1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

«د تښتيدو په جرم نيول سوي ښځي دي آزادي سي»

د ښځو چارو یو شمیر مدافعینو پر افغان حکومت ږغ کړی دی چې هغه ښځي او نجونې له زندانونو څخه آزادي کړي چې له کوره د تښتيدو په جرم نیول شوي دي. ويل کيږي چي په دې تور په سوو تنې ښځي بندۍ دي.

Picture taken March 28, 2013 shows an Afghan female prisoner with her child inside her prison tract in Badam Bagh, Afghanistan's central women's prison, in Kabul, Afghanistan. 202 women living in the six- year- old jail, the majority of the women are serving sentences of up to seven years for leaving their husbands, refusing to accept a marriage arranged by their parents, or choosing to leave their parent's home with a man of their choice, all so-called “moral” crimes(. AP Photo/Anja Niedringhaus)

Afghanistan Frauen Moral Gefängnis

د ښځو چارو په لسونو فعالینو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د جولای ۲۵) په کابل کې د یوې اعتراضي غونډي په ترڅ کې پر افغان حکومت باندي نیوکه وکړه، چې که څه هم د ښځو تښتېدل نور جرم نه شمیرل کیږي لیکن اوس هم نږدي۳۰۰ نجوني او ښځي په همدې تړاو بندۍ دي.

د ښځو چارو د ملي مدافع سازمان غړي ګلالۍ صافۍ وویل چي له کوره تښتېدل خو جرم نه دی. هر څوک چي نيول کيږي لومړی بايد معلوم سي چي جرم يې څه دی او آيا دا چي جرم يې د بنديتوب سبب گرځي که نه:

«له کور څخه فرار په هیڅ صورت جرم نه دی، یعنی هغه شی جرم دی چې په قانون کې حکم شوی وي، زموږ په هیڅ مدني قانون کي نه دي راغلي چې کله یوه ښځه له کوره وتښتي هغه مجرمه ده او بايد زندان ته ولېږل شي.»

ډيري ښځو د کورني تاوتريخوالي له کبله تيښتي ته مجبوره کيږي

ډيري ښځو د کورني تاوتريخوالي له کبله تيښتي ته مجبوره کيږي

افغان حکومت په ۲۰۱۲ کال کې له کوره د ښځو تښتېدل د جرایمو له چوکاټ څخه وایستله. د بشري حقونو د نړیوال سازمان راپورونه کاږي چې نږدې ۴۰۰ نجوني اوښځي د افغانستان د مرکزي محبس په ګډون د دغه هیواد په بیلا بیلو زندانونو کي بندۍ دي چې ۷۵ سلنه یي له کوره د تښتېدو په جرم نیول شوي دي.

تر دې دمخه د بشري حقونو د څار نړېوالې ادارې هم ویلي ول چې له کوره د تښتیدو په تور باید افغان ښځو ته جزا ورنه کړل شي. خو تر اوسه هم حکومت هغه نجوني او ښځي نه دي آزادي کړي چې ویل کیږي له کور څخه د تښتېدو په جرم بندۍ دي.

د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګیلاني د قانون کمزورې واکمني او تر څنګ يې په حکومتي ادارو کې د فساد او خپل پالني کلتور د دې لامل بولي چې تر اوسه پوري د دوی مشروع غوښتنو ته چې یوه یي له کور څخه د تښتېدو په جرم د نیول شویو ښځو آزادېدل دي غوږ نه دی نیول شوی:

«دلته قانون تر اوسه پوري حاکمیت لري، نظام ډير کمزوری دی، په ټولنه کي له ښځو سره تاوتريخوالي ځکه زور اخيستی دی چي متاسفانه هغه مرجع چې حکومت دی او قانون دی زموږ ږغ نه اوري او احساس د مسئولیت نه کوي.»

د غونډې ګډون والو له عدليي وزارت او سترې محکمې څخه غوښتنه کوله چې ژر تر ژره دي یوه ځانګړي پلاوي ته دنده وسپاري ترڅو هغه ښځي چې له کور څخه د تښتېدو په جرم بندۍ دي پر دوسيو باندي يې غور وشي.

DW.COM