1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د جون په مياشت کې د صنعتي هېوادونو غونډه جوړيږي

د آلمان په هايليگندم نومي ښارگوټي کې د اتو واړو صنعتي هېوادونو غونډه د لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل په وينا يو ښه چانس دی تر څو د نړيوالو ستونزو په اړه په گډه خبرې وشي.

آلمان دا مهال د جي اته ډلې مشري په غاړه لري

آلمان دا مهال د جي اته ډلې مشري په غاړه لري

په برلين کې مېرمن مېرکل د يوې حکومتي بيانيې په ترڅ کې زياته کړه چې د جي اته نومې ډلې غونډه د صنعتي او نورو مهمو هېوادونو دپاره ښه موقع ده تر څو د نړيوالو پوښتنو په اړه بحث وکړي. مېرکل دغه ټولنه د نړيوال کېدنې پروسې ته د انساني څېرې ورکونې يو ښه پلاوی وباله او زياته يې کړه چې د آلمان حکومت د خلکو وېرې جدي بولي، خو مظاهرې بايد سوله يزې وي. آلمان دا مهال د جي اته ډلې مشري په غاړه لري. مېرکل د خپلې مشرۍ اوه اساسي ټکي ياد کړل، لکه د اقليم ساتنه، نړيوال بازارونه او له افريقې سره پرمختيايي مرستې.