1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د جنرالانو پر ضد زړور مبارز

د شفافیت نړیوال سازمان د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۸مه) خپله کلیزه ولمانځله. نړیوال شفافیت خپله سږنۍ جایزه انګولایي ژورنالیست، رافایل مارکوویز ته ورکړه چې په خپل هیواد کې د اختلاس پر ضد مبارزه کوي.

دغه سازمان شل کاله مخکې په برلین کې د نړیوال بانک د هغه وخت منیجر، پیتر ایګن له خوا تأسیس شو. هغه غوښتل له دې سره په نړیواله سطح د اختلاس او اقتصادي خپلوۍ پالنې پر ضد مبارزه وکړی.

د انګولا د خلکو د آزادي بخښونکي غورځنګ MPLA، د واکمن ګوند پوځي جنرالانو خپل جیبونه د دغه هیواد د تیلو له پیسو څخه ډک کړي دي او هغه هم په هانګ کانگ کې د تش په نامه شرکتونو چې یوازې پوستي آدرس لري.

د انګولا د ولسمشر مرستیال د خپل کور د شخصي نوکرانو معاشونه د «سونانګول» په نامه د تیلو له دولتي شرکت څخه تر لاسه کوي. د انګولا د ولسمشر، خوزې اداواردو دوز سانتوز، کورنۍ د څه د پاسه یو میلیارد ډالرو په ارزښت شتمنۍ لري.

مارکوویز: «په پرتگال کې دغه عصري ودانۍ د انگولایي جنرالانو دي»

مارکوویز: «په پرتگال کې دغه عصري ودانۍ د انگولایي جنرالانو دي»

ژرونالیست رافایل مارکو ویز، په خپل هیواد انګولا کې د اختلاس پر ضد د مبارزې له پاره دغو قضیو ته محوري ارزښت ورکړی دی. مارکوویز چې د رژیم سرسخت انتقاد کوونکی دی، په دغې مبارزې کی هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

انګولا د نړیوال شفافیت د اختلاس په لست کې ۱۵۷ ځای لري چې له دی سره د نړۍ د شلو سخت اختلاس گرو هیوادونو له جملې څخه شمیرل کیږي. ژورنالیست رافایل مارکوویز چې ۴۲ کاله عمر لري وایي چې د هغه په هیواد کې اقتصادي خپلوۍ پالنې ژورې ریښی غځولي دي:

«له کلونو راهيسي وینو چې په انګولا کې څرنګه د اختلاس لمن پراخه شوې ده او د خلکو ورځنی ژوند یې تر خپل اغیز لاندې راوستی دی. حتی خلک اوس داسې فکر کوي چې اختلاس د ژوند یوه عادي برخه ده. هغوی فکر کوي چې دا عادي کار دی چې سړی یو حکومتي مقام په اختیار کې ولري او د دولت خزانه لوټ کړي.»

د اختلاس پر ضد مبارزه کې د مارکوویز پیاوړې وسله د هغه انټرنیټي پاڼه ده چې «ماکا انګولا» په نامه یادیږي. «ماکا» د انګولا له یوې محلي ژبې، کیم بوندو څخه اخیستل شوی چې د «ستونزې» په معنی ده. په خپلې انټرنیټي پاڼه کې دغه ژرونالیست د تورو پیسو د سپینولو، غیر قانوني حوالو او دغه راز د اقتصادي خپلوۍ پالنې په هکله رپوټونه خپروي. هغه سره د ژورنالیستانو یو ټیم چې په انګولا او یا هم په اروپا او امریکا کې او سیږي مرسته کوي:

د انگولایي خبریال او بشري حقونو د مدافع وکیل مارکوویز لیکول شوی کتاب

د انگولایي خبریال او بشري حقونو د مدافع وکیل مارکوویز لیکول شوی کتاب

«زما د کار موخه دا ده چې ټولنه له واقیعتونو څخه خبره کړم او د هغو کسانو کارونه تر څارنې لاندې ونیسم چې د هیواد مشري پر غاړه لري. اختلاس ته قانوني چوکاټ ورکول، یو جنایت دی، نن وي او که سبا د انګولا قضا باید د دې هیواد سیاستوالو ته سزا ورکړي.»

خو په اوسني وخت کې مارکوویز، خپله په خپل هیواد کې د محکمې پر وړاندې درول شوی دی. د حیرانتیا خبره دا ده چې هغه د اختلاس په قضیو کې د څیړنی په خاطر تر تعقیب لاندې دی. د انګولا دولت حتی تر اروپا پورې دغه ژرونالیست تر تعقیب لاندې نیولی دی. کله چې په پرتګال کې د هغه کتاب خپور شو، نو نهو انګولایي جنرالانو پرهغه باندې په یوې پرتګالۍ محکمه کې د دروغو ویلو او وژلو ته د بلنې ورکولو توررونه ولګول. خو پرتګالۍ محکمې داسې شواهد او اسناد ونه موندل چې دغه ژورنالیست دې ملامت کړای شي، نو د هغه دوسیه ضبط شوه.

د شفافیت نړیوال سازمان په برلین کې د خپلی شلمی کلیزی په مناسبت دغه انګولایي ژرونالیست ته خپله سږنۍ جایزه ورکړه.