1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د جرمني په پارلمان کي د پوځ پر سر د گوندونو تر منځ اختلاف

د آلمان په حکومتي ټلواله کې اوس له مسيحي سوسيال گوند څخه د پوځ د وزير کارل تيودور څوگوتنبرگ د دې پلان په هکله مخالف راپورته شوی او پياوړی کېدونکی دئ، چې غواړي د آلمان په پوځ کې بدلون او سمښتونه راولي.

گوتنبرگ د پوځي چارو مسئول ته په گواښ کولو سره ياده کړې، دا لومړی ځل نه دئ، چې گونيگزهاوز غلطي کوي.

گوتنبرگ د پوځي چارو مسئول ته په گواښ کولو سره ياده کړې، دا لومړی ځل نه دئ، چې گونيگزهاوز غلطي کوي.

له مسيحي دموکرات گوند څخه د زارلنډ لومړي وزير پطر مولرPeter Müller او د تورينگين له ايالت څخه د ده سيالې کرستينې ليبرکنيښت Christine Lieberknecht په شپيگل نومې اونيزې کې د پوځي مکلفيت دوام غوښتی دئ.

د دې تر څنگ د پارلمان لخوا د پوځي چارو د مسئول پر نيوکو باندې د گوتنبرگ Guttenberg او آزادو دموکراتانو FDP تر کت سخته لانجه راپورته شوې.

ليبرکنيښت Lieberknecht شپيگل نومې خپرونې ته وويل: زموږ پوځ د زامنو او لوڼو يو لښکر دئ. له خلکو سره اړيکه تر هر څه د اهميت وړ ده. پوځي مکلفيت د يووالي يوه نخښه ده. څوک چې پر هغه باندې غرض کوي، نو پوره دليل به راوړي.

د زارلند ايالتي مشر په ډاگه کړې: د پوځي مکلفيت له منځه وړنه د هغه په پر نړښت دلالت کوي.

شپيگل وړاندې ليکي چې، د مسيحي دموکرات گوند مشره انگيلا ميرکل Angela Merkel او د مسيحي سوسيال گوند مشر هورست زيهوفرHorst Seehofer غواړي، د زيات اهميت درلودلو له کبله د دې موضوع وړاندې پرمختگ د دواړو گوندونو په سرمشريزه غونډه کې مطرح کړي.

د پوځ وزير گوتنبرگ د آلمان په پوځ کې د بدلون راوستلو خپل پلانونه د تېرې پنجشنبې په ورځ لومړي وزارت ته وړاندې کړل. د گوتنبرگ او ميرکل په خيال، نه ښايي چې دا موضوع له اساسي قانون څخه وښکل شي، خو د گوتنبرگ له نظره د پوځي مکلفيت ليرې کونه ممکنه ده. د آلمان کابينې د جون په مياشت کې خپله يوه غونډه کې وپتيله چې د پوځيانو شمېر تر ٤٠٠٠٠ تنو پورې کم کړل شي. پوځي چوپړ اوس هم شپږو مياشتو ته راټيټ شوی.

له مسيحي دموکرات گوند څخه د آلمان د پوځ يوه پخواني وزير فولکر روهه Volker Rühe پر حکومتي ټلواله باندې دا ايراد ونيو، چې له پوځ سره لوبې کوي. روهه د شپيگل اونيزې ته ليکلي: د آلمان حکومت د پوځي چوپړ مده بې مفهومه لنډه کړې او نړولې ده.

گوتنبرگ د آلمان د پارلمان لخوا د پوځي چارو د مسئول هلموت کونيگزهاوز د جمعې د ورځې دا تورونه هم په کلکه سره رد کړل، چې وايي په افغانستان کې آلماني ځواکونه پوره نه دي سمبال شوي.

گوتنبرگ د شنبې په ورځ زود دوچه څيتونگ نومې ورځپاڼې ته جوته کړې چې، د پوځي چارو مسئول په دې ښه پوهيږي چې آيا هغه څه چې له يو او بل ځای نه آورېدل کيږي، په پوځ کې د عملي کېدلو وړ دي او که نه.

گوتنبرگ د پوځي چارو مسئول ته په گواښ کولو سره ياده کړې، دا لومړی ځل نه دئ، چې گونيگزهاوز غلطي کوي. کونيگزهاوز په يوې مرکې کې افغانستان کې د موجودو آلماني ځواکونو تجهيزات يوه ډرامه بللې وه.

د آزادو دموکراتانو عمومي منشي کرستيان ليندر د پوځې مسئول پر لوري ودرېد او د شنبې په ورځ يې برلين کې وغوښتل چې بايد د هغه څرگندونو ته کلکه پاملرنه وشي.

کونگيزهاوز د شنبې په ورځ د روهر ناخريښتين Ruhr Nachrichten په نامه ورځپاڼه کې يو ځل بيا پر خپلو نيوکو باندې ټينگار وکړ.

ag/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل