1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د ثور اوومه او اتمه د یوې سکې مخ او شا ده؟

د ثور اوومه او اتمه په افغانستان کي نه هيرېدونکي ورځي دي. څېړونکي ننني شرايط له دغه دوو پيښو سره تړي او وايي چي دا ئې پايلي دي. په دې اړه د دويچه ويله المان ږغ راډيو د افغانستان د څانگي د مشر رتبيل شامل آهنگ تبصره.

د ۱۳۵۷کال غوايي يا ثور د مياشتي پر اوومه په کابل کي کودتا وشوه او سردار محمد داؤد خان د خپلو پخوانيو متحدينو له خوا له منځه ولاړ. نوي واکمن نور محمد ترکي غوښتل چي د شوروي اتحاد انځور په افغانستان کي هم ترسيم کړي او له هغه سره سم دا هيواد په «سوسياليستي جنت» بدل کړي. څرنګه چي معلومه شوه له افغانستان څخه دغسي يو جنت جوړ نه سو. بلکي د کمونيستي ګوند تر قدرت نيولو وروسته ددې هيواد وضعيت آن له دوږخ سره برابر شو.

د رښتيني جنت وعدې بيا د مجاهدينو مختلو ډلو ورکړې چي د۱۳۷۱ کال د غوايي يا ثور مياشتي پر اتمه ئې په کابل کي قدرت ونيو. په نتيجه کي يو تباه کوونکې کورنۍ جګړه رامنځ ته شوه، چي د طالبانو ويرونکې واکمنۍ ته ئې لاره پرانيستله. که څه هم د طالبانو واکمني له منځه يووړل شوه، خو په دې هيواد کي سوله په دوربين کي هم نه ليدل کيږي.
ايا د ثور اوومه او اتمه د يوې سکې مخ او شا ده؟

د ځمکي پر سر د جنت وعده

لويه پوښتنه چي اوس ئې په افغانستان کي خلک کوي دا ده چي آيا د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومي او د۱۳۷۱کال د ثور د اتمي د پيښو نتايج يودي؟ ښايي ددغو پيښو يو يا بل اړخ چغي وکړي چي نه!

د دغو اړخونو هر يو ښايي ادعا وکړي چي: «زموږ د غورځنګ، زموږ د مبارزې هدف پر حق او د افغانستان د ولس ژغورل ول.» او يا ښايي ووايي: « زموږ د مبارزې هدف دا وو چي هيواد د بهرنيانو له نفوذ او بې وزلۍ څخه وژغورو. هلته عدالت تينګ کړو او ديکتاوري له منځه يوسو.»

د افغانستان وروستی تاريخ ته په کتو سره، په ښکاره توګه څرګنديږي چي دغه دواړه اړخونه له خپلو طرحو سره په بشپړه توګه ناکامه شوي دي. دغه ناکامي په افغانستان کي د دواړو اړخونو د سياسي غورځنګونو يوازنۍ مشترکه وجه نه ده چي کيڼ او ښي اړخي يو له بله سره تقاطع کوي، بلکي د هغوی ترمنځ بله مشترکه وجه په يو دريم بهرني قدرت پوري د هغوی تړاو هم دئ. د هغوی تر منځ بله مشترکه وجه د قدرت انحصار دئ چي د بل فکر او نظر خاوند ته ئې د نفس ايستلو اجازه هم نه ورکوله او په ډير وحشيانه توګه ئې ټکاوه.

دا چي هغوی د سړې جګړې د زماني په سور تنور کي له خپلو کړو وړو سره د اور لمبه بله ساتلې وه، دا د هغوی د مشترکياتو بله نښانه ده. دواړو خواوو په رڼو سترګو د سړې جګړې د زمانې دغه سور اور ته وردانګلي ول. هغوی دې اورته له ځان سره افغان ولس هم کش کړ، پرته له دې چي له هغه څخه پوښتنه وکړي چي ددې قربانۍ له پاره چمتو دي که نه.

هغوی د افغانستان خلک د سړې جګړې په دغه سور تنور کي له ځان سره يو ځای وسوځول. د هغوی شعار دا وو چي «يا موږ سره يا زموږ پر ضد.» دريمه لاره نه وه او نه هم ورته اجازه وه!

د حيرانيتا خبره خو دا ده چي د ثور د اوومي او د ثور د اتمي د پيښو پلويان په يو بل ټکي کي هم سره همنظره دي، چي څرنګه د تيرو ويروونکو کلونو پر ناورينونو باندي چي لا تر اوسه پای ته نه دي رسېدلي لاس برتوب وموندل شي او يا هغو ته څرنګه کتنه وشي.

نه کيڼ اړخي او نه هم ښيي اړخي دې ته چمتو دي چي پرځان باندي نيوکي ومني. هغوی خپلي لاري پر حق بولي او پرته له ځان څخه نور ټول د افغاسنتان د تراژيدۍ له پاره ملامت بولي. هغوی له خپل ځان څخه په دفاع کي تل دا خبره کوي: «که موږ خپل کار ته پريښودل شوي وای، موږ به له وعدې سره سم جنت جوړ کړی وای.»

افغانستان او ډيري نه ځواب شوی پوښتني

د افغانستان نوي نسل غواړي پوه شي چي د دوی په هيواد کي او بيا په خاصه توګه په تيرو ۴۰ کلونو کي څه تير شوي دي. ولي د دوی هيواد ټوک ټوک او بې وزله ساتل شوي دئ؟ هغوی ښايي له خپلو ميندو او پلور څخه دومره اوريدلي وي، چي په افغانستان کي يو مجرم شته او يو هم د جرم قرباني. ښايي هغوی دا پوښتنه هم وکړي چي ولي د دوی په هيواد کي هر سړی د ځان له پاره مبارزه کوي، نه د ولس د ښيګنو او ګډو مصالحو له پاره. او يا دا پوښتنه چي ولي د دي هيواد روښانفکران، ادیبان او نور منورين چپه خوله پاته دي او ولس ته له رښتيا ويلو ډه ډه کوي.

د افغانستان نوی ولس اوس ورو ورو پوهيږي چي تل پر نورو باندي ملامتيا اچول د ستونزو د حل لاره نه ده. هغه غواړي چي له تيري زمانې څخه بايد د عبرت درس واخيستل شي تر څو هغه سوله او امن چي ورته تل وعده کيږي، په رښتيني توګه وويني.

خو تر هغه پوري چي دغه ارمان ته دغه ولس رسيږي، د تيري زماني کړو وړو باندي يو رښتيني بحث ته اړيتا ده، هغه بحث چي د ثور د اوومي او اتمي پيښو پر عواقبو باندي هم خبري وکړي.

اوس به انتظار ويستل شي چي د دغو پيښو کوم اړخ په لومړي سر کي چمتو دئ چي د ولس پوښتنو ته ځواب ووايي. خو يوه خبره رښتيا ده چي هيڅ يو اړخ هم ځان له دغو پوښتنو خلاصولي نه شي. هغه څوک چي خپلو خلکو ته د جنت وعدې ورکوي، هغه بايد د هغو پوښتنه ته هم ځواب ووايي، که څرنګه؟

مبصر: رتبيل شامل آهنګ
کتونکی: نجيب الله زيارم