1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ترمپ د بهرني سياست وړاندوينه نه شي کيدای

ډیرو امریکایانو ځکه ترمپ ته رایه ورکړه چې هغه یو سیاستوال نه وو. امریکایانو داسې یو کس د خپل هیواد د مشرتوب غوښت چې د واشنګټن د نورو سیاستوالو له دایري بهر وي. ترمپ د ولسمشر په توګه تر سلو ورځو وروسته څه کړي؟

که څه هم له «کیتو» محافظه کاره بنسټ څخه ایرک ګومز، هڅه کوي چې د ترمپ د لومړیو سلو ورځو په اړه منفي نظر ور نه کړي، خو بیا هم د نوي ولسمشر دونالد ترمپ، بهرنی سیاست له پخواني ولسمشره ډیر متفاوت نه ګڼي.

هغه وایي ترمپ هڅه کړې ده چې د بهرني سیاست په برخه کې د سیاسي، دیپلوماتیکو او پوځي فشارونو له یوه مجموعي څخه کار واخلي خو هغه څه چې تر دې هم ستونزمن دي، د ترمپ هغه بهرنی سیاست دی چې وړاند وینه یې نه شي کیدای. دا ځکه چې د ګومز په خبره ترمپ ډیر وخت خپل نظرونه بدلوي. دغه کارپوه روښانوي چې د دې کار لامل دا دی چې هغه په اصل کې په بهرني سیاست باندي نه پوهیږي.

په بهرني سیاست کې په وار وار بدلون

د امریکا د پرمختیا له لیبرال مرکز څخه مایکل ویرز، هم ورته نظر لري. هغه په دې برخه کې د تایوان په اړه د ترمپ څرګندونو ته اشاره کوي. چین د خپل سیاست له مخې تایوان د خپلې خاورې برخه بولې خو ترمپ بیا په لومړي سره کې د تایوان له چارواکو سره خبرې وکړې او په دې ترتیب یې د چین نیوکې راوپارولې. کله چې هغه د چین له مشرانو سره ولیدل نو دستې یې د تایوان په اړه هم خپل موقف بدل کړ.

دغه کارپوه زیاتوي چې له بلې خوا ترمپ داسې کسان د مشاورانو په توګه ګومارلي دي چې محافظه کاره او ښی اړخې اجندا لري. د ویرز په حواله بله ستونزه د ترمپ په اداره کې د ډيرو پوځیان شتون دی.

 د بیلګې په توګه د هغه د دفاع وزیر جیمز متييس. د امریکا متحدو ایالاتو د قوانیو له مخې یو پوځي نه شي کولای چې د دفاع وزارت مشري وکړي، خو ترمپ په دې برخه کې استثنا رامنځ ته کړه.

ویرز وایي: «د امریکا په تاریخ کې تر ولسمشر فرانکلین روزویلت، وروسته، هیڅکله هم په یوه کابینه کې دوو جنرالانو په یوه وخت کې کار نه کاوه.»

د ویرز په خبره، که د ولسمشر ترمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال مکماستر، په پام کې ونیول شي نو د ترمپ په شاوخوا کې ډیر پوځیان راټول شوي دي.

د ترمپ اداره به د بهرني سیاست په برخه کې تر کومه حده مخکې ولاړه شي؟

ایا د دې خطر شته چې د امریکا بهرنی سیاست پوځي شي؟ ایریک ګومیز، په دې نظر دی چې ترمپ به له پوځي ځواکه په استفاده کې زړه نا زړه نه وي. د دې نظریې په حق کې شواهد سړی د ترمپ په وروستیو دوو پریکړو کې لیدلای شي: هغه لومړی پریکړه وکړه چې د سوریې رژیم یو هوایي ډګر په توغندیو وولي او بیا یې په افغانستان کې خپل تر ټولو لوی غیر اتومي بم هم وکاروه.

ترمپ په عین حال کې د يمن په جګړه کې سعودي عربستان ته وسلې ورکوي خو ګومیز وایي چې امریکا باید له دې جګړې ځان لرې وساتي.

د ګومیز په خبره امریکا متحدو ایالاتو په وروستیو اوونیو کې ناورینونو ته پوځي ځواب ویلی دی چې په خبره یې دا یوه «بده نښانه» ده. دا کارپوه روښانوي چې په دې ترڅ کې یو سنجول شوی بهرنی سیاست نه لیدل کیږي.

د شمالي کوریا کړکیچ

د ترمپ ادارې د کار له پیلیدو سره د شمالي کوریا ستونزه هم ډیره جدي شوې ده. له جانز هاپکینز پوهنتون څخه جک جینز، ویره لري چې د شمالي کوریا کړکیچ دې تر دې هم جدي شي.

دغه کارپوه اوسنی رامنځ ته شوی وضعیت په ۱۹۶۲م کال کې د کیوبا له کړکیچ سره پرتله کوي. په هغه وخت کې امریکا غوښتل چې په کیوبا کې د روسیې د اتومي وسلو د ځای پر ځای کیدو مخه ونیسي، خو وضعیت دومره حساس شوی وو چې آن د یوې اتومي جګړې د رامنځ ته کیدو ګواښ موجود وو.

جینز وایي چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جان ایف کیندي، د کړکیچ آرامولو له پاره ښې مشورې ترلاسه کړې، خو اوس د شمالي کوریا موضوع ځکه جدي ده، چې د جینز په خبره ترمپ بیا ډیره مشوره نه ترلاسه کوي.

شمالي کوریا نه یوازې دا چې اتومي وسلې لرې، بلکې په وروستیو وختونو کې یې د لیرې واټن ویشتونکې توغندې هم آزمویلې دي.