1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د تاوتریخوالي پرته ژوند له پاره د سولې حلقه

د کابل په يوه پارک کي په لسونو ځوانانو د یوې غونډي په ترڅ کې د سولې حلقه جوړه کړه او له حکومته یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي او جگړې پر ځای د سولې د کلتور رواجولو یا عامولو له پاره لا ډیرې هڅې وکړي.

دغو ټولو ځوانانو د سولې غوښتني د نخښې په توگه شنه څادرونه لرل، موسیقي یې غږوله او د سولې غوښتني شعارونو په ورکولو سره یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د له منځه تللو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه د تاوتریخوالي ضد نړیوالي ورځي او د هند د پخواني مشر مهاتما گاندي د زوکړي د ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.

د دغي غونډي گډونوالو وویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له پاره ډیر لږ پروگرامونه وجود لري.

هغوی پر دې باندې ټینگار وکړ چې حکومت باید د سولې د کلتور د رواجولو له پاره منظم او سراسري پروگرامونه ولري. د «عدم خشونت» مرکز له مسئولانو څخه یوه تن بصیر بیتا وویل: «نوی حکومت باید د ځوانانو له پاره د سولې د فعالیتونو په برخه کې لا ډیره زمینه برابره کړي. هغه آسانتیاوې چې حکومت یې په اختیار کې لري د تاوتریخوالي پرته د یوه افغانستان له پاره دې په کار واچوي.»

د تفریح ځایونو جوړول، د کنسترونو ورکول او د زغم د کلتور د رامنځ ته کولو له پاره د ځوانانو د غونډو جوړول د «عدم خشونت» د مرکز نور وړاندیزونه دي.

د تشدد نخښه یا علامه

په افغانستان کې د جگړو دوام د دې سبب شوی دی چې خلک آن د خپلو خوښيو په مجلسونو کې د خپلو احساساتو او خوشحاليو د څرگندولو له پاره د جگړې له ابزارو څخه استفاده وکړي.

د ماشومانو د لوبو سامانونه تفنگچې او توپکان دي او په ډیرو سیمو کې د ودونو پر مهال خلک په ډزونو کولو سره خپله خوښي څرگندوي.

د دغي غونډي د جوړونکو په باور تاوتریخوالی د دې لامل شوی دی، څو خلک د خپل ورځني ژوند په چال چلن کې د زغم او تیریدنې پر ځای له تاوتریخوالي څخه کار واخلي او په وینا یې خپل ساده ټولنیز اختلاف د جگړې او دعوې له لارې حلوي.

د دغي غونډې یوه تن گډونوال یونس اختر وویل چې د سولې د تشویقولو پروگرامونه، د زغم د کلتور د رواجولو له پاره زمینه برابروي: «دا ډیره ښه خبره ده چې دغسې فعالیتونه د مدني ټولنو له لوري پراخوالی ومومي او خلک زده کړي چې خپلو اهدافو ته د رسیدو له پاره له سوله ییزو لارو چارو کار واخلي.»

د غونډي گډونوالو له حکومته وغوښتل چې په ښوونځیو کې د ماشومانو له پاره پروگرامونه په نظر کې ونیسي، څو هغوی د ژوندانه له لومړنیو کلونو څخه سوله ییز چلند زده کړي.

هغو ځوانانو چې دغه حلقه جوړه کړې وه، پر دې باندي ټینگار کاوه چې ماشومان او ځوانان د افغانستان د جگړې قرباني دي، ځکه چې په وینا یې وسله وال مخالفین د بې سواده او بې روزگاره ځوانانو له منځ څخه کسان خپلو لیکو ته جذبوي او په وینا یې د افغانستان جگړه پرې نوره هم تودوي.

د سولې د رضاکارانو سازمان یوې غړې سونیا، چې په دغه غونډه کې یې گډون کړی وو، وویل چې د افغانستان خلک له جگړو ستړي شوي دي او د افغانستان خلک باید د تاوتریخوالي قرباني نه شي: «موږ د سولې حلقه له مختلفو قومونو جوړه کړې ده. زموږ غوښتنه دا ده چې ووایو نور زیاتي له جگړو ستړي شوي یو او په افغانستان کې تل پاته سوله غواړو.»

هغو ځوانانو چې په دغه غونډه کې گډون کړی په یوه اواز د سولې غږ پورته کړ او ویې ویل چې افغانستان باید نور د جگړو او تاوتریخوالي شاهد نه وي.