1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د جرمني په ډيرو ايالتونو کي عامه خدماتو په اعتصاب لاس پوري کړی

د جرمني د يوولسو ايالتو د عامه خدماتو په مؤسسو کي اعتصاب پيل سوی دی د Verdi صنفي اتحاديه ددوو پر لپسي ورځو د اعتصاب څخه خبري کوي.

د راتلونکي شنبې په ورځ بيا هم د معاشونو د لوړېدو پرسر خبري پلان سوي دي

د راتلونکي شنبې په ورځ بيا هم د معاشونو د لوړېدو پرسر خبري پلان سوي دي

. د هامبورګ، بريمن، دشليسويګ هولاشټاين، نيدرساکسن او باډن ويدټيم برګ ډير ښارونه د نژدې ترانسپورټ په برخه کي د اعتصاب سره مخامخ دي او تګ راتګ نه کوي. په ځينو هوايي ډګرونو کي به هم اعتصاب پيل سي. همدارنګه به ځيني ناحيې، وړکتونونه او روغتونونه هم د اعتصاب سره مخامخ سي. د راتلونکي شنبې په ورځ بيا هم د معاشونو د لوړېدو پرسر خبري پلان سوي دي، خو يوې روغي جوړي ته رسېدل ليري ښکاري.