1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د جمهوری رياست د كانديدانو كمپاين پیل شو

په افغانستان كې د انتخاباتو خپلواك كميسيون نن جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ته د كانديدانو انتخاباتي كمپاين د يو خبري كنفرانس په ترڅ كې په رسمي توګه اعلام كړ.

default

دغه انتخاباتي مبارزه چې دوه مياشتې دوام كوي كانديدان كولى شي د انتخاباتو د قانون سره سم خپلې انتخاباتي مبارزې ته دوام وركړي .

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د چارواكو د وينا له مخې د انتخاباتي مبارزې په لومړې دوره كې دغه موده څلويښت ورځي وه خو داچې په دې برخه كې زياتې غوښتنې وې ترڅو دغه موده دوه مياشتوته وغزول شوه.

په دې دوره كې د كانديدانو دوه پړاوونه تنظيموي چې يوې مالي چاري او بل هم مبارزاتي چارې دي . كه چيري په دې موده كې كوم كانديد د قانون څخه سرغړونه وكړي ، د شكاياتو د اوريدو كميسيون ته معرفي كيږي او د هغوى د نوم تر حذفولو سزاګانې وركول كيدى شي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي چې د انتخاباتي مبارزه لپاره ځانګړي ترتيبات نيول شوي دي . په تيره بيا په دغه مهال د رسنيو كميسيون نقش هم ټاكونكي دي . د قانون له مخې ټولو كانديدانو ته په مساويانه توګه حق وركول كيږي چې راډيو ، تلويزيون او ورځپانو له لارې خپلې تګ لاري وړاندې كړي.

دغه راز ښاغلي نو ر جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ته د كانديدانو د انتخاباتي مبارزې په څارنې ټينګار وكړ او وې ويل چې د ولس مشر حامد كرزي په ګډون چې دا مهال يو كانديد دې ټولو ته په ي و ه سترګه كتل كيږي .

جمال كوټوال

کتونکی: يحيی وردک