1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د تخار خونړی بريد څنگه تر سره سوی

افغان چارواکي وايي چي هغوی د تخار په مرکز تالقان کي د افغان او ناټو پر لوړ پوړو چاراکو د پرونۍ حملې پلټنه پيل کړې. تر اوسه څرگنده نه ده چي پيښه څنګه را منځ ته سوې.

د تخار ولايت مقام تر بريد وروسته

د تخار ولايت مقام تر بريد وروسته

په دغه حمله کي 7 کسان ووژل سول، چي پکښي د افغانستان د 303 قول اردو پاميرعمومي قومندان جنرال داؤډ داؤد ، د تخار د امنيي قوماندان شاجهان نوري او دغه راز د آلمان د پوځ دوه سرتيري شامل دي.

دغه راز په پيښه کي د افغانستان په شمال کي د آيساف عمومي قوماندان جنرال مارکوس کنايپ او د تخار والي عبدالجبار تقوا ټپيان سوي دي.

تقوا چي په چادونه کي يي مخ او لاسونه يو اندازه سوي دي، نن په تالقانو کي يوې خبري غونډي ته د پرونۍ پيښي په هکله معلومات ورکړل. تقوا وويل چي د هغه د استخباراتي معلوماتو له مخه ياغيانو په تخار کي د يو ځانمرګي بريد له پاره بندوبست کړي ؤ. «اوس موږپه دې هکله پلټنه کوو چي دغه حمله څنګه تر سره سوه.»

د افغانستان په شمال کي د پوځ لوړ پوړي جنرال، زلمی ويسا چي هغه هم د تخار په غونډه کي ګډون کړی ؤ او له نوموي حملي څخه بچ سوی نن وويل: « زموږ لومړي معلومات ښيي چي حمله کونکي د امنيتي کسانو يونيفورم اغوستی ؤ.»

يو بل امنيتي چارواکي چي د خپلو هويت د نه بربنډولو په شرط خبري وکړي وويل: بريد کونکي د پوليسو جامي اغوستي وې.» ويل سوي دي چي حمله کونکي وروسته له هغه د ودانۍ مقر ته ننوت چي خپل ځان يي امنيتي ځواکونو ته د يو افغان لوړ پوړي چارواکي محافظ معرفي کړ.

خو په تخار کي د پوليسو وياند لعل محمد احمد زي وويل: « لا تراوسه وختي دی چي سړی ووايي چي د ولايت په مقر کي دغه چاودنه څنګه رامنځ ته سوه.» هغه وويل: ګمارل سوی پلاوی په دې هکله هم پلټنه کوي چي آيا دا ځانمرګي بريد ؤ او که د ولايت د مقر په ودانۍ کي چاودنکي توګه مخکي له مخکي ځای پر ځای سوي ول.»

طالبانو د دغه حملې مسووليت په غاړه اخيستی دی او ويلي يې دي چي د هغوی «يو ځانمرګی بريد کونکی امنيتي خنډ مات کړ او د غونډي کوټې ته ننوت.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM