1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د تولې نړۍ لپاره کټور: اوباما او ميدويديف له خبرو څخه وروسته

اوباما او ميدويدوف پلازمېنه مسکو کې د خپلو خبرواترو په پيل کې په ډاگه کړه، چې غواړي د امريکې او روسيې په اړيکو کې يو نوی فصل سره پرانيزي.

اوبا او ميدويديف د لرګيو لوځکو باندې

اوبا او ميدويديف د لرګيو لوځکو باندې

او داسې ښکاري چې په رښتيا سره يې هم دا کار کړی وي. کله چې دواړه اولسمشران د دوشنبې په ماښام د مطبوعاتو په وړاندې راڅرگند شول، آرام، يو بل ته د درناوي او رضايت په حال کې ښکارېدل. روسي مشر په کلکه سره وويل:

(زه غواړم په شروع کې څرگنده کړم، چې زموږ خبرې گټورې او روښانه وې. دا پرته له شک څخه داسې يوه کتنه وه، کومې ته چې هم زموږ په هېواد او هم د امريکې په متحده ايالتونو کې خلک سترگې په لارو وو. دا څه نه يواځې زموږ دواړو هېوادونو د راتلونکې په گټه دي، بلکه د ټولې نړۍ د پرمختگ او نيکمرغۍ په گټه.)

امريکه او روسيه غواړي يو ځل بيا د نړيوالو د پاره د مثال نمونه وي - تر هر څه وړاندې د بې وسلې کونې په لاره کې. اوباما او ميدويدوف پر داسې يوه مهال ويش باندې روغه جوړه سره کړې، چې په پای کې به يې د اتومي وسلو د پاره د يوې محدودې لوړې پولې تړون منځ ته راځي. دواړو مشرانو خپلو معامله کوونکو ته داسي حد ټاکلی چې: د وسله وړونکو راکټونو شمېر به د ٥٠٠ او ١١٠٠ دانو تر کت وي، د اتومي خولو شمېر به د ١٥٠٠ او ١٦٧٥ دانو تر منځ.

دواړه خواوې د افغانستان په ارتباط هم نږدې گډکار غواړي. امريکايان به په راتلونکې کې اجازه ولري، افغانستان ته د خپلو وسلو او عسکرو د رسولو په منظور د روسيې له هوا څخه گټه واخلي، دا هغه روسي موافقه وه، چې له کتنې نه مخکې اعلان شوې وه. د امريکې د مشر د پاره، په افغانستان کې له ترهگرانو سره د مبارزې يو د اهميت وړ گام:

(اوباما وايي: دا د نړېوال گډکار په لاره کې د روسيې بنسټيز گام دئ. دا کار د امريکې د پاره وخت او منابع سپموي. دا زموږ د ځواکونو د پاره د ضرورت وړ ملاتړ دئ.)

امريکه او روسيه په نظر کې لري په نورو برخو کې هم گډکار سره وکوي. خو په دې اړوند دوستانه کلمې ډېرې کمې په خوله راوړل شوې - په يو گڼ شمېر مشکلاتو کې نږدېوالی نه دئ سره منځ ته راغلی. د ايران د سياست په برخه کې هم هغه شان د نظر لږ ورته توب ښکاره شوی، لکه وروسته له جگړې څخه د گرجستان د پولو په ارتباط.

همدا شان په پولنډ او چک کې د توغوندو د دفاعي سيستم د درونې د لانجمنې موضوع پر سر پرمختگ نه دئ شوی. د روسيې مشر هنوز هم د امريکايي پلانونو بندونه غواړي او د بې وسلې کونې له معاملې سره اړوند ورکوي. اوباما بيا په دې خيال نه دئ، خو د روسيې د حساسيت په برخه کې يې د پوهېدنې خبره کړېده. ده په کلکه سره هېله څرگنده کړه، چې يوه روغه جوړه ممکنه ده او زېاتوې:

(موږ به يوه د نظر يووالي ته رسيږو. خو دا به لږ څخه سخت کار وي، ځکه موږ بايد د اوږدو کالونو بې اعتمادي له منځه يوسو.)

اوباما په يوه مثال سره په ډاگه کوي، چې هيڅ ناممکن کار نه شته. دوی په لندن کې د اپريل د مياشتې کتنه کې سره پتيلې وه. د بېلگې په توگه، بې وسلې کونه په لارواچوي او د دواړو هېوادونو سوداگري سره پراخته کړي. هېچا دا باور نه درلود، چې د مسکو تر کتنې پورې به دا موخې حقيقت ته رسيږي. خو همداسې شويدي. ميدويدوف له خپل اړخه وويل:

(زموږ ملک د امريکې له متحده ايالتونو سره اړيکې غواړي، کومې چې د ٢١ پېړۍ سره مناسبې دي.)

پای دا چې لومړی گام پورته شوی - او هغه هم له مسکو څخه د اوباما د کتنې په اوله ورځ. نن به د دواړو مشرانو تر کت وړاندې خبرې اترې تر سره کيږي.