1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د جورج بوش له رژيم سره د کولين پاول محاسبه

دعراق پرضددامريکادمتحده ايالتونواودهغوۍ دپلويانودجگړې اصلی دليل داؤچی، دصدام حسين تر مشرۍ لاندی عراق ډله ايزی وژونکی وسلې لری اودصدام حسين حکومت ددې توان لری چی په ۴٥ دقيقو کی دډله ایزی وژنې وسلې جوړی کړی.

دامريکادمتحده ايالتونودبهرنيوچارودوزارت پخوانی وزيرکولين پاول

دامريکادمتحده ايالتونودبهرنيوچارودوزارت پخوانی وزيرکولين پاول

دنړۍ اکثريت هيوادونو دجورج ډبليوبوش نوموړې ادعاته په شکمنه سترگه کتل اودجگړې مخالف ؤ. سره لدې هم دامريکامتحده ايالتونواودهغوۍ پلويانودعراق پرضدجگړه پيل کړه اودصدام حسين رژيم يی نسکورکړ.
دامريکادمتحده ايالتونودبهرنيوچارودوزارت پخوانی وزيرکولين پاول اوس دعراق دجگړې حقيقت وايی:
» مادجاسوسی مؤسسودغلطومعلوماتوپربنسټ، په کلکه په عراق کی دډله ايزی وژنې دوسلواخطارورکاوه.«