سم حرکت وکړي.»

د نصير روزنه به په ۲۰۱۷م کال کې پای ته ورسیږي. هغه وایي چې نه غواړي تر هغه وخته پوري افغانستان ته ولاړ شي، ځکه د دې خطر شته چې بيرته به آلمان ته راستون نه شي.