1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

«د جلال آباد د زيتونو باغ په کنډواله بدلیږي»

په جلال آباد کې د زیتونو باغ چې د هډې فارم ته څیرمه د کانال په دریم او څلورم بلاک کې پروت دئ، د سمیو د خلکو په وینا د اوبو د کموالي، د هغه د ونو د وهلو او د چارواکو د بې غورۍ له کبله د له منځه تلو په لور روان دئ.

هغوی وایي چې د دغه باغ حاصلاتو، افغانستان خو پریږده د نړۍ په سطح نوم درلود. د دغه باغ زیتون پخواني شوروي اتحاد ته صادریدل.

حسین ګل چې په نوموړي باغ کې له اتو کلونو راهیسې باغبان دئ وايي: «دغه باغ مخکې له دې ډیر لوی وو د وخت په تېریدو سره ئې ډیرې ونې ووهل شوې. اوس ئې ساحه خورا کمه شوې ده.»

حسین ګل د اوبو له کموالي څخه شکایت لري او وایي: «پخوا دغه باغ له نهر څخه خړوبیده. اوس دغه نهر وچ شوی دئ. اوس دغه باغ په پمپ خړوبیږي چې دا ورته بسنه نه کوي. بریښنا په اونۍ کې یو یا دوه ځلي راځي نو ځکه دغه پمپ د ونو د اړتیا وړ اوبه نه شي پوره کولای.»

د سیمې نور ځایي اوسیدونکي هم د حسین ګل خبره مني او د حکومت مسئول چارواکي ګرم گڼي. یو تن چی د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبرې کولې وویل: «اړوند چارواکي د دغه باغ پروا نه لري. که چیرې د هغوی بې غوري همداسې دوام وکړي، نو دا باغ به یوه ورځ په کڼدواله بدل شي.»


 
د جلال آباد د زیتونو باغ د افغانستان د سولې او د امن د کلنو د سمسورتیا  سمبول دئ. د جلال آباد  د زراعت استاد شاه محمود، د دې باغ تاریخي پسمنظر ته په اشارې سره وایي: «هغه مهال چې ډاکتر وکیل د کرهنې وزیر وو دغه باغ په نړیواله کچه دریم مقام درلود.»

هغه زیاتوي چې جګړو او زور زیاتیو د ننګرهار د نورو سمسورو سیمو په څير د زیتونو باغ هم سخت ټپي کړی دئ. د زراعت دغه کارپوه وایي چې که چیرې له دغه باغ څخه لږ ساتنه هم شوی وای نو کیدای شوای چې دغه باغ په اوسني ناخوالي وضعیت کې نه وای. استا شاه محمد زیاتوي: «زیتون یو پايښت لرونکی نبات دئ. خپل صفت ژر له لاسه نه ورکوي او په خورا آسانۍ سره خپل لومړني حالت ته رسیدلاي شي.»

د کانال عمومي رئیس انجینر زیارت ګل، دا مني چې د زیتونو باغ د ویجاړیدو له گواښ سره مخامخ دئ. خو هغه عام وګړي چې د «عامه مصالحو» په ارزښت نه پوهیږی یو د هغو لاملنو څخه ګني چې د زیتونو باغ او نور داسې باغونه ئې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

انجینر زیارت گل وایي: «هغه کسان چې د دغه باغ ونې پرې کوي او د سون د موادو په توګه ورڅخه کار اخلي هغوی تر ټولو ګرم دي.» 

هغه دا کار یو «جرم» ګڼي او په خبره ئې حکومت باید دغه کسان له قانونی لحاظه تعقیبب کړي. انجنیر زیارت ګل وایي چې دولت غواړي دغه باغ بیا ورغوي.

دا په داسې حال کې ده چې جلال آباد د چاپیریال فعالیین وایي چې دا د کانال لومړنۍ باغ نه دئ چې د له منځه تللو په حال کې دئ بلکې د هغوی په خبره یو شمير نور باغونه د ورته ستونزو له کبله د له منځه تللو په حال کې دي چې چارواکې ئې د بیا رغولو خبره کوي.

شمع احمدزۍ/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش