1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ترابلس پر سر مبارزې خونړۍ بڼه غوره کړې

د لېبیا دپلازمینې، ترابلس په زور زیاتیو کې په لسګونو کسان ووژل شول او څه ناڅه سل تنه ټپیان شول. د دغو زرو زیاتیو اصلي لامل حکومتي کړکیچ ګڼل کیږي. خلک پر خپل ضعیف دولت باندې په غوسه دي. سیالې ملیشې هم ناکراریو ته لمن وهي.

له اوږدې مودې راهیسې د لېبیا پلازمینه له سیاسي زورزیاتیو څخه په امان پاتې وه، خو اوس دغه ښار هم د قدرت پر سر د سیالو ډلو د جګړې په ډګر بدل شوی دی چې وار په وار خونړۍ بڼه غوره کوي. یوه اوونۍ مخکې د لېبیا یو شمیر سیالې ملیشې یو بل سره په آخ او ډب کې ښکیل شوې. دغه ملیشه یي ځواکونه د انقلاب څخه راهیسې پر پلازمینه باندې د لاس برتوب له پاره سیالي کوي.

د وروستیو سختو نښتو لامل د غیر مسلح مظاهره کونکو ویشتل وو. هغوی غوښتنه کړې وه چې د مصراته، ملیشې دې له ترابلس څخه ووځي. له دې سر په سړکونو کې آخ او ډب پیل شو او د چارواکو د وینا له مخې په ترڅ کې یې ۳۱ تنه ووژل شول او نور ۲۸۵ تنه ټپیان یې پر ځای پریښودل.

سیاسي - پوځي لوبې

د روان کړکیچ اصلي سرچینه د نومبر په سر کې یو پارلماني بحث دی. په دې بحث کې شخړه د انقلابي قوتونو چې ډیری یې د مصراته ملیشه یي ځواکونو پورې اړه لري، د عملیاتي مرکزونو د نقش په هکله رامنځ ته شوه. د پارلمان رئیس نوري بوساهمین، د اګست په میاشت کې پریکړه وکړه چې نوموړو مرکزونو ته د پلازمینې د امنیت د ساتنې مسؤلیت وسپاري. داسی ویل کیدل چې دا پریکړه له سره یوتاکتیکي عمل وو ترڅو د صدراعظم علي زایدان، حکومت کمزوری کړي او د اخوان المسلین تر نفوذ لاندې اپوزیسیون پیاوړی کړي. د اکتوبر په پیل کې د عملیاتي مرکزونو له خوا د زایدان اختطاف دغه ګمان نورهم پیاوړی کړ.

احتجاج کوونکي د دولت پر مشرۍ هم ډیر په غوسه دي

احتجاج کوونکي د دولت پر مشرۍ هم ډیر په غوسه دي

د نوموړي حکومت په دننه کې ژور سیاسي اختلاف لیدل کیږي او دا د بې شمیرو جنګیالیو د بې وسلې کولو پر وړاندې یو ستر خنډ دی. د دې پر ځای چې سیاسي اختلافات له قانوني لارو حل کړای شي، محلي سیاستوالان او پارلماني غړي د خپلو اړوندو ملیشه یي ځواکونو څخه استفاده کوي تر څو پر یو بل باندې فشار راوړي.

سر بیره پر دې سیالې ملیشې چې هر یوه د خپل نفوذ د پراخولو په لټه کې ده دغو اختلافاتو ته نوره هم لمن وهي او دا د دې لامل شوې دی چې ډیر ژر د یو بل پر ضد وسله را پورته کړي. د جمعې د ورځي (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۱۵مه) له نښتو څخه مخکې دغه ډول سیالیو څه موده مخکې د مصراته او ترابلس متحد ملیشه یي ځواکونه د یو بل پر وړاندې ودرل. د دغو نښتو لمن حتی په ترابلس کې سفارتونو، حکومتي ودانیو او د رادیسون هوټل ته چې ډیری دیپلوماتون او بهرني سوداګر پکې اوسیږي، اوږده شوه. له دغو نښتو وروسته په نوموړي ښار کې ولسي پاڅون تشکیل شو.

د یو نوي پیل له پاره غوښتنه

عام خلک نه یوازې پر ملیشو چې ښایي په پولیسو او پوځ کې جذب شي او بیا خپلې ګټي تعقیب کړي، بلکې د دولت په مشرۍ هم ډیر په غوسه دي. د تیرې شنبې په ورځ په ټوله لېبیا کې د یوه ستر احتجاج په ترڅ کې د «نومبر نهمې غورځنګ» چې نوی جوړ شوی دی، د پارلمان د استعفا غوښتنه وکړه. د لېبیا پارلمان چې په ۲۰۱۱ کال کې وټاکل شو او د ۲۰۱۴ کال تر فبروري پورې رسمیت لري، غواړي چې خپله تقنیني دوره اوږده کړي. د نوموړي غورځنګ دا شعارونه چې د «پارلماني دورې د پای» او د یوې « نوې دورې د پیل» له پاره غوښتنه کوي اوس د ترابلس په ټولو ځایونو کې لیدل کیږي، حتی د حکومتي ودانیو پر سر هم

داسې ښکاري چې اوسني وضعیت د لېبیا راتلونکي لاره توره تیاره کړي وي. ډیری په دې نظر دي چې د دې هیواد د بشپړ سیاسي نظام نوي کول له دغې تورې تیارې څخه د وتلو یوازینۍ لار ده. خو د هغې په جزئیاتو باندې توافق نه لیدل کیږي.

په ترابلس کې د نوموړي احتجاج سازمان ورکوونکي حاتم ابوبکر پر دې ټینګار کوي چې هغه په هیڅ صورت سره په دې لټه کې نه دی چې د انتخاب شوو دولتي ارګانونو قانونیت ړنګ کړي، بلکې د دولت مسؤلین باید ویښ کړای شي او د ولسي خلکو فشار له لارې هغوی مجبور کړای شي تر څو د نیول شوو پریکړو عملي کول ګړندي کړي: «په پارلمان کې پرلپسې شخړې زموږ ولس ټوټې کوي. په داسې حال کې چې پارلماني استازي د قانوني خلاوو څخه د خپلو ګټو له پاره کار اخلي، د اساسي قانون جوړښت شا ته تمبول کیږي او د دې شخړو پای نه لیدل کیږي.».

احتجاج کوونکو د پارلماني دورې د پای او د یوې نوې دورې د پیل غوښتنه کوله

احتجاج کوونکو د پارلماني دورې د پای او د یوې نوې دورې د پیل غوښتنه کوله

د یو بل پر وړاندې سخت دریځونه

دا چې د لېبیا په وضعیت کې به هوسایي رامنځ ته شي، په اوسني وخت کې یې امکانات ډیر لږ دي، ځکه چې د مختلفو اړخونو دریځونه ډیر سخت دي. د مصراته د ملیشو قوماندان، طاحا باشاجا په ښکاره نعرې وهي چې «موږ په ترابلس کې حق لرو. له دې ښار څخه به زموږ یوازې تابوتونه وځي.»

داسې ښکاري چې نوموړې ملیشې له مصراته څخه خپل نور قوتونه هم ترابلس ته استوي. حتی که چیرې یو اوربند هم رامنځ ته شي، دا څرګنده نه ده چې څوک به وتوانیږي چې د سیالو ډلو ترمنځ اختلافات سره حل کړي او ټولې ډلې د خبرو اترو میز ته راوبلي.