1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د جعلي كارتونو ويشل په راتلونکي انتخاباتو کې

په ټاكنو كې د راى وركولو د جعلي كارتونوويشل او د راجستر شويو راى وركوونكو په پرتله د زيات شمير راى پاڼو چاپول د ولسمشرۍ د يو شمير نوماندو د انديښنې وړ ګړځيدلى.

default

د افغانستان د راتلونكي ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو ځيني نوماندي انديښنه لري چې يو زيات شمير كسانو ته په ناقانونه توګه د راى وركولو جعلي كارتونه ويشل شوي او همدارنګه د ټاكنو خپلواك كميسيون غواړي چې د راى وركوونكو له شميرې څخه زيات د راى پاڼې چاپ كړي. دغه انديښنه نه يواځې له نوماندو سره موجوده ده بلكې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو د بنياد ( فيفا ) هم په دې هكله انديښنه لري.

د دغه بنياد د چارواكو په وينا كه چيرې د ټاكنو خپلواك كميسيون د دغې ستونزې د له منځه وړلو هڅې ونكړي د ټاكنو بهير به ټكنى شي .

د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كميسيون مشر عزيزاله لودين وايي چې: شپاړلس نيم ميليونه كسان د رايي وركولو لپاره راجستر شوي خو دوى غواړي چې شل ميليونه د راى وركولو پاڼې چاپ كړي. داچې د افغانستان د نفوسو په پرتله شپاړس نيم ميليونه تنه د راى وركولوقانوني حق لري اوكه نه ؟

د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره يو تن نوماند سرور احمدزى دويچه ويلې ته وويل چې: د ټاكنو د راى وركوونكو لپاره د جعلي كارتونو ويشل او د راجستر شوي راى وركوونكو په پرتله په زيات شمير د راى پاڼو چاپول دوى يې انديښمن كړي، دى وايي چې په افغانستان كې له اتلسو كلونو څخه د ټيټ عمر درلودونكي د ټولنې اويا سلنه جوړوي نو څرنګه كيداى شي چې په سلو كې شپيته وګړو ته د ټاكنې كارتونه ويشل شوي وي.

احمدزى وايي چې: د جعلي كارتونو د ويشلو او د زياتو راى پاڼو د چاپولو په هكله يې يوناما او د ټاكنو د شكايتونو كميسيون ته خپل شكايتونه رسولي او انديښنه څرګندوي چې كه چيرې نړيواله ټولنه چې د ټاكنو ملاتړ كوي د دغې ستونزې په له منځه وړو كې هڅه ونكړي ډير شمير رايي به په ناقانونه توګه وكارول شي.

د ولسمشرۍ يو بل تن نوماند ياسين صافى هم دا انديښنه لري او وايي چې : د راى وركولو پاڼې بايد د راى وركوونكو له شميرې سره سم چاپ شي او د چاپ له بهير څخه د يوناما كاركوونكي او د ګوندونو استازي څارنه وكړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو د بنياد رييس جانداد سپين غر د جعلي كاروتونو شتون او د زياتو راى پاڼو د چاپولو په هكله خپل د بنياد انديښنه څرګندوي او وايي چې: دوى په دې برخه كې د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه اړين مالومات غوښتي خو تر اوسه ندي بريالي شوي.

د ټاكنو د راى وركوونكو لپاره د جعلي كارتونو ويشل او د زياتو راى پاڼو د چاپولو انديښنه پداسې حال كې څرګنديږي چې د ټاكنيزو سياليو په بهير كې نورې ستونزې هم شتون لري.

برى پال

کتونکی: يحيی وردک