1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د بګرام د زندان پر سر شخړه پای ته ورسیده خو په کوم قیمت؟

په بګرام کې افغان حکومت ته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د زندان په سپارلو سره دواړه اړخونه سیاسي ګټه پورته کوي. دا چی د دې معاملې ګټه به زندانیانو ته هم ورسیږی که نه، تر زیاتې کچې د شک وړ ده.

پوره یولس کاله بګرام د ګوانتانامو د زندان د دوزخ لومړی تم ځای ؤ. د افغانستان د خاورې په دننه په دغه امریکایي زندان کې تر ۳۰۰۰ پورې بندیان ساتل کېدل. دلته شکمن تروریستان چاڼ کېدل او بیا د کیوبا په ټاپو وزمه کې امریکایي اډې ته لیږدول کېدل. خو ډیری بندیان هلته نه دي لیږدول شوي، بلکه د کابل په شمال کې پروت په دغه له دوړو ډکې اډې کی پاتې کېدل. ډیری کسان چې په بګرام کې ساتل شوي، یواځې شک پرې شوی چې ښایي ترهګر وي. د هغوی پر دوسیو تر ډیرې مودې غور نه دی شوی، له بهرنۍ نړۍ سره د هغوی اړیکه غوڅه پاتې شوې، له خپلو کورنیو، دوستانو لېرې ساتل شوي او له یو نا معلوم برخه لیک سره مخامخ کړای شوي ول، چې نه پوهېدل ایا په بګرام کې شپې او ورځې سبا کوي او که به ګوانتانامو ته لیږدول کیږی.

د بشري حقونو د فعالینو د ویناو له مخې ډیری بندیان د الوتکو په انګړونو پر پلاستیکي فرشونو پر وچو ډاګونو، هغه هم د افغانستان د سخت ژمي په یخنیو کې، ساتل شوي دي. ویل شوي دي چې لږ تر لږه ربړونه د تحقیق د متودو یوه زغمل شوې برخه وه. بنسټیز بشري حقونه، لکه یوې عادلانه او آزادې محاکمې ته لاس رسی، تر پښو لاندی شوی ؤ. د بشری حقونو فعالین وایي چې د بګرام په زندان کې وضعیت حتی له ګوانتانامو څخه هم ناوړه ؤ. نو د حیرانتیا خبره باید نه وي چې د سره صلیب نړیوالې کميټې د خپلو پلټنو لپاره ډیر محدود امکانات درلودل. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ د مودې له پیل سره د بندیانو لپاره لږ تر لږه ثابت بارکونه جوړ شول، خو د هغوی په عمومي وضعیت کې کوم د پام وړ بنسټیز بدلون رامنځ ته نه شو.

اوس د امریکا متحده ایالات غواړي چې دغه فصل وتړي او د افغانستان د خاورې په دننه کې د وروستي امریکایي زندان کنترول څخه لاس واخلي. خو پوښتنه دا ده چې آیا د امریکا متحده ایالاتو او افغان حکومت تر منځ دغه معامله د چا په ګټه ده؟ او ایا له هغه څخه د یوه ښه زیري په توګه هر کلی کیدای شي؟ دې پوښتنې ته یو مثبت ځواب د شک وړ دی. ځکه: د بګرام په زندان کې ۵۰ غیر افغان بندیان بیا هم تر نا معلوم وخت پورې د امریکا متحده ایالاتو تر کنترول لاندې پاتې کیږي. دغه راز د هغو بندیانو په وضعیت کې ښایي ښه والی رامنځ ته نه شي چې افغان واکمنانو ته سپارل کیږي. ډیري بندیان ښایي د پلچرخي زندان ته ولیږدول شی، هغه یو زندان چې په افغانستان کې د کمونستي نظام له وخت څخه را په دې خوا د ربړونې او ناوړه چلند سمبول ګرځیدلی دی. د بخښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتو همدا تیره جنوری کې رپوټ ورکړ چی آن د ولسمشر حامد کرزی تر واکمنۍ لاندې هم په دغه زندان کې غیر انساني چلندونو ته دوام ورکړ شوی دی.

د دويچه ويله د افغانستان د خپرونو مشر او د تبصرې ليکونکی، فلوريان وايګند

د دويچه ويله د افغانستان د خپرونو مشر او د تبصرې ليکونکی، فلوريان وايکند

په دې کې شک نه شته چی د بګرام د زندان د سپارلو له معاملې څخه امریکا او ولسمشر کرزی دواړه ګټه پورته کوي. ځکه کرزی له دې معاملی سره د هیواد په دننه او بهر کې داسی ښکاره کوي چې هغه د افغانستان د بشپړې خپلواکمنۍ په لور ټینګ ګامونه اوچتوي. او امریکایان د بشري حقونو په هنداره کې د خپل حیثیت د رغولو په لټه کې دي. هغوی غواړي چې په راتلونکي کې د ربړونو له تورونو سره مخامخ شي. هغوی کولای شي چې د معلوماتو د لاس ته راوړنې ناوړه دنده وروسته له دې په پوره ډاډ سره د افغانستان د استخباراتي ادارې په غاړه واچوي. نوموړې اداره چې له بندیانو څخه په تحقیقاتو کې په بې پروایۍ شهرت لري، کولای شي چی د ترور ضد جګړه کی بهرنیو ځواکونو ته د ارزښت وړ پټ معلومات ورکړي.

د واشنګټن لپاره دغه ویرونکی زندان په یوې سترې لوبې کې نسبتا یوه کوچنۍ معامله وه. هغه دا چی: افغان لوري ته د دغه زندان له سپارلو سره امریکا متحده ایالات کولای شي چې وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه خپل یو شمېر سرتېري په افغانستان کې وساتي. دا هغه څه دي چې افغانستان او امریکا متحده ایالاتو یو بل سره پرې موافقه کړې ده. اوس نو کرزی کولای شي چی په ډاډه زړه دغې معاملې ته اشاره وکړي چې ولې د امریکایي ځواکونو له پاتې کیدو سره موافقه کوي. دا هم روښانه ده چی متحده ایالات اندېښنه لري چې افغان ولسمشر ښایي خطر پيښوونکي بندیان خوشې کړي ترڅو د طالبانو غوښتنو ته سرټیټ کړي. خو تر ټولو مهمه دا چې د دغې معاملې دروندوالی د هغې په ستراتیژیکو ګټو کې نغښتی دی. هغه دا چی: له دې معاملې سره امریکا متحده ایالات نه یواځې په افغانستان کې خپل نفوذ خوندي ساتي، بلکه د ایران د دراوزې په مخکې هم خپله یوه اډه جوړوي.