1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د جرمني دموټرجوړولو دوې مشهوري کمپنياني سره يوځای کيږي

د پورشه د رييس ويندلين ويديکينګ تر ګوښه کيدلو يوه ورځ وروسته به نن د جمعې په ورځ د پورشه او فولکس واګن د موټر جوړولو د کمپنيو دصلاحيت او ساحې پر نورو جزيیاتوخبري کيږی ...

د پورشه او فولکس واګن د موټرانو نښانونه

د پورشه او فولکس واګن د موټرانو نښانونه

د پورشه او فولکس واګن د موټرجوړولو کمپنياني بايد اوس يوځای کار سره وکړی . صنفی اتحاديه غوښتنه کوی چې کارګران هم بايد په کمپنۍ کې ونډه تر لاسه کړی .

لکه څنګه چې د فولکس واګن د څارني او مراقبت شورا يوه ورځ مخکي د شتوتګارت په ښار کې پريکړه وکړه، د ولفسبورګ په ښار کې به داسي يو کانڅرن جوړ کړی چې د پورشه مارک هم پکښي جوړيږی . د دې کانڅرن مشرتوب به د فولکس واګن پر غاړه وی .

د فولکس واګن د څارني او مراقبت د شورا په غوښتنه بايد د پورشه سهامی شرکت چې ټول په يوازي ډول د هولدينګ پورشې دی، ګام په ګام په فولکس واګن پوري اړه پيدا کړي . په دې توګه د شتوتګارت څخه هولدينګ پورشه د ويديکينک په ليري کيدو سره چې غوښتل يې په مؤقت ډول د فولکس واګن رياست وکړی، له دواړو سترو ستنو(پايو) څخه يوه دلاسه ورکوي . پاته کيږی بيا د فولکس واګن زياته ونډه .

په راتلونکي ګام کې بايد د هولدينګ پورشه شرکت د فولکس واګن په سهامی شرکت کې ادغام شی .

دشرکت له شورا څخه اُووې هيوک د خپل شرکت په ځانته پرنسيپپونو او استقلاليت ټينګار وکړ. ده د اِ آر ډېِ (ARD)ټلويزيون ته وويل چې يوازي د پورشه هولدينګ برخه به له فولکس واګن سره مدغمه شی، نه د پورشه سهامي شرکت .

د پورشه د کمپنۍ ګوښه سوی رييس

د پورشه د کمپنۍ ګوښه سوی رييس

ويديکينګ 17 کاله د پورشه د شرکت رياست وکړ. د شرکت نوی ريس ميشاييل ماخت دی ،چه د ويديکينګ شاګرد بلل کيږی . دغه 48 کلن په 1990 کال کې د پورشه په شرکت کې د ماشين د پلان کوونکی په حيث کار پيل کړاو په اتو کلونو کې يې د موټر د مشين د انجينير په توګه ځان ورساوه ،اوپه 1998 کال کې د پورشه د شرکت د مشرتابه غړی شو. ماخت او ويديکينګ د ډيرو کلونو ګډي تجربې لری .

په دې لړ کې صنفی اتحاديه د فولکس واګن او پورشه څخه په نوې جوړه شوې لويه کمپنۍ کې نوی شرطونه وړاندي کوی . د صنفی اتحاديې ريس بيرتهولد هوبر د پنجشنبې په ورځ په فرانکفورت کې وويل چې په پريکړو کې د لازياتي برخي اخيستني تر څنګ په پانګه کې د کارګرانو د ونډې غوښتنه لری . د فولکس واګن ريس بيا وايې چې په دې اړه د پورشه د کارګرانو نظر هم د اهميت وړ دی .

DW/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري