1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

د تهران پر سړکونو د ماشومانو تجارت

ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدونکي توگه مېندې او پلرونه د ناهیلۍ له کبله خپل کوچني ماشومان پلوري. دغه څه ایراني چارواکي هم تائیدوي. خو د ماشومانو د خرڅلاو پر ضد د مبارزې له پاره هغوی یو پلان نه لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پلازمېنې تهران په سړکونو کې سړی ډیر څه رانیولای شي: الکهول، مخدره مواد، جنسي خدمات، د انسانانو پښتورگي او ډیر کوچني ماشومان او حتی هغه ماشومان چې لا تراوسه د مور شیدې څښي. ۳۲ کلنې فعالې شیوا نظر آهاري، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د تهران پر سړکونو باندې د ماشومانو خرڅلاو کومه نوې خبره نه ده. ناهیلي شوي کسان یوازې د خپل بدن اعضا نه پلوري، بلکې د مور تي پوري تړلي ماشومان هم پلوري.»

شیوا په تهران کې اوسیږي او له لسو کلونو راهیسې د ښځو د حقوقو او د سړک د سر د ماشومانو له پاره مبارزه کوي. هغې دا خبره معلومه کړې ده چې یو له څو میاشتو راهیسې دغې موضوع ایراني ټولنه بوخته کړې ده: «نوې خبره د ټولنیزو رسنیو او ولسي ژورنالیزم نفوذ دی. اوس هر څوک د یوه ماشوم خرڅلاو مستند کولی شي او په ټولنیزو شبکو کې یې خپرولی شي.»

د اکتوبر په نیمايي کې د دولتي خیریه سازمان مرستیال مشر حبیب الله مسعودي فرید، دا خبره تائید کړه چې له میاشتو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې نه بلکې په جدي ورځپاڼو کې هم لاندې باندې کیږي. د هغه په خبره داسې مېندې او پلرونه شته چې خپل ماشومان پلوري: «په ټول هیواد کې دغه کار زیات شوی دی.»  فرید د دې علت په ځانگړې توگه د مېندو په منځ کې د مخدره توکو استعمال په گوته کوي.

د روغتونو شا او خوا د کوچنیو ماشومانو خرڅلاو

فاطمه دانشور، چې د تهران د ښاري شورا غړې ده په سپتمبر میاشتې کې ویلي وو چې په نشو اخته میرمنې، هغه میرمنې چې سر پناه و نه لري او یا هم بدلمنې ته اړ شوې میرمنې د روغتونو شا او خوا ځایونو کې د ماشوم زیږولو وروسته د ښار په دننه او سویلي څنډه کې هغه پلوري. فاطمه دانشور د دغو ماشومانو د بیې په هکله هم معلومات لري: له ۲۵ څخه تر ۵۰ یورو پورې یو ماشوم اخیستل کیږي. ماشومان د سوالگرو یا گدايي گرو د بانډونو او مخدره توکو د کاروباریانو له لوري اخیستل کیږي.

فاطمه دانشور په خپلو خبرو کې وړاندې  وايي: «کوچني ماشومان زیاتره وخت د اچ آی وي، پر ویروس اخته او یا په خپله په نشو روږدې وي. له بده مرغه د هغوی ډیر شمیر یې اوږد ژوند نه کوي.» هغې د ښار له خلکو غوښتي دي چې له ماشومانو سره خیرات غوښتونکو کسانو ته هیڅ پیسې ور نه کړي، بلکې د دې پر ځای چارواکو ته خبر ورکړي. خو د تهران څخه بهاره بیا له دغې ډول غوښتنې سره تفاهم نه لري او وایي: «زه هره ورځ ډیر شمیر ښځي وینم چې د کوچنیو او شیدو ماشومانو یې ډیرې خرابې جامې په تن وي او خیرات غواړي.» هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه ډول خلک هر چیرې شته.

بهاره، دا خبره معلومه کړې ده چې ډیری هغه میرمنې چې سر پناه نه لري په يوه بله لهجه خبري کوي: «ټولې وایي چې د یوه ښه ژوندانه له پاره تهران ته کډه شوي دي، ځینې له کورنیو سره او بیا ځینې یې بې له میړونو.»

د مخدره توکو تود بازار

د ایران پلازمېنه چې ۱۴ میلیونه نفوس لري د اقتصاي مرکز له کبله ورته د کار په لټه کې بې شمیره کسان د هیواد له نورو برخو څخه ور کډه کیږي. خو د دغو کسانو ډیری یې ژر ناهیلي کیږي. له کلونو راهیسې د ایران اقتصاد له یوه ولاړ حالت سره مخامخ دی. دا هیله چې په ۲۰۱۵م کال کې د ایران د اتومي پروگرام په هکله د یوه تړون د رامنځ ته کیدو وروسته به اقتصاد یو څه وده وکړي، لا تر اوسه پوره شوې نه ده. که څه هم سږ کال د اکتوبر میاشتې کې د تیلو صادرات د تیر کال د اکتوبر میاشتې په پرتله درې وارې زیات وو. 

اوس رسمي ارقام شته، چې ښيي څرنگه په ځانگړې توگه د ځوانو بې روزگارو له پاره وضعیت دراماتیک دی. دغه هیواد باید هر کال ۱،۲ میلیونه کاري ځایونه رامنځ ته کړي. دا یوازې د هغو کسانو له پاره صدق کوي چې د کار بازار ته رجوع کوي. په ځانگړې توگه ښځې له ستونزو سره مخامخ دي. د دغه هیواد په ځینو برخو کې د بې روزگاره ښځو شمیر آن ۷۰ سلنې ته رسیږي. څوک چې تهران ته کوچیږي او کار نه مومي، گدایي او یا بدلمنې ته مجبوريږي او یا هم د مخدره توکو کاروبار ته مخه کوي.

په ایران کې د مرگ پر سزا سربیره هم په تهران کې د مخدره توکې کاروبار او بازار دير تود دی. د مخدره توکو پر ضد د ایران د اسلامي جمهوریت د مبارزې ادارې په وینا هره ورځ ۱۰۰ نوي کسان نشه یي توکو ته مخه کوي او ۷۰ سلنه یې په نشو روږدي کیږي. د ایران په ۸۰ میلیونه نفوس کې په نشو د روږدو کسانو شمیر شا او خوا درې میلیونه اټکلیږي، چې نهه سلنه یې ښځي دي. په وروستیو لسو کلونو کې په نشه د روږدو میرمنو شمیر دوه وارې ډیر شوی دی. 



پر «ان جې او» گانو د حکومت بې باوري

د «ماشومانو د حقوقو» نومې غیر حکومتي سازمان څخه محمود لطفي وایي چې «ټولې مېندې یا کورنۍ چې خپل د شیدو او یا کم سنه ماشومان پلوري، په نشو نه دي روږدي. ډیری کورنۍ له بې وزلۍ څخه کړیږي. هغوی نهیلي دي. هغوی خپل ماشومان په دې هیله پلوري چې ماشومان یې وکولای شي یوه ښه راتلونکي ولري. خو دغه ماشومان په اغلب گومان د خیرات ټولو بانډونو لاسونو ته لویږي. او یا د سړک پر سر کار کوي.»

شیوا نظر آهاري په دې آند ده چې چارواکي یوازې پر دې ستونزه نه شي برلاسي کیدای. د شیوا په شان فعالانې چې د ښځو د حقوقو او د سړک د سر ماشومانو له پاره مبارزه کوي، چارواکي یې نه شي زغملی. شیوا څو وارې زندان ته تللې ده. په ۲۰۱۰م کال کې «د نظام پر وړاندې د پروپاگنډ» له کبله هغې کابو یو کال په زندان کې تیر کړ. او له دې کبله ونه توانیده چې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي. خو له دې سره سره هغه نه ده تسلیم شوې. هغه اوس له یوې ان جي او یا غیر حکومتي سازمان سره کار کوي چې د ښار په بې وزله سیمه کې فعالیت کوي. هغوی بد لمنۍ ته د مجبورو شوو میرمنو، سړک د سر ماشومانو او په نشه يي توکو د روږدو کسانو له پاره مبارزه کوي. 

شیوا زیاتوي: «موږ باید ډیر محتطانه کار وکړو او له هغه څه ډډه وکړو چې د چارواکو نه خوښیږي. هر سازمان چې د حکومت تر چتر لاندې نه وي، ناخوښه بلل کیږي. خو حکومت باید پر موږ باور وکړي. موږ یوازې مرسته کول غواړو.»

شبنم فون هاین