1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د بګرام په زندان کې د کوچني «تور زندان» هنګامه

وروسته تر هغه چې په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو تر ټوله لویه پوځي قرارګاه کې د یوه «تور زندان» د شتون په اړه افغان حکومت د عاجلو پلټونو امر ورکړ د ملک دننه کی بیلا بیل غبرګونونه را وپارول شول.

د بګرام له زندان څخه د خوشی کيدو په حال کی افغان بنديان

د بګرام له زندان څخه د خوشی کيدو په حال کی افغان بنديان

د لومړي ځل لپاره د بګرام په هواې ډګر کې د دغه پټ تور زندان او پکې د بندیانو د کړولو موضوع د آزادې ټولني بنسټ خپره کړه.

اتلس تنه هغه بندیان چې د بګرام له زندان څخه په دې ورستیو کې آزاد شوي دغه بنسټ سره یې په خبرو کې ویلي چې دوي له خوبه محروم کړای شوي ؤ، په سړو خونو کې ساتل کیدل، کافي خواړه یې نه درلودل او هغوي ته د دیني فرایضو د اجراکولو حق هم نه ورکول کیده.

ځینو بندیانو خو دا هم ویلي چې له دوي څخه به په زور د روغتیایې آزمایښتونو پر مهال جامې هم ایستل کیدی.

خو ولسمشر د دغه خبر په اوریدو سخت په غوصه شوی دی.

نوموړي سمدستي د عدلیې وزیر په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده ورکړه چې د دوو اونیو په دننه کې دغه ډول پټ زندانونه په ګوته او په اړه یې قانوني اقدمات وکړي.

د جمهوري ریاست د د عدلیې او قضایې ډلګۍ غړی نصرالله ستانکزی :

«مونږ به څیړنه وکړو چې داسي ډول یو زندان که وجود ولري، زمونږ له نظر له قانون سره په ټکر کی دی، په افغانستان کې زندانونه ، توقیف خانې او نظارت خاني په خاصه توګه د افغان دولت په صلاحیت کي دي او هیڅ یو ارګان حق نه لري چې زندان ولري.»

د جمهور ریس کرزي دغه اقدام د ولسي افغانانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

یو شمیر ولسي افغانان په بګرام کې د دغه پټ کړول ځای په اړه د ولسمشر د څیړنو حکم د ولس واکۍ په لور یو مهم خوځښت بولي.

د کابل یو تن اوسیدونکی فواد بارکزی د آلمان غږ راډویو ته وویل: «مونږ د د دغه اقدام ستاینه کوو، او دا ډیر یو ښه اقدام دی، زه فکر کوم چې په دې اقدام کې کیدای شي د سلو هغو مخفي زندانونو څخه چې ښایې په افغانستان کې وي له دې څخه خو به لږ تر لږه یو څو زندانونه وتړل شي.»

خو یو بل ولسی وګړي محمد صابر فهیم فکر نه کوی چی د حکومکت دغه ډول اقدام کومه نتیجه ولری او په دی برخه کی کوم سمونوالی رامنځ ته شی: « دغه ډول کمیسیونونه هره ورځ جوړیږي، بیلګه یې شتته، کمیسیونه عمل نه کوي، کمیسیونونه د کاغذ پر مخ پاتي وي زه فکر کوم چې دا کمیسیون به هم کوم عملي اقدام و نه لري.»

د افغانستان اساسي قانون له حکومت پرته د ملک دننه هیچا ته د ورته زندانونو د جوړولو حق نه ورکوي .

د سیاسي چارو څارونکی او ژورنالیست مجیب خلوتګر چې له تیرو څو کلونو راهیسي د افغانستان سیاسي حالات له نږدې څارې په دې اند دی چې له پخوا راهیسي ورته زندانونه په افغانستان کې شتون درلود خو دا کار په ټوله کې له قانون سره په ټکر کی دی.

خلوتګر وویل: « د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې مخوف زندانونه ؤ، خلک به هلته زنداني کیدل، خو متاسفانه له 2001 کال وروسته ځیني زندانونه جوړ شول چې د بهرنیانو له لوري اداره کیدل، زه فکر کوم چې د زندانونو جوړول د بشر له حقونو سره په ټکر کي دي، زه فکر کوم ټول هغه قوانین چې په افغانستان کې موجود دي د دغه ډول زندانونو شتون ردوي او دا کار له قانون سره په ټکر کی دی.»

د جمهوري ریاست د عدلې او قضایې ډلې غړی نصرالله ستانکزی هم ورته څرګندوني لري. نوموړی وایې:«هر هغه اقدام چې د افغانستان د دولت له اجازې پرته او د افغانستان په قلمرو کې تر سره شي د قانون خلاف او د قانون د ماتولو په مانا شمیرل کیږي.»

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته او افغانستان ته د نړیوال ایتلاف د سرتیرو له راتلو سره سم بهرنیو قواوو د ملک په بیلابیلو برخو کې د جنګي اسیرانو لپاره یو شمیر زندانونه جوړ کړل.

که څه هم دغه زندانونه د افغان حکومت له اجازې پرته جوړ کړای شوي خو تر اوسه حکومت په دقیقه توګه د دغو زندانونو د شمیر په اړه هم معلومات نه لري.

ولسي افغانان په دې اند دي چې په کوم ځای کې چې بهرنۍ پوځي هډي شتون لري په څنګ کې یې یو پټ زندان هم جوړ کړای شوی دی.

په دغو زندانونو کې تر ډیره بریده هغه بندیان ساتل کیږي چې یا د جګړې په ډګر کې نیول کیږي او یا هم د استخباراتي معلوماتو له مخې له دولت ضد اورپکو سره پرې د اړیکو شک کیږي.

جلالزیکتونکی: عبدالباري حکيم