ریبرعمر د کولون د مرکز د ژبي د کورسونو په یوه عصري مکتب کي ناست دی او معلمې ته یې دقیق غوږ نیولی دی چي ورڅخه د اسم خاص پوښتني کوي. پر دغو خسته کُنه پوښتنو سربیره دغه ۲۵ کلن هغه په علاقه سره اوري او یاداښتونه اخلي.
دغه ځوان سوریايی کوردئ د الماني ژبي په یوه داسي کورس کي برخه اخلي چي د مهاجرو او پناه غوښتونکو د مرکزي ادارې له خوا تمویلیږي. عمر اوس ښه الماني خبري کولای سي. دی وايي چي د ژبي له زده کړي پرته سړی نه سي کولای ژوند وکړي.
عمر په سوریه کي سلماني کوله او کله کله یې پیزا هم رسوله. خو په جرمني کي دی غواړي د موټر د میخانیک مسلکي زده کړه وکړي. هغه خپل والدین له درو کلونو راهیسي نه دي لیدلي:«تر ما وروسته هغوی عراق ته وتښتیدله، خو زه کولای سم له هغوی سره د انټرنیټ له لاري تماس ونیسم.»
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
نوي زده کونکي باید د امکان ترحده پوري ډيري خبري وکړي
په بله ژبه خبري کول ډیر سخت کار دی،ځکه چي سړی باید هغه کلمات استعمال کړي،چي ترمخه یې زده کړي وي او ډیر چرت هم باید ونه وهي. ځکه نو باید سړی ډیر تمرین وکړي. که تاسي د تمرین کولو دپاره څوک نلری، چي خبري درسره وکړي، بیایې نو پخپله د ځانه سره وکړی.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
نوي زده کونکي: د شیانو نومونه په الماني باندي ولیکی
د کاغذونو ټوټې راواخلی،پرهغه باندي د شیانو نومونه په الماني باندي ولیکي او پریوځای یې بندکړی. پدې ډول سره تاسي ټوله ورځ هغه ته گوری او زده کوی یې. دهغه سره د لغت آرټیکل او جمع هم ولیکی. په غیر د هغه مجبوره یاست وروسته بیرته هغه زده کړی.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
نوي زده کونکي: دکوچنیانو الماني کتابونه او دخندا کیسې ولولی
دکوچنیانوکتابونه او دخندا کیسې په ډیر ساده ژبه سره لیکل کیږي او د متن مطبق پکښي عکسونه هم موجود وي. څکه نو هغه د د الماني ژبي د زده کړي دپاره ډیر مساعد دي. دکوچنیانو ځیني کتابونه حتي په دوو ژبو باندي لیکل سوي وي.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
نوي زده کونکي: دسودا اخیستلو لست مو په الماني ژبه ولیکی
د ورځني لغاتونو زده کړه ترټولو ډیره مهمه ده. په همدې دلیل کوښښ وکړی،خپل دسودا اخیستلو لست مو په الماني ژبه باندي ولیکی. د هغه کښل به شاید ډیر وخت وغواړي،خو موږ تاسي ته ډاډ درکوو، چي تاسي به پدې کار سره ډیر شیان زده کړی.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
نوي زده کونکي: حالت سم وسنجوی او دهغه مطابق امادگي ونیسئ
فکر یې وکړی، چي په یوه معین حالت کي کومو لغتونو ته ضرورت لرئ او په یوه قاموس کي پسي وگورئ. بیا نو یو ډیالوگ ولیکی او هغه څوواره ولولئ. پدې ډول سره نوتاسي هر ډول حالت ته تیار یاست .
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
نوي زده کونکي:دې ته انتظار مه کوئ، چي بیله غلطی خبري وکړئ
مهمه داده،چي ستاسي په خبرو باندي یو څوک پوه سي. په همدې خاطر حتمي نده، چي هره جمله د گرامري لحاظه سمه وي. دا هم ډیره بده نده، چي د لغت سم ارټیکل سم نه پیژنئ. فکر یې وکړی، چي ډیری هغه کسان چي ستاسي سره خبري کوي ، یوه پردی ژبه لا نه پیژني.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
نوي زده کونکي:د بل کار تر څنگ المانۍ راډیو واورئ
که تاسي نوي زده کونکي یاست، نوشاید هیڅ په پوه نسئ. خو د راډیو د اوریدو د لاري تاسي د یوې ژبي د زده کولو احساس پیدا کوئ. د راډیو اوریدل د هغو کسانو دپاره چي ډیره الماني یې زده وي، د الماني کلتور څخه ډیر خبریږي او ژبه یې هم تقویه کیږي.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
هغه کسان چي ژبه یې ښه زده وي،کوښښ وکړي د جرمنیانو سره خبري وکړي
یو ښه امکان دادی، چي تاسي یو داسي څوک پیدا کړی، چي غواړي ستاسي ژبه زده کړي او متقابله همکاري سره وکړئ. پدې ترځ کي د سړی نه یوازي دلغاتو او جملو استعمال زده کیږي، بلکه د ژبي شکل او طرز هم.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
هغه کسان چي ژبه یې زده وي، په پخولو کي د الماني نسخو څخه استفاده وکړي
غذا نه یوازي د بدن د تقویې او سلامت دپاره ده، بلکه هغه د اجتماعي ژوندانه یو مهم جزء هم دی. په همدې خاطر ښه دی،چي د چا د غذايي موادو نومونه هم زده وي. تر ټولو ښه لار یې داده ، چي سړی هغه د اشپزۍ پر وخت عملأ زده کړي. که ستاسي الماني غذاوي او خورکونه نه خوښیږي ، بیاایټالوۍ او نوري پخې کړئ، مهمه داده چي نخسې یې په الماني باندي وي.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
چي ژبه مو ښه زده وي،هغه کتابونه ووایاست،چي تاسي یې پخوا پیژنئ. په الماني باندي
تاسي خپل د خوښي وړ کتابونه ښه پیژنۍ او هم مو شاید څوواري ویلي وي.دانو د ژبي د زده کړي تر ټوله ښه امکان دی،چی هغه یوواربیا په الماني ژبه باندي ولولی. څنگه چي تاسي ته د کتاب محتوی او کیسه معلومه ده، نوکولای سئ پر ژبه باندي ډیر تمرکز وکړی.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
هغه کسان چي ژبه یې ښه زده وي،الماني موسیقي واوري او متن یې پیاد کړي
موسیقي نه یوازی ارام ورکونکې او ارتباط قایمونکې ده، بلکه ددې سره هم کومک کوي، چي ژبه زده کړئ، خصوصأ که ستاسي د هغه وزن او قافیه خوښه سي. په جرمني کي ډیر زیات مختلف سندرغاړي اوهنري ډلي سته، او په اصطلاح د هرچا پر غاښ برابر یو څوک. موږ تاسي ته مشوره درکوو، چي الماني ژبه د موسیقۍ د لاري زده کړئ.
-
د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
هغه کسان چي ژبه یې ښه زده وي،الماني فلمونه او سریالونه وگوري
د فلمونو او سریالونو د لاري هم تاسي کولای سئ، چي خپله ژبه نوره هم غني کړئ. په جرمني کي ډیر الماني فلمونه او سریالونه سته، چي ځیني وختونه لاندي لیکني هم ورته سوي وي. خو سړی کولای سي امریکايي یا هندي فلمونه هم په الماني دوبله باندي وگوري.
له ده سره څنگ ته د ملک په نامه لا یو بل اریتیریايي مهاجر ناست دی چي تر اوسه پوري لا ښه المانی خبري نه سي کولای، خو حتمي غواړي چي ژبه ښه زده کړي. دی وايي چي «دا ډیره مهمه ده چي سړی له خلگو سره په ژبه پوه او خبري وکولای سي.» هغه دوه کاله مخکي جرمني ته راغلی او ۱۹ کلن وو. دی هیله مند دی چي دلته به تحصیل هم وکولای سي.
د مدغمیدو په نوم د الماني ژبي تقریبأ یو کلن کورسونه چي د بالغو کسانو له پاره ۷۰۰ او نوو ځوانانو له پاره اکثرأ ۱۰۰۰ درسي ساعتونه په بر کي نیسي، درې برخي لري: په ابتدايي کورس یا لمړۍ برخه کي ضروري موضوعات، لکه سودا اخیستل، اوسیدل، روغتیا، مسلکي زده کړي او ازاد وخت درسونه ورکول کیږي. په دوهمه مرحله کي د کورس غړو ته د ټولني، رسنیو، دولت او نورو کلتورونو په باب زده کړي ورکول کیږي.
بلاخره په دریمه مرحله کي د یوه امتحان تر اخیستلو وروسته اساسي کوروسونه پیلیږي، له هغې جملې څخه پر اجتماعي نظم، تاریخ ، کلتور او ارزښتونو باندي خبري کیږي. تر دې وروسته هم یو امتحان اخیستل کیږي.
یوازي په هغه صورت کي چي یو څوک په دواړو امتحانو کي کامیابه سي، د هغه کورس هم په بریالیتوب سره پای ته رسیږي او کولای سي، تحصیل او یا کار وکړي.
(dpa,epd/ QN)
-
د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
مهاجر د ژبې کورس ته ځي
د یوې نوې ژبې زدکړه په آلمان کې د مهاجرو له پاره یوه لویه ستونزه ده. لږ تر لږه په پیل کې مهاجر مرستې ته اړتیا لري. خو د نن ورځې ښه خبر دا دی چې هغوی کولی شي خپل کتابونو او کتابچې او حتې خپل استادان شا ته پریږدي، ځکه نن دوې ښار ته ځي او په عملي توګه ژبه زده کوي .
-
د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
د زدکړو له پاره هوډ او اراده
د اې سي بي لنګوا (ACB Lingua) په نامه د آلماني ژبې د زدکړې کورس د ادغام نوی صنف د هغو کسانو له پاره ده چې په وروستیو کې آلمان ته رسیدلي دي. د دې کورس نوي شاکردان د «خزانې لټون» لوبه کوي او په بن ښار کې له بیګانه کسانو سره آلماني غږيږي. د لوبې لومړۍ وظیفه: بازار ته لاړ شئ، یوه پټۍ پیدا کړئ او هټیوال څخه پوښتنه وکړئ چې څه ډول میوې خرڅوي؟
-
د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
په زدکړو کې مرسته
ایا تاسو پوهیږئ چې په آلماني کې اناناس ته څه وايي؟ سربیره پره دې چې د اناناس نوم په ډیرو ژبه کې یو شان دی خو بیا هم د هغو کسانو له پاره چې په عربي ژبه خبرې کوي یو ستونزمن کار دی. خو دې سره سره هغوی په دې لوبه کې د اناناس په څیر ډیر نور لغات هم زده کړل.
-
د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
په آلماني ژبه خبري کول
له زده کوونکو څخه غوښتل شوي وه چې د لوبې پر مهال په عربي او یا کومه بله ژبه خبري و نه کړي او یوازې په آلماني وغږیږي. خو کله چې به هغوی یو داسې کس ولید چې په عربي هم خبرې کولی شي نو بیا به ورته په آلماني خبرې کول یو ستونزمن کار وه.
-
د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
بیتوفن کله زیږدلی دی؟
لودویګ فون بیتوفن بدون د شکه د بن ښار له یوه مشهوره کسانو څخه وه. ښار ته نږدي په کوم کور کې چې بیتوفن زیږیدلی وه اوس ترې د یو کوچنیۍ کتابتون په توګه ګټه پورته کیږي. د «خزانې لټون» لوبې لوبغاړي رضوان اجواز او د هغه زوی علي چې د سوریي څخه دي د دې سوال د ځواب د پیدا کولو هڅه کوي. هغه وايي بیتوفن په ۱۷۷۰م کال کښي زیږدلی وه.
-
د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
سرعت یعنې د لوبې ګټل
هغو کسانو ته اضافي امتیازات ورکول کیږي چې تر ټولو دمخه لوبه ختمه کړي. خو بیا هم د لوبې شا و خوا دوه ساعتونو کې زده کوونکي داسې ځایونه ته تللي دي چې ښایي هغو ځایونو ته بیا هم لاړ شي. لکه په یوې پوښتنه کې ویل شوي وه چې د بهرنیو چارو د دفتر کاري وخت پیدا کړئ.
-
د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
د ښار پیژندنه
په لوبه کې زده کوونکو ته ویل شوي وه چې د بسونو تمځاې ته لاړ شي او د ۶۰۸ شمیرې بس اخري تمځاې په نښه کړي. همدا راز هغوی څخه غوښتل شوي وه چې د ۶۰۸ شمیرې بس د راتګ وخت هم په نښه کړي.
-
د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
د لوبې حساس پړاو
د زده کوونکو بله وظیفه دا وه چې د بن ښار کتابتون ته ولاړ شي او د عربي، فارسي او انګلیسي ژبو کتابونه پیدا کړي. همداراز په کتابتون کې د غړیتوب په اړه هم باید معلومات وکړي. په داسې حال کې چې زده کوونکو هڅه کوله چې لوبه پاې ته ورسوي د کورس استادانو په خپلو مبایلونو کې د تیرې لوبې انځورونه کتل.
-
د آلمان په بن ښار کې د ژبې عملي زدکړه
ګټونکو ته جایزې
اې سې بې لنګوا کورس هغو کسانو ته تحفې ورکوي چې په لوبه کې اول، دویم او دریم شوي دي خو دې لوبې ټولو زده کوونکو ته د نویو لغتونو او کلمو د زده کولو او خلکو سره په آلماني ژبه د خبرو کولو زمینه برابره کړه.
لیکوال: مارک هالام/ ستار جهش